یکشنبه, مې 12, 2024
Homeکلتورسینمااین ټو ده وایلډ فلم ته کتنه| رفیق خاورین

این ټو ده وایلډ فلم ته کتنه| رفیق خاورین

د (Into the Wild) فلم د فلسفي- ډرام ژانر یو شهکار دی. پوهیږم ځینو خلکو ته نه، بلکې ډیرو کسانو ته شاید دا فیلم ستومانوونکی وي په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د ژوند معنا، راز، فلسفه، نېکمرغي او دې ته ورته- خبرې ورته چټیات ښکاري. خو هغه کسان چې د ژوند تل او جوهر ته یې لږ څه پام کیږي د دې فلیم سوژه له بل هر چا زیاته درک کولی شي.

د فلم کیسه دلته نه درسره شریکوم، ځکه د فیلم په کیسې مخکې له مخکې خبریدل د فلم جذابیت او کشش لږ څه کموي؛ ماته خو یې بیخي ختموي.

خو دومره وایم چې ریښتیا هم ځینې وخت سړی د معنا په لټه دومره سرګردانه او لالهانده کیږي چې غواړي په بیابان ورسم شي او دا ټول تمدن، تهذیب، ښار مدنیت او نورو بلابترو ته شا کړي او ځانته چیرته ګوښه ځای پناه واخلي.

خو دا فلم یوازې فانتیزیک فلم یا د چا د ذهن د تخیل له ځواکه راتوږل شوی داستان نه دی چې غیرواقعي او تشې خیالي پیښې دې پکې انځور شوې وي، بلکې د یوه ځوان د ژوند ریښتینې کیسه ده او په ریښتیا ولاړ(based on true story)  فلم دی. او همدا ځانګړنه یې ده چې د دې فلم ارزښت خورا لوړ کړی دی. سر مو نه درخوږوم، خو د دې فیلم وروستۍ هغه لیکې چې دا ځوان یې له مرګ نه مخکې د یوه کتاب په لمنلیک کې لیکي او وروسته د اوښکو څو څاڅکي ټک! ټک! په همدې کاغذ باندې ترې توییږي، واقعاً د ژوند ټوله فلسفه پکې بیانوي.

دا وروستي توري دا دي( happiness is only real when shared) په تحت الفظي شکل د دې جملې معنا دا ده چې «خوښي یوازې هغه وخت حقیقي وي چې شریکه شي»، یعنې نیکمرغي انفرادي نه وي، بلکې له نورو سره په تعامل کې رامنځ ته کیږي، اړیکې او تړاوونه هغه ځمکې دي چې خوښي پکې زرغونیږي.

دا د کوم فیلسوف د فلسفې له څو ساعته تحلیل څخه وروسته د بحث د نتیجې جمله نه ده. بلکې د یو څو دیرش کلن ځوان له ښاري ژونده د تیښتې، د کورنۍ، ملګرو، مال او دولت، عشق و عشرت، ښه او بد، د ټولو پریښودلو او په معنا او یا د ده په خپله خبره د مطلقې آزادۍ(absolute freedom) د لاس ته راوړلو په لټه کې د جنون او حتی د مرګ په بیه د تمام درس خلاصه ده، چې په همدې یوه جمله کې یې رانغاړلې وه.

که د فلمونو شوقیان یاست خو ښه تر ښه او که شوقیان یې هم نه یاست دا فلم درسره وګورئ، د ژوند ډیر ژور تل او مفهوم ته به مو متوجه کړي او یو څه به ترې زده کړئ.

“رفیق خاورین”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب