لکه څنګه چې ټول پوهېږو، د قرنطين شپې ورځې دي او له ډېرو خلکو څخه وخت بېځايه/چټي تېرېږي؛ نو ښه خبره ده چې د وخت د ضايع کېدو څخه مخنيوی وکړو.
زه نه غواړم دلته د وخت په ارزښت باندې وغږېږم. د وخت په ارزښت باندې ډېر بحثونه شوي دي. وخت د الله تعالی يو ستر نعمت دی. وخت ژوند دی او څومره وخت چې تېرېږي، هماغومره زمونږ ژوند کمېږي. دا بيا په مونږ پورې اړه لري چې مونږ کوم وخت تېر کړی دی، ګټه مو ترې اخېستې ده او که تاوان مو په کې کړی دی.
د دې لپاره چې وخت مو بېځايه تېر نه شي، مونږ بايد خپل ځانونه Train/تربيه کړو. د ورځې په پای کې بايد له ځان سره حساب وکړو چې د نن ورځې وخت مو په کومو کارونو تېر کړ، له څومره وخت څخه مو ګټه واخېسته او څومره وخت مو بېځايه تېر کړ.
د خپل ياداشت په کتابچه کې په يوه ورقه کې خپل «ارزښت لرونکی کار» تعريف کړئ. شونې ده د هر چا تعريف بېل بېل وي؛ خو په ټوليزه توګه بايد د هر چا «ارزښت لرونکی کار» معنوي او مادي ګټه ولري. کوم کار چې نه معنوي ګټه لري او نه مادي ګټه لري، هغه هېڅکله «ارزښت لرونکی کار» کېدای نه شي. د خپل «ارزښت لرونکی کار» لپاره له خپلې حافظې څخه معيارونه وټاکئ. دا چاره تاسو سره د وخت د ضياع په مخنيوي کې ډېره مرسته کولای شي.
کله چې د ورځې په پای کې له خپل ځان سره حساب کوئ؛ نو حساب دقيق او جدي وکړئ، هسې ځان مه تېرباسئ. د سهار له راپاڅېدو څخه تر ماښامه پورې هر ساعت (۶۰ دقيقې) وڅارئ. د بېلګې په توګه کله چې تاسې سهار ۰۵:۰۰ بجې راپاڅېدئ؛ نو تاسو تر ۰۶:۰۰ بجو پورې کوم «ارزښت لرونکی کار» کړی دی؟ له ۰۶:۰۰ څخه تر ۰۷:۰۰ او بيا تر ماښامه پورې هر ساعت بېل بېل ارزيابي کړئ. دا چاره هره ورځ تر سره کړئ. دا حساب له ځان سره يوازې وکړئ. کله چې دا حساب له ځان سره کوئ؛ نو هر څه رښتيا رښتيا ووايئ، که ملامت يئ، خپل ځان ملامت کړئ او د راتلونکي لپاره سم پلان ونيسئ.
سلامونه،
یو وخت د نجیب الله دوران کې یو چکوسلواکي سریال و ، (ساعت بعد کجا هستم؟)
اوس نو د حامد مشواڼي ساب هم همدا تاکید ده چې د هر ساعت ارزیابی وسی.
( او کله چې اجل راغی ،نه یو ساعت مخکې کیږي او نه وروسته) ؛ د ق.ک. یوه آیت ژباړه.