دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزد کورونا ویروس په اړه لنډ یاددښت

د کورونا ویروس په اړه لنډ یاددښت

ډاکټر سلیم حکیمي – جرمني ګوتینګن پوهنتون

ویروسونه هغه کوچني مایکروسکوپیک جوړښتونه دي چې د پروټين او نیوکلیک ایسډ (ډي این اې يا آر این اې) څخه جوړ شوي. ټول ويروسونه د ژوند کولو او یا هم خپل غبرګولي جوړولو لپاره د کوربه اورګانیزم په ژوڼکه (حجره) باندې تکیه کوي.

ویروسونه په زرګونو بېلابېلې کورنۍ لري چې کورونا ویروس کورنۍ یې یو له هغو څخه ده. د یوې کورنۍ ویروسونه کولای شي په بېلابېلو چاپیریالونو کې په بېلابېل ډول را مینځ ته شي ځکه خو یې درملنه هم د ټولو ځانګړنو سپړلو ته اړتیا لري. د کورونا ویروس په تېرو دوو لسیزو کې د انسانانو په بدن کې د دری ډوله ناروغیو لامل شوی چې لمړځل یې په ۲۰۰۲ کال کې د سارس کورونا په نوم په چین کې، دوهم ځل یې په ۲۰۱۲ کال کې د میرس کورونا په نوم په سعودي عربستان کې او درییم ځل یې هم د کوویډ ۱۹ په نامه په ۲۰۱۹ کې د چین ووهان ایالت کې را مینځ ته شوې.

د ویروسونه دغه ډله د نورو هغو په پرتله لوي وي چې د جینوم اوږدوالی یې نږدې دېرش زره نیوکلیوټایډ (کوم چې د جینوم ساختماني ماليکيولونه دی) ته رسېږي. د کورونا ويروسونه په آر این اې مالیکول باندې پوښل شوي دي او هندسي بڼه یې پنډوسکي ته ورته ده.

تشخیص

د کورونا په څیرویروسونو د کشف او تشخيص لپاره ساينسپوهان بايد لومړي د داسې ويروسونه جینوم چې د آر این اې نه جوړ شوي دي په ډی این اې بدل کړي. دا عمل د یوه انزايم چې ریورس ټرانسکریپټیس نومیږي په مرسته ترسره کېږي. وروسته له دې د بشپړ تشخيص د پاره د پي سي آر (Polymerase Chain Reaction) په نوم تخنيک کارول کېږي. دا یو خورا معياري او د باور وړ تخنيک دی چې نږدې هر چیرې د مايکرو بيولوژي لابراتوارونو کې کارول کیږي. تر دې دمه د کورونا ویروس د مخنيوي لپاره کوم ځانګړي واکسين نه دي منظور شوي ځکه واکسينونه جوړول او تصويب یوه اوږده او پيچلې پروسه ده او دا پروسه تل په دريو اساسي مرحلو کې ترسره کیږي. لومړنی مرحله یې په لابراتوار کې د پلټنې مرحله وي. پدې مرحله کې ساینسپوهان د ځانګړي ویروس په طبیعي یا مصنوعي انټيجنونه باندي څيړنې کوي. دا انټیجن د ویروس په څېر بڅرکي او یا هم ضعيفه ویروس وي کوم چې کېدای شي د دې ویروس په مخنيوي او یا درملنې کې مرسته وکړي. په دوهم ګام کې پدې احتمالي پیژندل شوي واکسينونو کلینیکي ازمایښتونه (اول په څارویو او وروسته په انسانانو) ترسره کیږي. د کلینیکي آزموینو تر بریالي کیدو وروسته، دریم ګام د دې واکسین تصویب او په لویه کچه تولید وي.

 که څه هم تر اوسه پورې د نوي کورونا ویروس د مخنيوي یا درملنې لپاره کوم ځانګړی واکسين یا درمل نه دي وړاندې شوي خو دمګړۍ به د روغتیا نړیوالې ادارې لارښوونې له مونږ سره مرسته وکړي تر څو خپل ځان او نور خلک پدې ویروس له اخته کېدو څخه ژغورو.

د کورونا ویروس په ګډون نور ډیر پیتوجینونه په شحمي غشا یعني غوړه پرده کې نغښتل شوي وي کوم چې په حجرو باندي د ویروس اخته کیدو کې مرسته کوي. لاسونه په صابون یا نورو ورته موادو سره په مينځلو باندې دغه شحمي غشا بی ثباته کیږي او د ویروس له منځه وړلو کي مرسته کوي. په اوس وخت کی ځان ساتنه د کورونا پر وړاندې تر ټولو غوره واکسين او درمل دي. خپل ځان هم واکسین کړئ او هغو ته چې په تاسې ګران دي هم سپارښتنه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب