( د خدای بښلي پسرلی د دوهم تلین په یاد)
پلار چې به مې کله شعر ولیکه په موږ وروڼو کې به یې یوه ته ورکړ چې په لوړه یې ولولو او نقد پرې وکړو. ښه مې په یاد دي بحث به کلماتو تود کړ. پلار به مې د ځینو عربي او فارسي الفاظو په اړه وویل چې همداسې دې وي. ماته هغه وخت دا خبره سمه نه ښکاریده.
پر دغو بحثونو چې مرحوم ساهو به هم راسره مل وو کلونه اوړي او ارمان یې کوم چې کاشکي زمان شاته ګرځیدای. د خدای بښلي پسرلي د څلوریزو کلماتو ته چې اوس په پسته اور کتاب کې فکر کوم یو شمیر یې د شعر د داخلي موسیقي لپاره پښتو شوې نه دي. لکه:
د زمان مست سین ځي غاړې غاړې
لحظې څپې او عدم یې غاړې
موږ په کې لامبو خو نه پوهیږو
چې موږ یې نغاړو، که موږ ورنغاړې؟
په دې څلوریزه کې د ( لحظه) پر ځای د پښتو یوه ښایسته کلمه ( شیبه ) لیکلی شو. دغه دواړه کلمې دوه سیلابه دي، نو د یو بل پر ځای راتلی شي، خو دلته د لحظې کلمې د شعر له داخلي موسیقي سره لاس کړی دی. په لومړۍ مصرع کې یو ویشت توري لرو له دې ډلې نژدې نیمایي ( ز، س، س،ځ، ې، ې، ن، م) داسې توري دي چې د تلفظ پر مهال له خولې یا پوزې په منظم ډول هوا ورسره بهر کیږي. په ژبپوهنه کې دې ډول توریو ته Fricatives یا احتکاکي توري وایي.
دغه ډول توري چې د کلمې په پای یا پيل کې راشي اهنګ پستوي، ځکه چې ضرب یو ډول شي. په همدې لومړۍ مصرع کې د ( دال) له حرفه پرته ټول کلمات یا په احتکاکي حروفو پیل شوي یا ختم شوي دي. د یوې پستې مصرع تر څنګ که بله مصرع په داسې توري پیل شي چې په لوړ غږ ویل کیږي نو د شعر Rhythm ورسره بدلیږي. د ( لحظې) کلمه په لام پیلیږي چې مجهور Voiced توری دی. د دغه ډول حروفو د تلفظ پر مهال د غاړې د غږ رګونه ترنګیږي. په همدې دوهمه مصرع کې د لوستو پر مهال ( لحظې څپې) د استاد شاعر درویش دراني په وینا یو رکن یا Foot جوړوي. د ( او) کلمه سپکه ویل کیږي او خج پر ( عدم) راځي . ۱
په ( عدم ) کې ( ع ) او په ( او) کې الف، چې په پښتو کې یې نژدې سره ورته تلفظ کوو چاودیدونکي Plosives توري دي. یعني د لوستو پر مهال یې هوا په خوله کې ایساریږي او بیا یو دم بهر کیږي، چې له دې سره د شعر موسیقي بیرته لوړیږي. د همدې مصرعې پای بیرته د ( غاړې) د کلمې په مجهور اواز ( غ ) پیل شوی دی چې د غاړې رګونه ترنګوي، خو د پښتو مجهوله ( ې ) خورا پسته تلفظ کیږي او د همدې کلمې د ( غ ) لوړ اواز د لومړۍ مصرع په څیر راښکته کوي.
د دې څلوریزې دوهم بیت بیرته له څلورو میمانو او اته ( واوونو) سره نرمیږي، دا د دې سربیره چې ( میم او واوو ) مجهور Voiced توري دي خو دلته ( واوونه) ډیر دي او ( واو) Fricatives یا احتکاکي دی، یعني د تلفظ پر مهال یې هوا په خوله کې نه ایساریږي. په دې ډول ( واو) پر میم اغیز کړی دی او بیت یې نرم کړی دی. د څلوریزې له مانا سره دغې موسیقي مرسته کړې ده. ځکه چې په پیل کې د زمان یو تصویر لرو، بیا اعتراض کوو چې ولې یې عدم نغاړي؟ خو بیرته چې خپل عجز ته ګورو چې نه پوهیږو، نو موسیقي پستیږي. د ښکاره اهنګ له پلوه بیا موږ د زمان ( ز) لرو ، د ځي ( ځ) لرو، دوه ځله (موږ) لرو چې ( ږ) لري او پوهیږي هم ( ږ) لري چې په کندهارۍ لهجه کې یې ( ژ) تلفظ کوو. لحظه هم ( ظ) لري چې په غونډو لهجو کې یې ( ز) لولو. غاړې غاړې، څپې، یې، غاړې، چې، یې، ورنغاړې ټول د ( لحظې) په څیر مجهوله ( ې ) لري چې دې هم شعر ته ځانګړې موسیقي ورپه برخه کړې ده او په دې ډول د ښایسته ( شیبې ) ځای ( لحظې ) نیولی دی.
یوه بله څلوریزه به راواخلم چې دلته هم د یوې پستې پښتو کلمې پر ځای فارسي کلمه راغلې ده:
زندګي ګوره څه تماشه ده
نیمه غمجنه، نیمه لاښه ده
شپه ورځ یې پاڼه د سپیدارو
چې یوه خوا سپینه، بله یې شنه ده
د ( زندګي) کلمه درې سیلابه ده او په پښتو کې د دې پر ځای ( ژوندون ) لرو چې دوه سیلابه لري، خو که چیرته په دې څلوریزه کې د وزن لپاره له ( ژوندون) سره ( ته) یوځای کړو هم به مو د مصرعې مانا خوندې شوې وي او هم به مو وزن سم وي ( ژوندون ته ګوره څه تماشه ده) خو دلته هم ګومان کوم چې د ( ګوره) په کلمه کې ګاف د ( زندګي ) له ګاف سره اهنګ پیدا کړی او داسې به هم نه وه چې له شاعره به د ژوندون کلمه ورکه وه، ځکه چې همدغه څلوریزه د پسته اور د کتاب په ۶۶ مخ کې خپره شوې ده او بیا دوې پاڼې وروسته په یوه بله څلوریزه کې د ( ژوندون ) لفظ دوه ځله راغلی:
ژوندون یو سین دی موږ یې نیزونه
څو چې دریا وي وي به موجونه
څپه به سین شي ورکه به نه شي
په مرګ به نه شو بیل له ژوندونه
په دې شعر کې د ژوندون کلمه د دې لپاره تکرار شوې چې د شعر موضوع همدا ده او تاکید پرې شوی دی. د ( ژوندون) کلمه دوه نونونه لري او په څلوریزه کې اووه نور ننونه شته چې د دوه ځلي ( ژوندون) له نونونو سره یې شمیر یولسو ته رسیږي. خو په دې څلوریزه کې تر ټولو ډیر کاریدلی توری ( واو ) دی چې شمیر یې دیارلسو ته رسیږي. ( واو ) هغه توری دی چې د تعجب یا حیرانتیا په کلماتو کې یې ډیر کاروو، مثلا وایو، واه ، واه واه، وئ، وای، ولې… تعجب په ژبه کې په دوه حالته کې راځي، د خوښۍ او حیراني په وخت کې. د ( ژوندن) په څلوریزه کې هم په لومړۍ مصرع کې ژوند لکه سین او د سین څپې ښایسته یاد شوی او دا هیله چې په مړینې به هم له ژونده بیل نه شو یو تعجب دی.
چې ځانته ګورم، نورو ته ګورم
له سپیرې مځکې، ستورو ته ګورم
یو وخت و موږ هم دا هسې ستوري
د تللیو وختو سیورو ته ګورم
په دغو دوو بیتونو کې څلور ځله د ( ګورم ) کلمه تکرار شوې ده. په عادي ژبه کې که چیرته یو لفظ تکرار کړو ، مثلا که ووایوو، ګورم ګورم ګورم ګورم. زړه به مو ورته په تنګ شي. خو په شعر کې له پخوا راهیسې دا دود دی چې کلمات تکراریږي او په نویو اروپایي شعرونو کې هم تکرار شته. تکرار د شعر موسیقي پیاوړې کوي او کره کتونکي په شعر کې د تکرار په اړه داسې نظر لري « تکرار هغه وسیله ده چې د ژور تاکید، وضاحت، پیاوړي کولو او عاطفي اغیز لپاره کارول کیږي»۲
په پورتنۍ څلوریزه کې شپاړس ځله د ( واو) حرف تکرار شوی دی. دا توری د غږ له پلوه د یاس توری دی، ځکه چې د لوستو پر مهال هوا په منظم ډول له خولې وځي او کله چې څوک په نا امیدۍ کې اووف یا هوهو وایي، هوا په خوله کې نه ایساریږي.
په پورتنۍ څلوریزې کې قافیې هم موسیقي غښتلې کړې ده او په هرې یوې کې یې دوه ( واوونه) شته، دغه ( واوونه) د ( رې) ترڅنګ راغلي دي چې ( ر) د ژبپوهنې له مخې تکرار غږ له خولې راباسي او دغه تکرار یاس پیاوړی کړی دی. بل لور ته په ردیف کې بیا سرچپه موسیقي ده، د ( ګ) توری د ژبوهني له مخې چاودیدونکی توری دی او د تلفظ پر مهال یې ډډ غږ له خولې راوځي. دا موسیقي یو ډول غالمغال پیدا کوي. دغه شور بیا په شعر کې فغان زیږولی دی. په دې ډول یاس له فغان سره یو ځای شوی دی. د دې لپاره چې په دې رباعي کې پخوانی ښایسته وخت یاد شوی دی او اوس هغه وخت نه دی نو د یاس تر څنګ شور راغلی دی او دغه دوې متضادې موسیقۍ له مانا سره سمې راغلې دي، داسې چې د شعر په مانا کې هم دوې خبرې دي، ښه وخت او بد وخت، پر بدو افسوس شوی او له لاسه تللي ښه وخت فغان زیږولی.
موږ چې کله خبرې کوو د غږ له بدلیدو سره ښایي مانا بدله کړو. که چیرته یو چاته په ټيټ غږ ووایو، « مه ځه » نو هغه ښایي خوشاله شي چې زما درناوی کوي او غواړي چې ورسره پاتې شم، خو که همدغه جمله په لوړ غږ تلفظ کړو، نو مخاطب به خپه شي او ممکن وارخطا شي چې څه خبره ده. په شعر کې د دغه احساس لپاره د کلماتو په مټ د یوه لحن رامنځته کول پکار دي، لکه په پورته څلوریزه کې چې د فغان او یاس لپاره کاریدلي حروفو ته اشاره وشوه.
حروف داسې نه دي چې تل به یو رنګ موسیقي زیږوي. همدغه ( واو) چې پورته اشاره ورته وشوه چې یاس یې پیدا کړی، کله ناکله په شعر کې مستي پیدا کوي:
د جنت شپه وه، د حسن ورا وه
شور و، سرور و، ساز و، نڅا وه
چې را په خود شوم د وصل خیال ته
د زړه درباوه، د زړه ګډا وه
په دې څلوریزه کې دیارلس ځله ( واو) استعمال شوی دی، خو دلته د دې لپاره په لومړۍ مصرع کې ( واو) د یاس له موسیقۍ وتلی دی چې خبره د جملې ده او د کلماتو. دلته د ( ورا، شور، سرور، ساز، نڅا) کلمات په لومړۍ مصرع کې شته دغه اسمونه او صفتونه د خوښۍ مانا ورکوي او د همدې مصرعې لنډو جملو هم د شعر موسیقي چسته کړې ده چې له دغو سره په دې مصرع کې د خوښۍ موسیقي پيدا شوې ده. په شعر کې خوښي لنډه ده ژر ژر بیانیږي جملې هم لنډې دي ( د جنت شپه وه، د حسن ورا وه، شور و، سرور و، ساز و، نڅا وه ) دغه ډول لنډې جملې Rhythm تیزوي.
په دریمه مصرع کې چې شاعر په خود کیږي بیا هغسې لنډه جمله نه کاروي لکه په پورته دوو مصروعو کې، دلته یوه اوږده جمله راوړل شوې ده چې دوې برخې لري ( چې راپه خود شوم- د وصل خیال ته ) او په څلورمه مصرع کې بیرته جملې لنډې شوې دي چې دغه لنډې جملې د شعر ګړندۍ موسیقي په خپل حال ساتلې ده او دغه تیزه موسیقي بیا د زړه له دربا سره سمه تیزه شوې ده. په همدې وروستۍ مصرع کې د زړه پر کلمې تاکید شوی، یعني دوه ځله کاریدلې او خج پرې راغلی دی چې له دې سره هم موسیقي خوښي پيدا کړې ده. په ورته وخت کې د زړه په کلماتو کې ( ز) هغه حرف دی چې د تلفظ په وخت یې له خولې هوا وځي بیا بندیږي او بیا وځي، دغه تذبذب په همدې څلورمه مصرع کې په مانا کې هم پیدا شوی. د مانا له اړخه ( د جنت شپه، د حسن ورا، شور، سرور، ساز او نڅا ) وه چې په وروستۍ مصرع کې زړه متحرکه شوی خو خبره بربنډه شوې چې د ( وصل خیال ) و.
تکرار له لویه سره د پسته اور په شعرونو کې دوه ډوله دی یو ډول داسې تکرار دی لکه چې پورته د ( زړه ) کلمه په یوه مانا دوه ځلې راغلې ده. بل ډول د یو شمیر بدیعي صنایعو په مرسته کلمات تکرار شوي دي.
تجنیس د بدیع د عالمانو په وینا هم د غږ له اړخه شعر ته رنګ ورپه برخه کوي او هم د مانا له لارې شعر رنګین کوي. د پسته اور په څلوریزو کې تر ډیره تام جناس تر سترګو کیږي:
لکه مانا چې رڼوي توري
په تا روڼیږي د سترګو توري
هر ځای مې کیږې تر سترګو سترګو
احساسوم دې په هر هر لورې
په لومړۍ مصرع کې د ( توري) کلمه د (حروف) مانا ورکوي او په دوهمه یوه کې ( توري) د سترګو د کسو په مانا راغلې ده. په دې څلوریزې کې درې ځله د ( سترګو) کلمه تکرار شوې ده، دوه ځله د ( رڼیدل) کلمه تکرار شوې ده او دوه ځله هم د ( هر ) کلمه چې دغه تکرار د دې شعر موسیقي تیزه کړې ده، د دې سربیره په لومړي بیت کې د رڼا تر څنګ د تور کلمه شته او بیا په دوهمه مصرع کې د رڼیدو او د سترګو او توري تر منځ یو ډول نیمه معنوي تضاد شته. د دوهم بیت د سترګو سترګو ( سین) د څلورمې مصرع د احساس له غبرګو ( سینانو ) سره هم د شعر موسیقي پییلې ده.
په وروستۍ مصرع کې د لورې د کلمې ( یا) مجهوله ده او تر دې مخکې په لومړۍ او دوهمه مصرع کې د قافیې یاګانې لنډې دي او څنګ په څنګ ټکي لري.
په دې برخه کې مو په کور کې تادوه بحثونه شوې دي، مرحوم پسرلي به ویل چې پکار ده په ژبه کې یاګانې رالږې کړو، د امریه فعل په وخت له همزه داره یا لاس واخلو او هغه هم د سپوږمۍ او لکۍ په څیر لکۍ داره ولیکو. د مجهولې یا په برخه کې یې هم هغه ټول اصول چې تر اوسه کیښودل شوې دي نه منل.
د توریو تکرار یا د ورته توریو تکرار په تیره بیا د شعر د هغو کلماتو په پیل کې چې فشار پرې ډیر دی اهنګ ګړندی کوي. خو ګړندی اهنګ هغه وخت ښایي ډير ښه وي چې د شعر مانا هم ګړندۍ وي، لکه په دې څلوریزه کې:
غزالې سترګې غزل کې ساتم
نخښې د مینې منګول کې ساتم
د ژوند د ډوبې بیړۍ څو هیلې
وړم د پیړیو په تل کې ساتم
د اولې مصرع لومړۍ برخه په ( غ ) پیلیږي: ( غزالې سترګې) د همدې مصرع دوهمه برخه هم په ( غ) شروع کیږي: (غزل کې ساتم) . ( غ ) ته د ژبپوهنې له مخې Fricatives یا احتکاکي توری وایي چې د تلفظ پر مهال یې هوا په خوله کې نه ایساریږي. دا حرف شر شور پیدا کوي، شور چستي رامنځته کوي او تر ( غزالې) وروسته ( سترګې) او تر ( غزل) وورسته ( ساتم) چې دواړه په ( سین) پیلیږي هغه هم احتکاکي غږ دی. د دوهمې مصرعې اوله برخه ( نخښې د مینې) په ( نون) پیل شوې او ( منګول کې ساتم) کې ( میم ) لرو چې د دې دوو توریو د تلفظ پر مهال هم هوا نه بندیږي خو توپیر یې له ( غ ) سره دا دی چې د دې دوو توریو د تلفظ په وخت هوا له پوزې بهر کیږي. د څلوریزې د دریمې مصرع اوله برخه په ( دال) او دوهمه یې په ( ب ) پیل شوې ده چې دې دوو تورو ته Voiced یا مجهور توري وایي او د تلفظ پر مهال یې د غاړې د غږ تارونه خوځیږي. بیا د څلورمې مصرع لومړۍ نیمایي په ( واو) پیل شوې چې هغه هم مجهور توری دی. بل لور ته دغه ( واو) یو ډول یاس لري خو د ( ړ) له درنې کلمې سره یې هغه یاس چې د تلفظ پر مهال یې د هوا له پرله پسې وتلو سره پیدا کیږي بیرته په خوله کې اوړي او د همدې مصرع په دوهمه نیمایي کې د ( تل ) کلمه لرو چې Plosives یا چاودیدونکو توریو څخه جوړه شوې ده. د ( ت، ل) حروفو د تلفظ په وخت هوا په خوله کې راغونډیږي او بیا یو دم خارجیږي. د ( ت-ل) چاودیدونکي غږ هم د ( واو) غږ په درندوالي کې مرسته کړې ده. د دې څلوریزې دغو کلماتو ( غزالي، غزل، نخښې، منګول، وړم او تل) د دې رباعي اهنګ چست کړی دی، دغه چستي د شعر له عشقي مانا سره هماهنګه راغلې ده او له دې سره اهنګ او مانا غاړه غړۍ شوي دي.
په دې ډول د شعر دننه موسیقي له صوتي انسجامه زیږي. دغه موسیقي د حروفو تر منځ یو ډول شباهت او همهغږي پیدا کوي. نو ویلی شو چې د شعر داخلي موسیقي د حروفو له انسجامه او د لفظونو له یو ډول ثبات او تداومه پیدا کیږي چې د شاعر له عاطفي تاثر سره ارتباط لري.
د کره کتونکو په باور د همدې لپاره داخلي موسیقي د شاعر پر احساس او انفعال خپل اغیز لري. دغه داخلي موسیقي په یوه شعر کې د یوې کلمې زیږنده نه ده، یو بشپړ شعر د ګڼو کلماتو او حروفو د انسجام له لارې دا موسیقي لوروي.
زاړه نقد تر ډیره موسیقي د شعر په قافیه او وزن کې لیده. د همدې لپاره یو شمیر شاعران مجبوره شوې دي چې د قافیې لپاره نور کلمات پور کړي. لکه د ( زیبا ) کلمه په دې څلوریزه کې:
نظم د زړونو اشنا ښکاریږي
د ده په میچه ښکلا ښکاریږي
خو چې بې نظمه عالم ته ګورم
په بې نظمۍ کې زیبا ښکاریږي
په دې رباعي کې که څه هم ، زیبا له اشنا او ښکلا سره د قافیې مجبوریت راپه مخه کړې ده، خو په ورته وخت کې د ( نظم، بې نظمۍ) او ( زړونه) په کلماتو کې د ( ز) او ( ظ) ورته غږ د ( زیبا) له ( ز) سره همغږي پیدا کړې ده.
نوي کره کتونکي د زاړه شعر په موسیقي کې هم یوازې پر وزن او قافیه بسنه نه کوي، ځکه چې هغه موسیقي چې له خیال، عاطفې او فکره خالي وي پر لوستونکي هغسې اغیز نه شي کولی لکه څرنګه چې دغه غونډ عناصر پکې یوځای شوي وي.
نو کره کتونکو په نظر په شعر کې موسیقي دوه ډوله ده:
بهرنۍ موسیقي:
دا موسیقی له سیلابونو او قافیې ترلاسه کوو
داخلي موسیقي:
داخلي موسیقي د شعر دننه له صوتي انسجامه زیږي او د کلماتو تر منځ د راپیدا شوې موسیقي نتیجه ده. دغه موسیقي د حروفو تر منځ یو ډول شباهت او همهغږي زیږوي. نو ویلی شو چې د شعر داخلي موسیقي د توریو له انسجامه او د الفاظو له یو ډول ثبات او تداومه پیدا کیږي چې د شاعر له عاطفي تاثر سره ارتباط لري.
لکه څرنګه چې مخکې اشاره ورته وشوه داخلي موسیقي په یو شعر کې د یوې کلمې زیږنده نه ده، یوبشپړ شعر باید د ګردو کلماتو او حروفو د انسجام له لارې هنري موسیقي وزیږوي.
یوه کلمه هم په خپل ذات کې خپل تاثیر شیندي ځکه کره کتونکي وایي چې پلانۍ کلمه شاعرانه نه ده. په دې برخه کې هغه کلمات چې له لږو حروفو جوړ شوي وي، که تکرار شي د لوستونکي پام ښایي ډیر جلب کړي او اهنګینه شي، لکه په دې څلوریزه کې ( یو):
سترګې مو ډیرې وغړولې
د منزل نخښې نه ښکاریدلې
بې ځایه ستړي لکه خاپونه
یو یو شو پاته، لاره وه تللې
د پسته اور د څلوریزو پر کلماتو چپریال خپل اغیز شیندلی دی. هغه څلوریزې چې شاعر په پیښور کې لیکلې دي په ځینو کې یې یو شمیر سیمه ییز الفاظ کارولي دي، لکه د ( بچ) کلمه په دې څلوریزه کې:
فضل دې ډير دی پروردګاره
کیږي چې بچ کړې درسته له ناره
د ښکلیو حورو ګناه به څه وي؟
چې ژوند تباه کړي د شیخ لپاره
پیښور ته چې په اتیایمو میلادي کلونو کې کډه شوي وو، هلته یو ډول خزنده و چې مچر یې ورته ویل، دغه مچر د شاعر د کډوالۍ د وخت یوې څلوریزې ته داسې لاره کړې ده:
څه کړي څه غواړي دا شپې او ورځې
ډوب په وهمونو کې نر او ښځې
ساده غوماشي، ړانده مچر دي
پردۍ رڼا ته ځانونه سوځي
په کابل کې د ډاکټر نجیب د حکومت له ړنګیدو سره سم پیښور ته ګڼې کډې راغلې. په دغو کې یوه هم د پوهاند مجاور احمد زیار وه چې د چهارسدې اډې خواته یې یو کور کرایه کړ. پلار مې ویل چې زیار صاحب پخوا سیاست کاوه هسې نه چې کومه ستونزه ورته پیدا شي، همهغه و چې مرحوم ساهو پسې ورغی او زیار صاحب یې وهڅاوه چې نوتیې ته راکډه شي او زموږ کور ته مخامخ کور ونیسي. موږ هلته په جاوید کالونۍ کې اوسیدو. په یوې وړې کوڅې کې چې پسور به یې دوه نیم متره وو، دلته اته کورونه وو. د کوڅې پای بند و او په سر کې یې دروازه وه، نو امنیت یې خوندې ښکاریده.
استاد زیار به غرمه ناوخته راته او په بیټک کې به زما له پلار سره ناست و. زیار صاحب به مې له پلار سره د هغه د شعر پر کلماتو ډیر غږیده. په دغو وختو کې پوهاند زیار د پښتو د نویو کلماتو پر (سیندګي) کار کاوه او د مرحوم پسرلي په شعرونو کې به یې نوي کلمات پسې پلټل.
یوه ورځ زه هم ناست وم چې پوهاند زیار زما پلار ته مخ واړاوه او ویې ویل، ستاسو په شعرونو کې ډیر نوي کلمات شته او پکار دي چې راغونډ شي. له دې سره خبرې تودې شوې چې په ولس کې شته ژبه راټوله شي او نوي کلمات جوړ شي. پلار مې د زیار صاحب د نویو کلماتو له جوړیدو سره ډیر جوړ نه و. ځیني مثالونه به یې ورکول چې دا بد رنګه دي خو استاد زیار به ویل، چې پښتو ژبه نویو ویونو ته اړینه ده. پلار مې ویل چې د نویو زیاتو کلماتو یو ځای کارول لوستونکی د یوې لیکنې د لوستو پر مهال ستړی کوي. دغسې بحثونه به د پیښور په تاوده اوړي کې زموږ په کور کې نه سړیدل او هغه وخت به نور هم پسې ګرم شول چې نور لیکوال به راغلل. خو اوس چې د پسته اور کتاب پاڼې اړوم ګڼې نوې کلمې مې ترسترګو کیږي:
پسرلی هم تیر شو، بیا راغی اوړی
د توپ په خوله چا نه کیښود بوړی
د انسان زړه شو په دې سدۍ کې
د ډیرانونو خوا کې خرڅوړی
په دې څلوریزې کې د ( بوړې او خرڅوړې) کلمې زموږ په کلیواله لهجه کې دود دي او ګومان کوم ډیرو ته به نوې وي. د یوې بلې څلوریزې په لومړي بیت کې بیا خدای بښلی پسرلي وایي:
ربه بیا راکړې د زړونو سیکې
په خپلې خاورې کې ځای د ټیکې
دلته هم د ( سیکې او ټیکې) کلمې زموږ د لهجې دي. سیکه بیا په یوې بلې څلوریزې کې هم د زړه لپاره غوښتل شوې ده:
دا نرمه شمه څو واړه سوځي
نه راپریوزي، ولاړه سوځي
خاونده راکړې زړه ته دا سیکه
چې د عشاقو په غاړه سوځي
شاعر په یوه بله څلوریزه کې وایي:
امیده راشه ژوند مې دوکه کړه
خیال ارام او خاطر سوکه کړه
بیا مې یادیږي د صحرا ښکلې
مینه بیداره، جنون اوکه کړه
د ( سوکه ) کلمه ډیره مروجه نه ده خو د ( اوکه ) کلمه ښایي ګڼو ته نوې وي او ( دوکه ) بیا په پیښور کې دود ده.
موږ په خپله کلیواله لهجه کې ( رند ماشوم) ته روی وایو:
کاشکې د تاندې غوټۍ نفس وای
یا د کوم روي ماشوم هوس وای
یا په دې ستړې سپیره بهیر کې
د اوږدو ورکو لارو جرس وای
دغه ډول ځیني نور نوي کلمات هم د مرحوم پسرلي د پسته اور په څلوریزو کې شته، لکه د واڼې کلمه:
توفان څه پوښتې د ګل له پاڼې
چې په شبنم یې ختلې واڼې
موږ توفانو ته قدرت کړو غوره
د سیل په خوله کې پراته وي کاڼې
چې ماشومان وو او له کلي به زاړه راغلل نو زموږ شوخي ته به یې زړونه په تنګ شو. له هغوی مې اوریدلي وو چې ویل به یې، جار مو شم پکو مو کړم. د پکو په کلمه هغه وخت نه پوهیدم موږ به په کور کې ورته په عذاب ویل خو وروسته مې سر پرې خلاص شو. د شاعر په یوې څلوریزې کې دغه کلمه د تاکید او داخلي موسیقي لپاره تکرار راغلې ده:
چیرته یې؟ څه شوې؟ راځه جنونه!
کسات مې واخله له نن پرونه
نیمګړي هوش مې خراب تراب کړم
پکو پکو یم له دې ژوندونه
د ( پکو ) کلمه په یوه بلې څلوریزې کې هم تکرار استعمال شوې:
پکو پکو یوو واړه له ژونده
په ژوند کې نشته څه لطف او خونده
باران ته ګوري چې نه ماتیږي
په سمندر کې د صدف تنده
موږ په کلي کې یوه اصطلاح لرو چې پلاني ته یې دوک وراچولی. دغه د دوک کلمه هم د شاعر په څلوریزو کې شته :
لا دې اور واخیست د زړګي دوکه
په تودو اوښکو، په سوې کوکه
زړه کې مات شوی خار به څه باسي
د دردیدلې بلبل مښوکه
د ښیلی کلمه هم ګومان کوم چې نوې ده:
راسره نه ځي، نه اخلي پل زړه
ګوزڼ وهلی ستا په درشل زړه
د پښتو پور دی، اخر به راکړې
د دې ښیلي زړه په ځای خپل زړه
یو وخت په پوهنتون کې وم چې ومې ویل، د پلاني کړاڅي راغلي وو څوک پوه نه شو نو دستي مې پام شو چې دا خو زموږ کلیواله لهجه ده، دغه د کړاڅو کلمه چې په یو شمیر جنوبي لهجو کې د ماشوم لپاره کارول کیږي، د لاندې څلوریزې په قافیه کې ځای شوې ده:
مسته باده چې په جام کې ناڅي
اندوه به څه وي چې نه به پاڅي
زړه او دماغ به رااباسین کړي
چې غورځي پرځي ځي لکه کړاڅي
د پلار څنګ ته مې په کور کې ډیر کله د صایب دیوان پروت و، بیدل به مې هم ډیر لید، اقبال به کله ناکله څو اونۍ د صایب د دیوان پر سر ایښی و، خاقاني مې هم په یاد دی، نظیري به بیا تر خاقاني ډیر رابرسیره و او د څلوریزو په کتابونو کې به خیام، بابا طاهر عریان ….پراته وو. دغې مطالعې د مرحوم پسرلي پر څلوریزو د ژبې له اړخه اغیز کړی دی، لکه د ( حسن نظر) ترکیب په لاندې څلوریزه کې:
لکه راکیښوزي زرکې له ناوه
اوښکې مې څاڅې د زړه له تاوه
یوازې حسنِ نظر دې غواړم
د نظر حسنه د حسن نیاوه
په دې څلوریزه کې که یو ځای حسن نظر راغلی په وروستۍ مصرع کې بیا د همدې ترکیب پښتو بڼه( د نظر حسن) کاریدلې ده. خو په یوې بلې څلوریزې کې بیا یوازې فارسي ترکیب رااخیستل شوی دی:
هغه غمونه نغاړي سرور کې
دغه جاوید کړي زړونه په نور کې
اهلِ دل پوه دي تفاوت ډیر دی
په کوهِ نور او په کوهِ طور کې
که په دې څلوریزې کې ( اهل دل) استعمال شوی دی، همدې ترکیب د کوه نور او کوه طور له سرچپه صفت او موصوف سره یوځای په دې شعر کې چستي پیدا کړې ده لکه د ( نظر فریب ) ترکیب چې په دې رباعي کې ورته موسیقي زیږولې ده:
د هیلو ژونده، د هوس باله
نظر فریبه ، د بوډۍ ټاله
څنګه دې هیر کړم، څنګه دې پریږدم
د پرون یاده، د سبا خیاله
صایب چې مرحوم پسرلی به يې شعرونه ډیر لوستل، وایي:
لفظ و معنی را به تیغ از یکدګر نتوان برید
کیست صایب تا کند جانان و جان از هم جدا
ماخذونه:
۱-درانی درویش، پښتو عروض دوهم چاپ ص ۴۷ – ۲۰۰۸ زمزم پریس کراچي
2- https://blog.udemy.com/repetition-in-poetry/
۳-الدکتور امیل بدیع یعقوب، فقه اللغة العربیة وخصائصها- ىار العلم للملايين – الطبعة الثاني ( نوفمبر) ۱۹۸۶
—————————-
ديره ښکلي مقاله ده نوې مطالب اونوښتونه لري ۔