جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبکره کتنهد ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه

د ګل پاچا الفت د شعرونو منځپانګيزه او جوليزه څېړنه

ليکوال: پوهيالی عبدالعظيم صديقمل

دا د هغه اثر نوم دی چې پوهنیار سیداصغر هاشمي د تېزس په موخه لیکلی او دکابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي ورته پرې د پوهنلیک(ماسټري) ورکړې ده.

د الفت پېژندنې او څېړنې په اړه دا نوې او له ابتکاري ډکه هڅه ده. تر دې وړاندې په نوموړي(استاد الفت) چا د تېزس په موخه کار نه وه کړی. نوموړی تېزس دانش خپرندویي ټولنې له تقریظ، سریزې، لنډيز او نورو فرعي سرلیکونو پرته (۲۵۸) مخونو کې په منځنۍ کچه چاپ کړی دی.

د ارزکتنې او لارښود استاد په توګه پرې پوهنوال محمد اجان حقپال په دوو مخونو کې د کتاب ارزونه کړې ده.

دغه کتاب د پښتو ادبیاتو تاریخ په اوسنۍ دوره کې د یو با ارزښته اثر په توګه یې د پنځو ادبي ستورو په اړه په اوسمهال لیکنو کې او څېړنو کې د الفت پوهنې په هکله بې ساری دی. نوموړې څېړنه د الفت صاحب د لیکنو او پنځونو په دوو اړخونو غږیږي چې یو یې د شعرونو معنوی اړخ او بل یې شکلي.

دا څوک نشي ویلای چې په الفت څېړنه دې په دې یو کتاب کې راغونډه شي،خو دا د ویلوده چې تر دې وړاندې په استاد الفت له دې ښه څېړنه نه ده شوې.

د دې کتاب په لوستلو د الفت مینه والو دنوموړي په اړه ډېر څه زده کولای شي، لکه: د الفت ژوند، دندې، سفرونه او زوکړه. تخلیقي او تحقیقي اثار یې هم په بشپړ ډول روښانه شوي دي.همدارنګه د نوموړي د اثارو په منځپانګه دومره څرګندونې کړي چې ډېر الفت پېژندونکي ترې هم ناخبره وو. د دغې څېړنې یوه ښه او بارز ټکی دادی چې د څېړنې میتودیکه بڼه یې ډېره په زړه پورې ده، ګام پر ګام دې د الفت د لوی کلي هره یوه دروازه درته خلاصوي او ټول جواهر یې درته دنمونې په توګه ښودلای شي. ځینې داسې ټکو ته یې اشاره کړې ده چې د الفت په اثارو کې چا نه پيژندل، لکه: د ګل پاچا الفت په شعرونو کې پيداګوژیکي نظرونه، د هیواد د پرمختګ اړین توکي او د هیواد د بد مرغیو لاملونه. دا هغه سرلیکونه دي چې لیکوال ورته ډېره ښه او سیستماتیکه بڼه ورکړې ده. نوموړي دغه موضوعګانې په یو ښه چوکاټ کې اچولي دي.

د دغې څېړنې بله برخه د الفت د شعرونو جوله ده چې د الفت ټول نظمي ژانرونه پکې د بېلګو په راوړلو پېژندل شوي دي.

پاتې دې نه وي چې دغه اثر پر ادب تاریخ سربېره د ادبپوهنې او ادب تیوري په اړه هم په زړه پورې څرګندونې لري چې لیکوال پکې ډېر ځان ستړی کړی دی. او خپل ټول علمي قوت او تجربې یې پکې ازمایلي دي او دغه ښکل اثر ترې جوړ شوی دی.

کتاب په میتودیکه توګه د یو معیاري کتاب او د څېړنې د اصولو له مخې په برخو او بیا په لویو او وړو سرلیکونو په ډېر ښه توګه اوډل شوی چې په اخر کې پایله، مناقشه، پایلنیونه، پرځای او وړ وړاندیزونه او معتبرې سرچینې وړاندې شوي دي.

ګران لوستونکي او د ادب مینه والو او زده کوونکي د دغه اثر نه د یو معتبر اخځلیک په توګه ګټه اخیستلای شي او هیله مې هم ترې دا ده چې د الفت په اړه دغسې اثارو نه د یو علمي کتاب تمه کېدای شي. نو د الفت په اړه یې لوستل اړین دي.

د استاد هاشمي او نورو څېړونکیو مې هیله دا ده چې د پنځو ادبي ستورو پر بېلابېلو اړخونو دې ته ورته څېړنې وشي او دغه کتاب ځانته بېلګه کړي. په پای کې هاشمي صاحب ته د اوږد عمر او تاند قلم دعا کومه.

پوهيالی عبدالعظيم صديقمل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب