سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+شکسپیر ته منسوب اثار | راټولونه او ژباړه: غني حسن

شکسپیر ته منسوب اثار | راټولونه او ژباړه: غني حسن

لومړۍ برخه:

ویلیم شکسپیر چي د بارډ په نوم هم پیژندل کیږي، د ځینو خورا مشهورو او محبوبو  ډرامو او شعرونو مسول دئ، چي په انګلیسي ژبه کي لیکل سوي دي. موږ د شکسپیر د ژوند په اړه نه بلکي د هغه ترټولو مشهور اثارو ته کتنه کوو، او همدارنګه د لیکوال په اړه ځیني په زړه پوري او نوي خبري هم لرو د هغه د تاریخي اثارو په اړه معلومات چي ممکن نه مو يي اورېدلي په دې لنډه مقاله کي به یی مطالعه کړئ.

د شکسپیر د ډرامو کټګورۍ:

شکسپیر درې ډوله ډرامې په میراث پرې‌یښي دي لکه: تراژیدي-غمجني، کمیډي- طنزیه یا خوشالوونکي او تاریخي ډرامې دي. تراژیدي ډرامې اکثره د مرګ، درد، قربانۍ، حماسې او غم کیسې پکښي کېږي، برعکس په کمیډي یا طنزیه ډرامو کي خوشالۍ، خندا، ټوکي او مسخرې وي او د شکسپیر تاریخي ډرامو او اثارو کي بیا د تاریخ برخه وي، پاچاهانو، جګړو، شتمنیو، لاسته راوړنو او پکښي د وختونو ډراماتیک منعکس کېږي.

که څه هم د شکسپیر اکثره ډرامې دقیقې نیټې نه لري؛ خو د هغه هره ډرامه د هغه وخت له حالاتو درک کېدای سي، د شکسپیر شاهي بنسټ د هغي ټولي ډرامې موږ ته په اټکلونو سره وړاندي کوي. د شکسپیر د ډرامو (لومړنۍ فولیو) یا ټولګي نسخه په 1623 کي د لومړي وار د پاره خپره سوه.

لومړی فولیو: د ویلیم شکسپیر د ډرامو لومړنۍ راټولي سوي نسخې ته اشاره کوي چي په 1623 کي خپره سوې ده. دا په انګلیسي ادب کي یو له خورا مهم او اغیزمنو کتابونو څخه شمېرل کېږي. په لومړي فولیو کي د شکسپیر 36 ډرامې شاملي دي.

لومړی فولیو د جان هیمینګز او هینري کانډیل لخوا ترتیب سوی وه، دوی دواړو لوبغاړو چي د شکسپیر سره نژدې کار کړی و. په ګډه د شکسپير ډرامې تنظیم او ایډیټ کړې. د دوی د هڅو پرته ممکن د شکسپیر ډیر تاریخی اثار   ورک سوي وای او ځيني ځکه ورک دي، چي لا تر اوسه ځيني ډراماتیک، تراژیدي، کمیډي او تاریخي ډرامې شکسپير ته منسوب سوي ديؤ ځکه نه يي نېټه او نه هم مالوم لیکوال مالوم دئ.

د ده لومړۍ فولیو یا ټولګه خورا ارزښت لري او د هنر مینه وال او ادبپال لا هم لګیا دي په دې لټه کي دي، چي ده ته منسوب اثار راټول کړي. دا د شکسپیر د ډرامو د پوهیدو او مطالعې لپاره یوه مهمه سرچینه ګڼل کیږي، ځکه چي دا د هغه د کارونو لومړنۍ او خورا مستنده نسخه ده. په لومړۍ ټولګه کي د شکسپیر د ملګري ډرامه لیکونکي او معاصر بین جونسن لخوا لیکل سوې مخکتنه هم شامله ده، چي د شکسپیر د ژوند په اړه د معلوماتو له سرچینو څخه یوه ده.

داسي اټکل کیږي، چي د لومړۍ ټولګي شاوخوا 750 کاپياني سته، که څه هم ټول بشپړه ندي. د خپل تاریخي اهمیت او نادریت له امله، یوه بشپړه لومړۍ ټولګه یو قیمتي ملکیت ګڼل کیږي او کولی سي په ملیونونو ډالر په لیلام کي ترلاسه کړي.

۱ـ تراژیدي اثار/ ډرامې:

ویلیم شکسپیر په دې برخه کي خورا ښه پوهیدئ، چي څنګه د تراژیدۍ په څانګه کي یو نبوغ ښکاره کړي، یو ږغ ودروي او د یوناني تراژیدۍ  یو داسي میراث پرېږدي، چي بې مثاله پاته سي او دئ هم. د شکسپیر په تراژیدیو کي د شکسپیر لخوا لیکل سوي تراژیدي اثار دادي:

  1. Titus Andronicus (1591 – 1592)
  2. Romeo and Juliet (1595 – 1596)
  3. Julius Caesar (1599)
  4. Hamlet (1600)
  5. Othello (1604)
  6. Timon of Athens (1604 – 1606)
  7. Macbeth (1606)
  8. King Lear (1605 – 1606)
  9. Antony and Cleopatra (1606 – 1607)
  10. Coriolanus (1608)

یادونه: رومیو او جیولیټ داستان یو وخت په هوډ مجله کي خپریدئ له ذهنه مي ئې ژباړن وتلی دئ، هیله ده د هنرمینه‌پالان او د هنرونو څانګي استادان او محصلین که د شکسپير مشهور نور اثار هم وژباړي زموږ د هنر نیمګړې برخه به لږ پيمانه سوې وي، له بده‌مرغه چي اوس به پوره نسي په اوسنیو حالاتو کي چي پر هنر، موسیقۍ او سینما بشپړ بندیز دئ.

کاميډي اثار:

د شکسپیر د ډرامو په لړ کي، “کامیډي” ډرامې خاص ځای لري، له خندا، خوشالیو، ودونو، او میني ډکي دا ډرامې خاص د پيغامونو څخه ډکي دي. د شکسپیر د طنزیه تیاتر بې مثاله نمونې په لاندي ډول دي.

  1. The Taming of the Shrew (1580 – 1590)
  2. The Two Gentlemen of Verona (1590s)
  3. The Comedy of Errors (1594)
  4. A Midsummer Night’s Dream (1595 – 1596)
  5. Love’s Labour’s Lost (1595 – 1596)
  6. The Merchant of Venice (1596 – 1597)
  7. The Merry Wives of Windsor (1597 – 1601)
  8. Much Ado About Nothing (1598)
  9. As You Like It (1599)
  10. Twelfth Night (1601)
  11. Troilus and Cressida (1601 – 1602)
  12. All’s Well That Ends Well (1603 – 1606)
  13. Measure for Measure (1604)
  14. Pericles, Prince of Tyre (1608)
  15. Cymbeline (1610)
  16. The Winter’s Tale (1611)
  17. The Tempest (1611)

تاریخي اثار:

په دې کي شک نسته چي شکسپیر شاهي محکمه وموندله او دې برخي ته ئې په هنري کارونو مسلسل او خورا مؤثر کار وکړ، هغه د پاچا په محکمه کي او د هغه پر وړاندي د خیانت، میني او وژني کیسې جوړي کړې چي دا خپله یو جرآت او پرځان باور دئ. موږ د دې ډرامو له لاري د وخت په تیریدو سره د دې دورې په اړه ډیر څه زده کولی سو:

  1. King John (1595 – 1597)
  2. Richard II (1595 – 1596)
  3. Richard III (1592 – 1594)
  4. Henry IV, Part 1 (1596 – 1597)
  5. Henry IV, Part 2 (1597 – 1598)
  6. Henry VI, Part 1 (1592)
  7. Henry VI, Part 2 (1591)
  8. Henry VI, Part 3 (1595)
  9. Henry V (1599)
  10. Henry VIII (1613)

شکسپیر ته منسوب اثار:

دلته یو څو ډرامې سته، چي شکسپیر ئې ممکن لیکوال وي او یا هم ده شاید شریک کار پر کړی وي. دا ډرامې یا هغه وخت ورکي سوي وې، چي وروسته بیا وموندل سوې او دقیق لیکوال یې هم مالوم نه دئ، ده ته ځکه منسوبېږي، چي د کرکټرونو، صحنو، طرز او سبک يي د ده د نورو اثارو غوندي دئ.

  1. Cardenio
  2. Edward III
  3. Love’s Labour’s Won
  4. Sir Thomas More
  5. The Two Noble Kinsmen

دغه پورته څلور ډرامې چي د ویلیم شکسپیر ته منسوب سوي دي. خو ځیني کره کتونکي په دې اند دي، چي د دې ډرامو منسوبول د هغه د نورو کارونو په څیر باوري ندي، او په دې اړه د ده  د لیکوالۍ په اړه ځیني علمي بحثونه سته او لا روان دي. په ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۲۶ مه، جنیفر چي یو مشهور نقاد او کره کتونکی دئ، په دې اړه مفصله لیکنه وکړل او ما د ده د مقالې اکثره خبري رااخیستي دي.

۱ـ کارډینیو-  Cardenio

 دغه ډرامه د یوې کیسې د محتوا پر بنسټ  داسي انګیرل کیږي، چي د شکسپیر او جان فلیچر ترمنځ یو ګډ هنري کار و. له بده مرغه، د کارډینیو هیڅ بشپړ لاسوند یا چاپ سوې نسخه نه ده پاتي، نو موږ چي ده ته ئې منسوب نه کړو د چا ئې وبولو؟

۲ـ اډوارډ-  Edward III

یوه تاریخي ډرامه ده، چي په لومړي ځل په 1596 کي په نامعلوم ډول خپره سوه، مګر ډیری پوهان اوس په دې باور دي، چي شکسپیر د دې په جوړښت کي د پام وړ لاس درلود.

۳ـ دلب لیبر وون  – Love’s Labour’s Won

یو سرلیک دی چي په ځیني معاصر ریکارډونو کي څرګندیږي مګر د دې دقیق سرلیک سره هیڅ نه دي پاتي. ځیني ​​پوهان اټکل کوي چي دا ممکن د موجوده ډرامې/نندارې لپاره بدیل سرلیک وي، شاید یو ورک سوی کار یا د پیژندل سوي نندارې لومړنۍ نسخه وي. په دې اړه روان بحث او قیاسونه روان دي، چي د میني لیبرز وون کومي نندارې ته اشاره کوي، او که دا په بشپړه ډول جلا نننداره ده.

۴ـ سر توماس مور – Sir Thomas More

دا هم یوه ډرامه ده، چي په څو نسخو کي ځای پرځای سوې ده، چي یوه یې د شکسپیر لخوا لیکل سوې، اما ځیني صحنې چي پکښي شاملي دي دا د شکسپیر په ګډون د ډیرو نورو ډرامه لیکونکو لخوا یو ګډ کار دی او د ډرامې په جوړښت کي د هغو ونډه د یادوني وړ ده.

۵ـ ټو نوبل کنزمین – The Two Noble Kinsmen

 دا ډرامه دوو  ویلیم شکسپیر او جان فلیچر دواړو ته منسوبه  سوې ده. دا په لومړي ځل په 1634 کي د شکسپیر له مړیني وروسته خپره سوه.

شکسپیر یو تکړه ډرامه لیکونکی:

شکسپیر څو ډرامې لیکلي دي؟ ډیری پوهان پر دې موافق دي، چي هغه لږترلږه 37 ډرامې لیکلي دي. خو نوي بحثونه او کره کتونکي دا شمېره لوړ بیايي تقریبن ځیني یی ۴۲ او ځیني یی تر دې هم لوړه ښيي. په هرصورت، یا دا چي ممکن د هغه اثار ورک سوي یا په کمزوري ډول مستند سوي وي، هیڅوک سم په اګاه نه دي، چي شکسپیر څوندي ډرامې لیکلي دي.

په 17 پیړۍ کي داسي وویل سول، چي ټوليډرامې، اثار او نور هنري کارونه مخکي له دې چي خپاره سي باید ثبت سي، خو د دې لپاره چي سانسور نسي شکسپیر هیڅ کله هم خپل اثار ثبت نه کړل او خپاره نه کړل. د هغه هیڅ ډرامه خپره نه سوه، نو هیڅ یوه یې ثبت نه ول. ځیني ​​​​یې د غیر مجاز خپرونکو لخوا خپرې سوې، ځکه چي په هغه وخت کي د کاپي حق/کاپي رايټ قانون نه و، مګر دوی د شکسپیر چي د د اپریل په 23، 1616 کي  مړ سوی، شاوخوا اوه کاله وروسته یعني په 1623 کي د هغه لومړۍ ټولګه خپره کړل.

جان هیمینګز او هینري کانډیل، د لارډ چیمبرلین مین کي د شکسپیر دوه ملګري لوبغاړي ول، د شکسپیر 36 ډرامې ئې راټولي کړې او په لومړي فولیو کي یې خپرې کړې.

یادونه: پیریکلز، د ټایر پرنس یوازینۍ ډرامه ده چي شکسپیر ته منسوبه ​​ده، خو په لومړي فولیو کي نه وه خپره سوې. په دوهمه برخه کي د شکسپیر او د هغه د اثاارو د بریالیتوب برخه څېړو.

 د شکسپیر د هنري او تراژیدي ډرامو د لړۍ څخه دغه ( Hamlet (1600)یوه نمونه پر لاندي لینک کتلای سئ، چي د باب جونس پوهنتون محصلینو لخوا  Bob Jones University

لارښود يي: Directed by Paul Radford

سټیج او میکیاژر لارښود: Set and Costume Design by Jeffrey Stegall

لایټ یا د څراغونو لارښود: Lighting design by Richard Streeter

رسمي لینک: http://www.bju.edu

یوټوب چینل لینک:

https://www.youtube.com/watch?v=Oq5HKX1vicM

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب