شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو کابل کې د داعش خلاف د عملیاتو خبر ورکړ

طالبانو کابل کې د داعش خلاف د عملیاتو خبر ورکړ

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۲۵ مه)  باختر خبري اژانس د طالبانو له قوله ویلي، چې د کابل  په بګراميو یې د داعش خلاف عملیات کړي.

باختر اژانس ویلي، چې دغه عملیات په میرویس ښارګوټي کې د داعش پر یوه پټنځي شوي دي.

باختر په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي ،خو خبري سرچينې وايي چې دغه عمليات د داعش د دوو تنو غړو په وژل کيدو سره پاى ته رسیدلي.

دا په وروستیو میاشتو کې دویم ځل دی چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د داعش پر پټنځایونو د عملیاتو اعلان کړی دی.

طالبان ټینګار کوي چې داعش په افغانستان کې څرګند حضور نه لري او په هیڅ سیمه کنټرول نه لري او دوی یې جدي ګواښ نه بولي.

له دې سره، د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه وخت په وخت په افغانستان کې د داعش د پياوړتیا ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب