پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+د جګړې کیسه څه وايي؟ | ایمل پسرلی

د جګړې کیسه څه وايي؟ | ایمل پسرلی

ایټالیایي لیکوال لوېجي پيرانډیلو په ۱۹۳۴ کال کې، تر مړینې دوه کاله وړاندې د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله. دی په ۱۸۶۷ کال په سیسیلي کې وزېږېد. ناولونه، لنډې کیسې او ډرامې یې لیکلې. فلسفه یې لوستې وه، د نوبل جایزې ورکوونکو د ده په لیکنو وویل چې د هویت، د رښتیا او درواغو ترمنځ ناڅرګندتیا او د انسان رواني حالت ډېر یادوي. د جګړې کیسه یې هم د انسان د رواني حالت ښه بېلګه ده. کیسه له انګریزي ژباړل شوې، له لوستو وروسته به پرې وغږېږو چې څه راته وايي:

جګړه

لیکوال: لويجي پیرانډیلو

هغه مساپر چې د شپې له رومه په اورګاډي کې رهي شوي وو، تر سپېده چاوده باید د فابریانو په کوچني تمځي کې ایسار وای. له دغه ځایه به یې په هغه زاړه ځایي اورګاډي کې چې سولومونا ته ځي او له لویې کرښې سره نښلي سفر ته دوام ورکاوه.

سهار، د دویمې درجې تنګې، لوګي وهلې بګۍ ته چې پنځو کسانو پکې ټوله شپه اړولې وه ، یوه چاغه ويرجنه مېرمن داسې ورننوته لکه بې ترتیبه پنډه چې چا اچولې وي. تر شا یې مېړه، ساه نیولی او په زګیرويو روان و، له ځانه وړوکی ، کمزوری سړی، چې په مخ کې یې ټکی وینه نه وه، شرمېندوکې وړې او روښانه سترګې یې بې ټېکې وې.

چې بالاخر کېناست، له هغو سپرلیو یې مننه وکړه چې د ده میرمنې ته یې د مرستې لاس او د ناستې ځای ورکړی و. بیا یې مېرمنې ته مخ ورواړاوه، د کوټ غاړه یې ورسمه کړه، پوښتنه یې مودبه وه:

  • ګرانې ښه یې؟

مېرمنې یې د کوټ غاړه بېرته داسې پورته کړه چې مخ یې پټ شي. مېړه یې لکه له ځان سره چې غږېږي، له یوې ترخې موسکا سره وبوڼېده:

  • څه بده دنیا ده.

زړه ته یې ورتېره شوه چې باید نورو سپرلیو ته د خپلې مېرمنې وضعیت روښانه کړي چې جګړې ترې یوازینی زوی وړی دی. شل کلن هلک چې دوی دواړو ټول ژوند ورته وقف کړی و. ان تر دې چې په سلومونا کې یې ورته خپل کور پرېښود او روم ته پسې ورغلل، هلته یې زوی محصل و، بیا یې په خپله خوښه جګړې ته د تګ اجازه ورکړه خو په دې ضمانت چې شپږ میاشتې به جبهې ته نه لېږل کېږي، دوی پرېښود چې په خپله خوښه جګړې ته لاړ شي. بیا یې ناڅاپه پیغام ترلاسه کړ چې ویل یې په درو ورځو کې به  جنګ ته ځي، که مخه ښه ورته وایئ باید پسې ورشئ.

ښځه په غټ کوټ کې واوښته راواوښته، د وحشي حیوان غوندې یې ستمی درلود، باوري وه چې دا ټولې خبرې به د نورو سپرلیو خواخوږي ورته پیدا نه کړي، ځکه چې هغوی به هم په ورته حالت کې وي. په سپرلیو کې یوه کس چې ټینګ غوږ یې نیولی و، وویل:

  • د خدای شکر باسه چې زوی دې ایله اوس جبهې ته ځي. زما زوی د جنګ په لومړۍ ورځ لېږل شوی و. دوه واره ټپي راغلی خو بیا یې ولېږه.

یوه بل مساپر وویل:
– او زه څرنګه؟ دوه زامن او درې ورېرونه مې په لومړۍ کرښه کې دي.

مېړه یې ورو وویل:

  • شاید، خو زموږ بیا همدا ایکي یو زوی دی.
  • نو څه؟ یو زوی خو په ډېر ناز خرابولی شې، خو که نور اولادونه دې لرلی بیا به دې هم تر دې ډېره مینه له زوی سره نه کوله، د مور او پلار مینه خو ډوډۍ نه ده چې ټوک ټوک یې کړې او مساوي برخې یې وویشې. پلار ټولو اولادونو ته یو ډول مینه ورکوي، فرق پکې نه کوي، که یو وي که لس وي، اوس چې زه د دوو اولادونو درد احساسوم داسې نه ده چې نیم درد د یوه او نیم د بل دی، بلکې یو په دوه درد دی.

زهیر شوي مېړه اسوېلی وکړ:

  • رښتیا ده، رښتیا ده، خو فرض کړه، البته موږ ټول له خدایه غواړو داسې ونه شي، که یو پلار دوه زامن ولري یو یې په جبهه کې ومري یو بل خو به ولري چې زړه یې پرې تکیه وي.

بل کس چې غوسه و ځواب ورکړ:

  • هو، یو زوی چې زړه یې پرې تکیه وي خو بل زوی چې باید پلار ورته وپایي، او که یو زوی وي او مري، پلار یې هم ورسره مري او جنجال ورسره خلاصېږي. نو کوم حالت بد دی؟ فکر نه کوې زما حالت به تر تا بد وي؟

یو بل مساپر چې د اوبلنو سترګو، چاغ سور مخی سړی و، مداخله وکړه:

  • هسې چټیات وایاست.

د ده ستمی و، له پړسېدلو سترګو یې ښکارېده چې زړه یې له داسې نه کنټرولېدونکي قهره ډک دی چې دی یې تاب نه لري. د چټیاتو کلمه یې بیا تکرار کړه، خولې ته یې لاس ونیوه چې د دوو لوېدلیو غاښونو ورۍ پټې کړي.

  • ایا موږ ماشومان د خپلو ګټو لپاره زېږو؟

نورو سپرلیو په درد وروکتل. هغه کس چې په لومړۍ ورځ یې زوی جبهې ته تللی و، اسوېلی وکړ:

  • ته رښتیا وایې. زموږ اولادونه زموږ نه، د وطن دي.

یوه چاغ مساپر وویل:

  • بکواس دي، کله چې ماشومان زېږوو د وطن فکر راسره وي؟ زامن مو ځکه زېږېدلي  چې باید وزېږي او چې وزېږېدل زموږ ژوند ورسره اخلي. همدا حقیقت دی. موږ د دوی یوو، دوی هېڅکله زموږ نه دي. او چې کله شل کلن شي کټ مټ هغسې شي چې موږ په همدې عمر وو. موږ هم مور او پلار درلودل خو ډېر نور شیان هم، نجونې، سېګریټ، خیال پلوونه، نوې اړېکې، او هېواد، طبعآ،  موږ چې شل کلن و که مور او پلار منع کړي هم وای موږ د هېواد لپاره حاضر وو. اوس زموږ په دغه اوسني عمر هم له وطن سره مینه ډېره ده، تر اولاد هم ډېره ده؟ په موږ کې داسې څوک دلته شته چې په خوښۍ د خپل زوی پر ځای لومړۍ کرښې ته ورشي؟

خاموشي وه، ټولو داسې سر خوځاوه لکه خبره چې یې مني، چاغ سړي خبرو ته دوام ورکړ:

  • نو بیا ولې موږ باید د شل کلنو اولادونو پر احساساتو غور وکړو؟ ایا دا طبیعي نه ده چې د دوی په عمر دوی باید له خپل هېواد سره په مینې غور وکړي. طبعآ زه د ښو هلکانو خبره کوم. له وطن سره یې باید مینه له موږ سره تر مینې ډېره وي، ایا دا طبعیي نه ده چې همداسې وي؟ اخر دوی باید موږ ته وګوري، موږ سپین ږیرو ته چې د خوځېدو نه یوو او باید په کور کښېنو. که وطن د ډوډۍ غوندې طبعیي اړتیا وي چې باید ویې خورو، کنه له لوږې مرو، نو باید یو نه یو څوک یې دفاع ته ورشي، زموږ زامن چې شل کلن شي، ورځي، دوی اوښکو ته اړتیا نه لري، که ومري ځلېږي او خوښ وي،طبعآ زه د ښوهلکانو خبره کوم. نو که څوک ځوان او خوشاله ومري چې د ژوند بدمرغه اړخ ونه ګوري، زړه تنګۍ ونه ویني، بې چاره ګۍ، بې وفایۍ او تېروتنې ونه ویني، نو نور به لا له دې حالته څه ښه وي؟ ټول باید ژړا انګولا پرېږدي، ټول باید وخاندي، لکه زه چې خاندم یا اقلآ د خدای شکرګوزاره یم، ځکه چې زما زوی تر مرګ وړاندې یو پیغام رالېږلی و او ویل یې په مرګ راضي دی ځکه چې ژوند یې هغسې پای مومي چې ده یې هیله لرله. همدا دلیل دی چې زه حتی ویر نه کوم.

خپل کمرنګه خړ کوټ یې داسې  وخوځاوه لکه خلکو ته چې یې ورښکاروي، په شونډو یې هغه ورۍ پټې کړې چې غاښونه یې ترې لوېدلي وو، سترګې یې اوبلنې خو له حرکته لوېدلې وې، په لوړ غږ یې داسې وخندل ته وا د درد غږ دی، نورو یې خبرې تایید کړې:

  • بیخې سم وایې بیخې سم.

هغه ښځه چې په کونج کې په خپل کوټ کې پټه ناسته وه، دا درې میاشتې همداسې منتظره وه او خبرې یې اورېدې، د خپل مېړه او دوستانو خبرو کې یې داسې کلمې پسې غوښتې چې د دې ژور درد ارام کړي. داسې څه چې یوه مور قانع کړي چې خپل زوی مرګ ته څه چې هسې خطرونو ته ولېږي. خو په ټولو خبرو کې دې یوه کلمه هم ونه مونده، د دې درد په دې لا ډېرېده چې فکر یې کاوه هېڅوک یې نه شي درک کولی. خو اوس د دې مساپر خبرو حیرانه او ان هېښه کړه. ناڅاپه پوه شوه چې دا د نورو غلطي نه وه چې په دې نه پوهېدل بلکې خپله د دې تېروتنه وه چې د هغو میندو پلرونو کچې ته نه رسېده چې خپل زامن یې بې ژړا او انګولا مساپرۍ ته نه بلکې حتی مرګ ته پرېښودل. دې سر پورته کړ، په ځای کې لږ مخته شوه چې د چاغ سړي خبرې لا په ښه دقت واوري ، چې څرنګه یې زوی د یوه اتل غوندې په خوښۍ د پاچا او هېواد لپاره بې له کوم ارمانه ومړ. داسې یې ګڼله چې له داسې یوې دنیا سره مخامخ شوې چې کله یې په خوب لا نه وه لیدلې، داسې دنیا چې دې نه پېژنده، خوشحاله شوه چې ټولو دې زړه ور پلار ته مبارکۍ ورکولې، هغه پلار ته چې په جرئت یې د خپل زوی د مړینې خبرې کولې. بیا یو ناڅاپه لکه هېڅ چې یې نه وي اورېدلي، لکه له خوبه چې راپاڅېدلې وي، زاړه سړي ته یې مخ ورواړاوه او ویې پوښت:

  • نو، ستا زوی په رښتیا مړ شوی؟

ټولو دې ته وکتل. زاړه کس هم دې ته مخ ورواړاوه، خپلې کڅو، اوبلنې خړې سترګې یې د دې په مخ کې ښخې کړې. غوښتل یې ځواب ورکړي خو کلماتو ورسره یاري نه کوله. ده ورته کتل او کتل، لکه همدې احمقانه پوښتې چې ورپام کړي وي چې په رښتیا یې زوی مړ شوی، د تل لپاره ترې تللی. مخ یې وځړېد، دستمال یې ورواخیست، ټول یې ګوته په غاښ کړل، په لوړ غږ یې وژړل، زړه بوږنونکې، دردونکې او بې واکه ژړا چې نه کنټرولېده. پای

جګړه څه وایي؟

د لويجي پیرانډیلو دا کیسه، جګړه، په ۱۹۱۸ کال کې خپره شوې ده. دا هغه کال دی چې لومړۍ نړیواله جګړه ختمه شوې خو د جنګ اغېز هر لور لیدل کېږي. شاوخوا شپږ نیم سوه زره ایټالیایي ځوانان په هغه جګړه کې وژل شوي وو. د پيرانډیلو کیسه، جګړه، د سرتېرو حال نه راکوي، د جګړې میدان نه راښيي، وینه مو مخته نه بهوي بلکې د میندو پلرونو نکل راته کوي چې هغې جګړې ذهناً، روحآ څومره ځپلي دي او سترګې یې ورپټې کړې دي چې نور په څه حال کې دي. په کیسه کې مور وینو چې زوی یې نوی جبهې ته لېږل شوی، دا خپل ویر نه شي پټولی، د اورګاډي نورو سپرلیو ظاهرآ برخلیک ته غاړه ایښې، درد او غم په خپل زړه کې پالي.

دا کیسه په ځینو تصویرونو کې راښيي چې جنګ څه ډول انسان ګوښی کوي، غلی کوي خو دغه حالت د پاېیدو نه دی بالاخر لکه اورشیندی غر بړاس وباسي. اورګاډي ته چې د یوه زوی مور او پلار ننوځي، مور خپل مخ پټوي، همدا تصویر د خاموشۍ او ګوښه والي سمبول دی. هغه کس چې د خپل زوی مړینه ویاړ بولي، د وطن لپاره قرباني د ځوانانو هیله ګڼي د اورشیندي غره غوندې دی چې بالاخر د ټینګې نه دی، بړاس یې وینو چې له هیچا نه پټېږي. د دغه کس وضعیت په حقیقت کې د جګړې له امله د انسان په رواني حالت راغلی ګوزار راښيي. ده ځان قانع کړی و چې ګواکې زوی یې په مرګ خوښ و، نورو ته یې هم ویل چې په داسې مړینه نو ولې څوک ویر وکړي، د اورګاډي په ډبه کې ټولو د خپل درد تله درنه بلله، د ایکي یو زوی مړینه لویه تراژیدي ده که د دوو، یا په دوو کې د یوه زوی مرګ. یعنې جنګ انسان دې حالت ته راولي چې تاوان باید ومني خو خواخوږي باید د تاوان په اندازې پورې وي.

دا کیسه راښيي چې جنګ انسان ګوښی کوي او په برسېرنو واقعیتونو یې بوخت ساتي. په اورګاډي کې ټول دردېدلي وو خو مور فکر کاوه چې نور یې نه شي درک کولی، د دې درد تر ټولو ستر دی، نورو سپرلیو هم په ویر خبرې کولې خو هر یوه د خپل زوی د مرګ پر ځای د وطن دوستۍ، له نورو سره د خپل درد د پرتلې او د ځوان شوي زوی په رول خبرې کولې، دا ټول برسېرن واقعیتونه وو د دوی اصلي درد او تاوان پکې نه و. په یو حساب دا کیسه راته وايي چې جنګ انسانان دومره په ځان کې بوخت ساتي چې له نورو سره تړاو ورته ګرانېږي.

جګړه دا هم راته وایي چې انسان خپل کړاو، خپل درد او خپل ویر پټوي، که یې خپله هم نه غواړي نور یې اړباسي چې غلي پاتې شي ځکه چې هر څوک درد لري او هېڅوک ښاد نه دی. خو کیسه یې په پای کې د هغه پلار د ژړا انګولا له لارې راښيي چې که ویر هر څومره څوک پټ وساتي یوه نه یوه ورځ به رابرسېره کېږي.

د کیسې نوم ، جګړه، ظاهرآ هغه جنګ ته اشاره ده چې په سلګونو زره ایټالیایان یې ووژل او ټوله اروپا یې د اور په لمبو کې لولپه کړه، خو د اورګاډي د ډبې تر منځ بحث هم جګړه ده. ټول دردېدلي خو د یو بل نه اوري یا نه ویني، کټ مټ هغسې چې په لومړۍ نړیوالې جګړې کې هرې غاړې یوازې له ځان سره شوی ظلم لید او د بل ویر ته یې پام نه و. لوګی وهلې ډبه او په کې ټوله شپه ایسار خلک هم د جنګ تصویر راکوي، اور لوګی جوړوي او انسان په تیاره کې ساتي. د روم له ښاره سفر هم بې ځایه نه دی کارېدلی. ولې د ایټالیا له بل ښاره دا کیسه نه پیلېده؟  له رومه حرکت زما لپاره د روم سلطنت ته اشاره ده، رومیانو به له رومه لښکرې روانولې، خو اوس لښکرې نه بلکې میندې پلرونه له دغه ښاره روان دي چې خپل ژوبل شوي یا مړه شوي اولادونه وویني. په یو حساب د دغه ښار انتخاب هم جګړې ته اشاره ده. ښه کیسه په هر تصویر په هره خبره کې عمومي تیم او پیام ته اشارې کوي.

زما لپاره ښه کیسه هغه وي چې له لوستو وروسته پوښتنې راته پیدا کړي. دا کیسه مې له ګڼو پوښتنو سره پرېږدي، ایا ان د هغې جګړې له امله درد د منلو دی چې شاید په ښه دلیل پیل شوې یا روانه وي؟ ایا کومه مور یا پلار په رښتیا هم د وطن دوستۍ لپاره د خپل زوی مرګ منلی شي؟ ایا د جګړې پر وخت د زړه ورتوب دعوې رښتینې دي او که مجبوریت دی چې انسان یې مني؟ دا کیسه د دغو پوښتنو ځواب نه راکوي بلکې لوستونکی هڅوي چې خپله پرې فکر وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب