Homeخبرونهبلوچستان کې چاودنې درې تنه ووژل او ۵ ټپیان کړل

بلوچستان کې چاودنې درې تنه ووژل او ۵ ټپیان کړل

تاند【جمعه د ثور ـ غویي ۵مه】پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان په کلات کې د سړک غاړې بم چاودنې له امله د جمعيت علمای اسلام ګوند د یو مشر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د یاد ګوند مشري مولانا فضل الرحمن کوي.

د بلوچستان چارواکو ویلي، چې دغې بمي چاودنه کې ۵تنه نور ټپيان شوي دي.

که څه هم د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو له دې وړاندې پاکستان مولانا فضل الرحمن ته پرده د احتمالي برید خبرداری ورکړی دی.

له دې وړاندې هم د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند یو شمېر غړي په چاودنو او بریدونو کې په نښه او وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، روان میلادي کال پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ برخه کې دویم ځای خپل کړی، چې د تېر کال په پرتله د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو کچه ۴۵ سلنه زیاته شوې ده.

تازه یې له هند سره هم د کشمیر د پېښې پر سر کړکیچ زیات شوی او دواړه لوري له یو بل د غچ اخیستو چمتووالی نیسي.

1 COMMENT

  1. زما په نظر دا کار د پاکستان استخباراتو کړی او بلوڅ بیلتون پال غورځنګ د پاکستان پوځ کسانو باندې تل برید کوی او دا ډول بریدونه لکه په مولوی شاکر او حقانیه مدرسی مهتمم باندې او فضل الرحمن دګوند په غړو یی کړي پدې کې د پاکستان پوځ او استخباراتو ISI لاس ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...