پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهکندهار: د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې ۷ تنه مړه...

کندهار: د یوه کور د چت لوېدو پېښه کې ۷ تنه مړه او ژوبل شوي

تاند【جمعه د ثور ـ غویي ۵مه】‏د کندهار ولایت ۱۵ مه امنیتي حوزه کې د یوه کور د چت لوېدو له امله ۷ تنه مړه او ژوبل شوي دي.

په دې پېښه کې یوه ماشومه مړه شوې او ۶ نور ماشومان ژوبل شوي دي.

کندهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي چارواکي وایي، چې پېښه پرون پنجشنبه په یوه کور کې د مېلمستیا پر مهال شوې ده.

د چت د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د یادونې ده چې تېره اوونې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د تېز باد او توپان له امله د یو کور چت لوېدو پېښه کې ۳ ماشومان مړه او ۱ بل ټپي شوی و.

د افغانستان په ولایتونو کې لرې پرتې سیمې وخت ناوخته د تېزو بادونو او بارانونو پرمهال د ورته پېښو شاهدان وي.

1 COMMENT

  1. وا وروره وا خبریاله خدای ته وګوره چې داسې د خلکو مغز مه خرابوئ.‌
    رسول ته وګورئ داسې کار مه کوئ. اول د لوستونکي سترګې په عنوان لګېږي. تا ورته غټ لیکلي وي چې ۷ مړه شول. په اوله کرښه کې بیا ورته تکراروې چې ۷ مړه دي. له هغه وروسته تفصیل ورکوې چې نه یوه ماشومه مړه ده او نور زخمیان دي. ولې داسې نه لیکې چې (…‌یو تن مړ او څو ټپیان شول)
    دا اصلا میډیایي ترهګري ده چې تاسو یې کوئ او خلک ترهوئ. تاند خو دومره هم خوار نه و چې د لوستونکو د ډېرولو لباره داسې چټیات ولیکي. خدای خبر څه تندر پرې را پرېوت چې داسې چټیاتو لیکلو ته یې مخه کړله.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب