Homeخبرونهاقتصادي خبرونهقزاقستان په افغانستان کې د کانونو استخراج له نورستانه پیلوي

قزاقستان په افغانستان کې د کانونو استخراج له نورستانه پیلوي

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۵ مه) د قزاقستان جیالوجیستانو په افغانستان کې د کان کیندنې د احتمالي سیمو لټون پیل کړی، او په لومړي پړاو کې غواړي چې په نورستان ولایت کې کار پیل کړي.

د ټایمز اف سنټرا ایشیا ورځپاڼې د راپور له مخې، دا نوښت د قزاقستان د هغو پراخو هڅو برخه ده چې غواړي د کان کیندنې له درکه ګټې پراخې او له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

د قزاقستان د ملي اقتصاد وزارت په وینا، د اپرېل میاشتې په منځ کې، د جیالوجیستانو او انجنیرانو یوې ډلې له قزاقستان څخه افغانستان ته سفر وکړ. د دې سفر پر مهال، متخصصانو له نورستان ولایت څخه د بېریلیم، سربو، او زینک له زیرمو څخه ۱۳۰ کیلوګرامه نمونې راټولې کړې. ټاکل شوې چې دا نمونې د لابراتواري تحلیل لپاره قزاقستان ته واستول شي. که پایلې مثبتې وي، نو قزاقستان به د دغو زیرمو د پراختیا په اړه د ژورو خبرو دوهم پړاو ته داخل شي.

نورستان ولایت د خیبرپښتونخوا، لغمان، کونړ، بدخشان او پنجشېر ولایتونو ترمنځ د هندوکش غرونو په جنوبي څنډو کې پروت دی، چې مرکز یې د پارون ښار دی.

په دغه ولایت کې تر ډېره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو استخراج له مودو راهیسي دوام لري، په ځانګړي ډول د بیریل (بیروج) د بیلابیلو ډولونو. په سیمه کې لږ تر لږه ۵۵ د قیمتي ډبرو زیرمې پېژندل شوي چې یاقوت، کورډیریت، لاجورد، کنزایت، زمرد، او دانبوریټ پکې شامل دي. خو د سیس او زنک د صنعتي استخراج لپاره تر دې وړاندې هېڅ اقدام نه و شوی.

د قزاقستان جیالوجیکي سپړنې به یوازې په نورستان پورې محدودې نه وي. په کابل کې د قزاقستان د مرستیال لومړي وزیر سریک زومنګارین او د افغانستان د کانونو او پترولیم وزیر هدایت الله بدري ترمنځ د کتنې پر مهال، هوکړه وشوه چې د قزاقستان یو بل ټیم به د مې میاشتې په پای کې افغانستان ته سفر وکړي. افغان لوري هم چمتووالی وښود چې له قزاق شرکتونو سره د تایید شویو معدني زیرمو معلومات شریک کړي.

زومنګارین وویل: “نن ورځ د قزاقستان د استخراج شرکتونو مسلکي ظرفیت جوړ کړی چې په جیالوجیکي سپړنه، کان کیندنه او د جامدو موادو په پروسس کې تجربه لري. دا شرکتونه غواړي د پانګونې لپاره د امید وړ زیرمې پیدا کړي.” له قزاق پلاوي سره د ERG Exploration، Kazakhmys Barlau، او Kazatomprom په څېر د سترو شرکتونو استازي ملګري وو. دواړو لورو هوکړه وکړه چې یوه ګډه تخنیکي کمېټه جوړه کړي تر څو د راولاړېدونکو موضوعاتو لپاره پر وخت بحثونه وکړي.

زومنګارین همداراز د قزاقستان–افغانستان په سوداګریز فورم کې ګډون وکړ چې پکې د قزاقستان د ۵۰ شرکتونو استازو برخه لرله. نوموړي په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې افغانستان کولای شي د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د لوژستیک مهم مرکز شي، او قزاقستان دې ته چمتو دی چې د خوراکي توکو، ټکنالوژۍ، انجنیري خدمتونو، کیمیاوي موادو او IT  یو باوري تأمینوونکی واوسي.

نوموړي زیاته کړه: “یو زړور خو عملي هدف ټاکل شوی چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو پورې لوړه شي. د دې لپاره اړینه ده چې دوامداره سلسلې جوړې شي، د سوداګریزو توکو تنوع پراخه شي، او د پانګونې او متشبثینو لپاره مساعد شرایط رامنځته شي.”

زومنګارین د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ته وړاندیز وکړ چې په کابل کې دې د قزاقستان سوداګریز مرکز پرانیستل شي. قزاقستان همداراز وړاندیز وکړ چې د QazTehna LLP شرکت له‌خوا جوړ شوي بسونه دې افغانستان ته صادر شي.

لکه څنګه چې د مرکزي آسیا ټایمز وړاندې راپور ورکړی، قزاقستان دا هم څېړي چې له قزاقستانه، په تیره بیا د قسطناي او الماتي له ښارونو څخه افغانستان ته موټر صادر کړي، چې امکان لري سږ کال لومړۍ جوپه واستول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...