Homeخبرونهپه کوټه کې د پاکستان ۱۰ پوځیان په چاودنه کې ووژل شول

په کوټه کې د پاکستان ۱۰ پوځیان په چاودنه کې ووژل شول

تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۵ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، په کوټه کې یې لس پاکستاني پوځیان د سړک د غاړې د چاودونکو موادو په برید کې وژلي دي.

دې بېلتون غوښتونکې ډلې نن رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، جنګیالیو یې د کوټې په لمنه کې د ریموټ کنټرول په وسیله د پاکستاني ځواکونو د کاروان په لاره کې چاودېدونکي مواد وچاودول چې په نتیجه کې یې د دوی د دښمن یوه نقلیه وسیله په بشپړ ډول ویجاړه شوه او په هغې کې ټول لس تنه سپاره پوځیان ووژل شول.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د وژل شویو پاکستاني پوځیانو نومونه هم اعلان کړي.

تر دې مخکې نن د کوټې د پولیسو یوه چارواکي د څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبره کړې وه.

اسوشیتد پریس اژانس په کوټه کې د پولیسو د مشر نوید احمد په وینا په دې چاودنه کې د درې نورو سرتیرو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی و.

2 COMMENTS

  1. B L A ZENDAH BAAD WE LOVE YOU/WE PRAY FOR YOU.
    YOU HAVE RIGHT OF FREEDOM.
    I WANT MORE SUCCESS AND VICTORY FOR YOU FROM AL LAH.
    AL LAH KEEP YOU SAFE amin

  2. او مردار شوي چې بيا سرکوزي دله مزدور ګلخانان وي، خوند يې څوبرابره کيږي. 😁
    د بلوچستان آزادۍ پوځ ته سلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...