پنجشنبه, مې 22, 2025
Home+هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي |پوهاند دودیال

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي |پوهاند دودیال

(څلورمه برخه)

د اقتصاد د پوهنځیو ګرانو محصلانو پوښتنه کړی ده چې نور د ناامنی خطر له منځه تللی، د پرمختیا او اقتصادي ودې لپاره څه کول په کار دي؟ د ( آزادی رادیو) د تجارت په اړه پوښتنې کړې وې. په دې اړه څو ټکي رایاد شول:

هغه څه چې اوس موږ ته لومړیتوب لری دانکشافي/پرمختیایی پروژو (Development Project) طرح او تطبیق کول، په صنعتی پانګې د تجارتي پانګې بدلول او د خدماتو ترڅنګ د اجناسو تولید ته پام اړول دي، دا ځکه زموږ بهرنۍ سوداګري بشپړه کسر سره مخامخ او دخدماتو سکتور مشبوع، خو مولد سکتورونه مو خوار پاتې دي. فعلي شرایطو کې سرحداتو کې ګاونډیو سره(سرحدی بازارونه جوړول) یا د بهرنیو له خوا دهېواد دننه د هغوی د استهلاکي تولیداتو لپاره نندارتون او غُرفی دایرول او ورسره پریمانه قراردادونه لاسلیکول باید لومړیتوب نه وي.  بلکې لومړیتوب د پرمختیایی ملی پروژو عملی کول دي.

دلته د انکشافي/پرمختیایی پروژو یادونه وشوه. غوره ده د نن بحث فقط همدې ډول پروژو اود دغو پروژو انکشافی  اهدافو ته ځانګړی(مختص) کړو، نو:

پرمختیایي اقتصادی پروژې کومې دي؟ دا هغه زیربنایی اقتصادي پروژې دي چې عموماً د عامه رفاه لپاره طرح کيږي. دغه ډول پروژو ته له عامه(public) نظره کتل کیږي،  نه د خصوصي سرمايګذارې له پلوه ! يعنې دا ډول پروژې ماکرو اهداف لري . دا منو چې ممکن یو شمیر انکشافی پروژې به لنډه موده(یو- دوو کلو) کی حاصل( output) ونه لري او زود ثمره به نه وي، نو صبرته اړتیا لري، خو پایله یې ډېره عالي وي. بل توپیر یې له عادي پروژو سره دا دی،چې دا عام المنفعه دي، حال دا چې عادي پروژې د خصوصي سکتور له خوا سرمايګذاري کيږي. عادي پروژه کې د خدماتو او اجناسو د عرضه کوونکو رجحان اعظمي مفاد ( نافعيت) وي، خو د مستهلک يا تقاضا کوونکي رجحان کيفيت وي، حال دا چې په انکشافي پروژه کې رجحان عمومي رفاه يا اجتماعي هوساينه (Social Welfare) ده. عامه پرمختايي پروژې داسې تعريفولاى شو:

عامه نکشافي پروژې هغه توليدي يا خدماتي واحدونه دي چې په يوه ځانګړې زماني مقطع کې ديوه يا څو هدفونو لپاره فعاليت کوي چې له يوې خوا منابعو( input) ته اړتيا لري، له بلې خوا يوه پايله( output) او مفيديت لري، د دغه ډول پروژو موخه د عامه ګټو لوړول او د خلکو هوساينه وي.

ضرور دا وه چې لومړی مو باید اقتصادی پروژه پېژندلې وای ، نو دلته به یی تعریف کړو:

اقتصادي پروژه هغه فعالیت یا د فعالیتونو مجموعه ده چی له یوې خوا عامل او له بلې خوا حاصل ولري. دا د ملی پرمختیایي پلانو اجزاوې وي.

په اقتصاد کې پروژه د ټاکلې مودې په ترڅ کې د داسې هڅو ترلاسه لاندې نيول دي، چې يو ځانګړى توليد ورڅخه ترلاسه يا يو خدمت ترسره شي.

د پروژې په هکله بیلابېل تعریفونه وړاندې شوي دي چې دلته یې لومړۍ لغوی مانا او بیا اصطلاحي تعریفات راوړو:

  • د Projectلغوی مانا پراخول ، ریښتینی کول ، د عمل ډګرته راوستل او تحقق ورکول دي چې د لاتیني ژبې له (Proiacere) څخه اخستل شوی په لاتین کی pre معنی مخکی او iacere د اچولو معنی ورکوي، چی ورو ورو د انګلیسی ژبی Project ته اوښتی او په دری او پښتو ژبه کی ورته (پروژه) وایی. پرجکتور چې یوه تخنیکی وسیله ده، هم له همدې څخه مشتق ده.

په اصطلاح کې:

  • پروژه په یوه ټاکلې دوره کې د ټاکلې بودجې په اساس هدف یا اهدافو ته د رسیدو په خاطر د منابعو تجمع ده.
  • پروژه په یوه ټاکلې دوره کې د داسې هڅو تر لاس لاندې نیول دي چې یو ځانګړی تولید یا خدمت ورڅخه په لاس راځي. د پرمختیایی پروژو موخه د پرمختیایی اهدافو تر لاسه کول دي. پرمختیایی اهداف  دا دي:
  • د اقتصادي ودې چټکوالى،
  • د محصولاتو او صنعتي ظرفيتونو لوړوالى،
  • اصلاحات ارضي (د نویو ځمکو کر ته چمتو کول او تر کښت لاندې راوستل، زهکشي، د خاورو اصلاح او اوبه خور سیستم جوړول)،
  • د خامو صنعتي موادو د توليد په منظور د زراعتي توليداتو زياتوالى،
  • د دولت د عوايدو او پانګونې په برخو کې زياتوالى او په خصوصي ساحو کې د مولدې سرمايه ګذاري او پس اندازونو تشويق،
  • د بېکارۍ رفع کول يا تقليل،
  • د مېشت کولو او په تدریج د ښارونو د پراختیا دبرنامو اجرا او د کلیوالی نفوس د کیفیت ښه کول،
  • د عامې روغتيا د خدماتو او مصارفو تامين ،د افرادو د مولديت د سطحې د اوچتوالي په منظور بشري وده او پياوړتيا،
  • د عايد لا ښه او زياته عادلانه توزېع(وېش)،
  • د مواصلاتو،مخابراتو ، ابياري او د انرژۍ په برخه کې د اقتصادي لا پراخۍ زېربنا ايجادول،
  • د مالي او پولي هماهنګو پالېسيو د تطبيق له لارې د اقتصادي نورمالو شرايطو تامين او د بيو استقرار،
  • د ملی مالی موسساتو ایجاد او پیاوړي کول،
  • د صادراتو د زياتوالي او د وارداتو د تعويض په واسطه د تادياتو د بيلانس پياوړتيا.

اوپه نهایت کې د اقتصادي استقلال او په خپل ځان د اتکا او اکتفا نسبي تامين.

(دا بحثونه دپوښتنو له مخې  دوام لري، موخه ورڅخه د ځوانانو نه مایوس کول او د دوی د پوښتنو ځوابول دي، وبه ګورو چې بل راتلونکی بحث به څه وي).

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي | پوهاندمحمدبشیر دودیال

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...