خلاصه
کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په حال کې وي. افغان کلتور د جګړو، سیاسي بدلونونو او بهرنیو یرغلونو سره سره لاهم د پرمختګ په حال کې دي، چې په علم پوهي، روغتیا، کرنه او مالداري او ځینو نورو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. افغانانو د تاریخ په اوږدو کې یوازي له خپل کلتور څخه ساتنه نه ده کړي بلکې د هغه بډاینې او پرمختګ لپاره يې نه ستړې کیدونکې هڅې کړي دي.
کلیدي ټکې: کلتور، معاصره نړۍ کې پرمختګ
سریزه
کلتور د یوې انسانې ټولنې د عقاید، دودونو، کړنوؤ هنرونو او قوانینو هغه ټولګه ده چې د همدغه انسانانو په واسطه رامنځته شوي وې. افغان کلتور له تاریخي پلو ډیره اوږده مخینه لري، چې د مختلیفو تمدونونو، قومونو او تاریخي پیښو له لاري يې وده کړي ده او ریښې يې تر اریایانو، بودایانو او زردشتیانو پوري رسیږي.
افغانانو د تاریخ په اوږدو کې یوازي له خپل کلتور څخه ساتنه نه ده کړي، بلکې د هغه بډاینې او پرمختګ لپاره يې نه ستړې کیدونکې هڅې کړي دي. په دې وروستیو لسیزو کې د افغان کلتور د پرمختګ لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري وخت په وخت نندارتونونه جوړ شوی دي. افغانان خپل کلتوري ازرښتونو ته ډیر درناوي لري. له خپل مادي او معنوي کلتور څخه يې ښه په میړانه دفاع کړي. او د پرمختګ لپاره يې ګډه هڅه تر سره کړي ده.
نن سبا خو په افغانستان کې د لاچاري پرمختګ نظریه ډیره مطرح کیږي. چې پر افغان کلتور يې مستقیم تاثیرات پریښي. په دې نظریه کې پخوانې شیان بد او حقیر ګڼل کیږي، او نویو شیانو ته ارزښت ورکول کیږي. هغه که دټولنې په ګټه وي خو ښه تر ښه او که ٍيې په زیان وې هم پروا نه لري. کلتور خو د یوې ټولنې او قوم هویت دي نو طبعي ده چې پخوانۍ ریښې به لري خو که چیر د دغې نظرې لمخي حقیر او بد وګڼل شي نو ښکاره خبره ده چې کلتور له منځه ځې.
د کلتور په له منځه تلو سره د ټولنې او قوم هویت هم له منځه ځې داسي هم نه ده چې نوي شیان دې نه رامنځته کیږي، بلکې له نویو شیانو دې هغه څه رواخیستل شي چې په هغه کې د افغان کلتور ګټه او پرمختګ نغښتې وي، او هغه څه چې زمونږ دټولنې په ګټه نه وي او یا مو کلتوري ارزښتونو ته زیان رسوي باید پریښودل شي.
په ډیره مینه او درنښت
ضیاءالرحمن ذهین
کلتور پیژندنه:
کلتور د یوې انسانې ټولنې د عقاید، دودونو، کړنوؤ هنرونو او قوانینو هغه ټولګه ده چې د همدغه انسانانو په واسطه رامنځته شوي وې.
رالف لینتون کلتور داسي تعریفوي: کلتور داسي یو مکتب دي چې په وسیله يې د ټولنې غړي خپل دودونه له یو نسل څخه بل نسل ته انتقالوي.
پورتنیو تعریفونو ته په کتو سره ویلای سو چې کلتور په ټولنه کې یو داسي یو پدیده ده چې د ټولنې او وګړو ترمنځ د اړیکو په ټنګولو کې هر اړخیر رول لوبوي. کلتور په ټوله کې په دوه ډوله ویشل کیږي چې یويې مادي کلتور دي او بل معنوي کلتور دي.
مادي کلتور: هغه کلتور ده چې لیدل کیږي او لمس کیږي او په ډیره چټکۍسره پرمختګ هم کوي.
معنوي کلتور: هغه کلتور ده چې نه لیدل کیږي او لمس کیږي د یوې ټولنې اصلي کلتور بلل کیږي. دغه کلتور نظر مادي کلتور ته هغومره په چټکۍ سره پرمختګ نه کوي ځکه دغه کلتور د ټولنې داخلي عقاید، افکار او اذهان دي نو دا طبعي خبره ده چې په اسانې پرمختګ نشي کولاي. دلته د افغان کلتور په اړه لنډ عمومي معلومات وړاندې کوو.
- اصلي ژبې: پښتو او دری
- فرعي ژبې: ازبکی، ترکمني، بلوڅي، نورستانې، پشه يې او نوري دي.
- لوي قومونه يې لکه پښتانه، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوڅ چې هر قوم يې ځانګړي دودونه، لباس او فرهنګې ارزښتونه لري.
- اکثریت يې مسلمانان دي. (اهل سنت او اهل تشیع)
- ودونه، ملمستیا، جرګې، دودیزي نڅاوي (لکه اتڼ) او مشورتي سیسټم يې له مهمو دودونو او عنعناتو څخه ګڼل کیږي. همدارنګه اخترونه، روژي، عاشورا او نورو مذهبي مراسمو ته ځانګړي درناوي لري.
- جامې د قوم او سیمي له مخې فرق لري. نارینه يې اکثره کمس، پرتوګ، لنګوټه، واسکټ او خولي اغوندې او ښځینه يې دودیز کالي، چادري،ګڼډلي او رنګینې جامې استعمالوي.
- غنی شفاهي ادبیات يې لکه متلونه، کیسي، لنډۍ او بدلي دي.
- سیمیز سازونه لکه رباب، ډول، تنبوره او داسي نور دي.
- دودیز خواړه لکه قابلي پلو، منتو، کباب، شوروا، بولانې او شوله دي.
- کلتوري ارزښتونه يې درناوي، حیا، غیرت، وفاداري او داسي نور دي.
په معاصره نړۍ کې د افغان کلتور پرمختګ
که وکتل شي افغان کلتور په اوسنۍ نړۍ کې په ځینو برخو کې تر ډیره ښه پرمختګ کړي ده. داچې یاد هیواد د اوږدې مودې لپاره د ابر قدرته هیوادونو تر مستقیم او غیر مستقیم تاثیر لاندې وو، نو دا طبعي خبره ده چې د افغان کلتور د پرمختګ په برخه کې به هتمن خنډونه موجود وو. خو داچې افغان کلتور د بدلون، دوام او نړیوالي پیژندګلوۍ یو نوي بڼه غوره کړي ده له جګړو، مهاجرتونو او سیاسي بدلونونو سره سره بیا هم افغان کلتور ژوندی، او اوس مهال په ځینو برخو کې د لا ډیر پرمختګ په حال کې ده. چې لاندې ورته په لنډ ډول اشاره کوو.
د علم او پوهي په برخه کې د افغان کلتور پرمختګ
افغان کلتور د تاریخ په اوږدو کې په علمي ډګر کې بي ساري پرمختګ کړي ده، چې اوسني مکتبونه، مدارس او پوهنتونونه يې ښکاره بیلګې دي. افغانستان ته د اسلام په راتګ سره علمي کلتور هم وده وکړه. علمي ځایونو او مدارسو ته پاملرنه د دې لامل سو چې افغان کلتور په پرمختللي او عصري علمي سیسټم باندې سمبال شي.
په لري پرتو سیمو کې د مدارسو تر څنګ د مکتبونو جوړښت، په هر کور اوکورنۍ کې د تعلیم وده او دودیدل د دې ښکاره مثال دي، چې افغان کلتور د علم او پوهي په برخه کې پرمختګ کړي ده، خو دا پرمختګ کاپي نه ده. د علمي کلتور د پرمختګ لپاره باید ټولنه د علم، کلتوري ارزښتونو او د علم په واسطه د کلتورپرمختګ په ارزښت پوه شي، او ټولنې ته دا ثابته شي چې د علم پراختیا د کلتوري او ملي پرمختګ لپاره څومره اړین دي.
د روغتیا په برخه کې د افغان کلتور پرمختګ
د افغانستان روغتیايې سیسټم له تیرو څو لسیزو راهسي د پام وړ پرمختګ کړي ده. له هغه نه وروسته چې نړیوالو سازمانو د روغتیا په برخه کې خپلي مرستې زیاتې کړي ورسره سم په ښارونو او کلیوالو سیمو کې روغتیا مرکزونه منځته راغلل. خلکو په پراخه کچه هر ډول روغتیايې اسانتیاوو ته لاس رسي پیدا کړ، هغه پخوانې درملنې چې د کلیو د سپنږیرو، مشرانو او حاکمانو لخوا به تر سره کېدلې، په عصري روغتیايې سیسټم باندې بدلي شوې چې دا د افغان روغتیايې کلتور د پرمختګ ښه مثالونه دي.
د کرنې او مالداري په برخه کې د افغان کلتور پرمختګ
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د کرنې او مالداري پر بنسټ ولاړ اقتصاد درلود/ لري. که چیري په کلتوري لحاظ ورته وکتل شي دکرنې او مالداري په برخه کې به د افغان کلتور د ښه پرمختګ شاهدان اووسو. په پخوانیو وختونو کې به د ځمکې اړولو یا یوې کول د څارویو په واسطه ترسره کیدل، همدارنګه باکیفیته تخمونو او کیمیاوې سرو شتون نه درلوده. تر ډیره به جوار یا غنم کرل کیدل، خلکو له نورو کښتونو سره بلدتیا نه درلوده، د غنمو او جوار میده کول به د څارویو په واسطه کیدل، چې دې کړنې به څو میاشتې وخت نیوو. خو په اوسنې وخت کې د کرنې د کارونو دکولو لپاره د پرمختللو ماشینونو د شتون سره سره، باکیفیته تخمونه، کیمیاوې سرې د غنمو او جوارو ترڅنګ له نورو کښتونو او حاصلاتو سره د خلکو بلدتیا هغه څه دې چې د کرنې په برخه کې د افغان کلتور د پرمختګ ښکارندوي کوي.
اوس مهال د څارویو د روزنې او پالنې لپاره پرمختللي عصري سیسټمونه کارول کېږي. مالدارانو ته د څارویو د ساتنې او پالنې لپاره وخت په وخت روزنه ورکول کیږي. د څارویو منظم واکسینونه او د ساتنې او پالنې ځایونه د پخوا په نسبت په ښه ډول ترتیب شوي چې دا چاره تر ډیره په څارویو کې د ناوړه ناروغیو د مخنیوي لامل شوي ده.
د سوداګري په برخه کې د افغان کلتور پرمختګ
داچې د افغانستان اقتصاد تر ډیره په کرنې او مالداري باندې متکی وو/ده. خو په دې وروستیو کلونو کې د سوداګري له پراختیا سره د افغانستان په اقتصاد او کلتوري وده کې هم بدلون راغلي ده. ځکه د پخوا په نسبت اوس سوداګري لپاره زمینه مساعده شوي دي.
د صادراتو کچه لوړه شوي ده، د افغانستان مهم تجارتې توکې د پخوا په نسبت په عصري سیسټم سره تر نړیوالو بازارونو پوري رسیږي. همدرانګه په افغانستان کې د تولیدې فابریکو شتون، بانکې سیسټومونه، صرافۍ او په کرښه سوادګری د افغان کلتور د پرمختګ ښکاره مثالونه دي.
د ورزش په برخه کې د افغان کلتور پرمختګ
داچې ورزش او لوبې له پخوا څخه د افغان کلتور یو برخه ګڼل کیده، خو په دې وروستیو لسیزو کې له جګړو او امنیتي ننګونو سره سره د ورزش په برخه کې دپام وړ پرمختګ کړي ده. د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې، د سپورټې بنسټونو شتون او په نړیوالو میدانونو کې د افغان لوبغاړو بریاوې، هغه څه دي چې د ورزش په برخه کې د افغان کلتور د بي ساري پرمختګ ښکارندوي کوي. افغانانو دپخوانیو دودیزو لوبو ترڅنګ اوسنۍ عصري لوبې هم د خپل کلتور برخه ګرځولي دي. چې د هغو له جملې څخه کرکیټ، فوټبال، فوټسال او والیبال د یادونې وړ دي. چې هم په ښارونو او هم کلیوالو سیمو کې په پراخه کچه ترسره کیږي.
پایله
افغانستان نږدې یو پیړې د نړۍ د دریو زبر ځواکونو تر مستقیم یرغل لاندې وو. دغو یرغلونو په هر برخه کې خپلي ستونزې تر شا پريښي دي، خو کلتور اړخ له دغو ستونزو څخه ډیر اغیزمن شوي دي. ځګه کلتور د یوې ټولنې د وګړو هغه ارزښتونه دي چې د هغې ټولنې تګلوري ټاکې. نو بناً هر یرغل کوونکې هڅه کوي چې لومړی هغه برخه تر خپل اغیز لاندې راولي کومه چې برخلیک ټاکونکې وي. افغان کلتور په ډیرو ستونزو او مشکلاتو کې لاهم د خپل پرمختګ مزل هغسي ګړندی ساتلي دي او د ډیر سیاسي او کلتوری خنډونو او یرغلونو سره سره بیا هم د پرمختګ په حال کې دي او په ځینو برخو کې يې د پام وړ پرمختګ کړي هم ده.
ماخذونه
- دوپرې، نینسي. ژباړه، یون، اسماعیل. (۱۳۸۷) افغانستان فرهنګې میراثونو ته یو کتنه. یون خپرندویه ټولنه
- غضنفر، اسدالله. (۱۳۹۶) کلتور او ټولنه. دوهم چاپ. مومند خپرندویه ټولنه. ننګرهار
- عطايی، ابراهیم. (۱۳۴۴) هلمند د کلتور په ساحه کې.
- تسکین، فرید احمد. (۲۰۱۳) د غربي کلتور پلي کیدل او زمونږ چوپتیا. پکتیا said-afghani.org
- هاشمي، پوهنمل سید اضغر. (۱۴۰۳) پرافغانې فرهنګ د رسنیو بدي اغیزي nunn,asia.com
- افغان کلتور wikipedia.com