تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) هغه ځیرکې عینکې چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته ډیزاین شوې دي، اوس نابینایانو ته دا توان ورکوي چې له لکړې، لارښوود سپي یا د بل چا له مرستې پرته، خپل مسیر پیدا کړي.
څېړونکي وایي، ډېر هغه وسایل چې اوس موجود دي، نه یوازې دا چې له نابینا کسانو سره زیاته مرسته نه کوي، بلکې ځینې وختونه په خپله هم خنډ کېږي. دوی غوښتل یو داسې سیستم جوړ کړي چې نابینا کاروونکي پکې د ظاهري بڼې او فعالیت له مخې له بینا خلکو سره توپیر و نه لري.
د همدې لپاره د ساینسپوهانو یوې ډلې داسې عینکې ډیزاین کړې دي چې د شېبه په شېبه لارښوونو په استولو سره نابینا کسانو ته دا وړتیا ورکوي چې پرته له بل چا، خپل لوری ومومي او خوندي حرکت وکړي.
دا عینکې څنګه کار کوي؟
د چین د «شانګهای جیاو تونګ» پوهنتون څېړونکو، یو کوچنی کمپیوټر چې د مصنوعي ځیرکتیا سافټویر لري، د ګوګل د ځیرکو عینکو پر یوه لومړني ماډل نصب کړی دی — دا هغه ماډل دی چې تولید یې په ۲۰۲۳ کې بند شوی و.
دا سیستم د شاوخوا چاپېریال ارزونه کوي، اړین معلومات سمدستي کاروونکي ته لیږي او که کوم خنډ مخې ته وي، کاروونکی له ټکر مخکې خبروي. د دې پروژې یوه څېړونکې ليلي ګو وايي: «د عینکو کامره د مخې عکس اخلي او دغه تصویرونه کوچني کمپیوټر ته استوي. که مثلاً په عکس کې څوکۍ ښکاره شي، د هغې ځای مشخصېږي. کله چې کاروونکی یو قدم اخلي، د څوکۍ موقعیت په نوې بڼه لیږل کېږي، څو حرکت یې ګام پر ګام خوندي وي.»
دا کوچنی کمپیوټر د یو بانکي کارت په اندازه دی، او نه یې بڼه او نه یې وزن دومره دی چې د کاروونکي حرکت ته خنډ جوړ کړي.
مصنوعي پوستکی له ځیرک سینسور سره
څېړونکو همداراز یوه داسې ماده هم جوړه کړې چې «مصنوعي پوستکی» بلل کېږي او پکې داسې سینسور ځای پر ځای شوی چې کله نابینا کس کوم خنډ ته نژدې شي، خبر ورکړي.
دا خبرتیاوې د هډوکو د لېږد (bone conduction) له لارې انتقالېږي — یو داسې تخنیک چې غږیز ارتعاشات د ککرۍ د هډوکو له لارې دننه غوږ ته رسوي.
دا تکنالوژي حتی هغه وخت هم کار کوي چې د غوږ لاره بنده وي، ځکه غږیز ارتعاشات له هډوکو په مستقیم ډول دننه غوږ ته رسېږي.
دا مصنوعي پوستکی غځېدونکی خاصیت لري او ضخامت یې یوازې له ۰.۱ تر ۰.۲ میلیمتره پورې دی. البته دا سینسور د مصنوعي ځیرکتیا له سافټویر سره په مستقیة دول نه دي نښلول شوی.
ليلي ګو زیاتوي: «موږ ته یوازې دا مهمه ده چې خنډ شته که نه. دا چې دا مستقیم وصل وي که نه، د کاروونکي د خوندیتوب لپاره دومره اهمیت نه لري.»
یو لوی ګام د لا زیاتو خپلواکۍ پر لور
د اروپا د نابینا کسانو اتحادیه وايي، تر ۳۰ میلیونه زیات کسان په اروپا کې له بینايي ستونزو سره ژوند کوي — یعنې له هرو ۳۰ کسانو یو کس نابینا یا کمبینا دی.
د جوړوونکو په وینا، اوسني وسایل ډېر وخت په خپله د نابینا کسانو لپاره خنډ ګرځي، او هدف دا و چې داسې سیستم جوړ کړي چې کاروونکی یې له بینا کس سره توپیر ونه لري.
فعلاً، د لارښوود سپي په څېر انتخابونه ډېر لګښت لري؛ ځینې سرچینې وايي د یوه سپي روزنه تر ۶۰ زرو یورو پورې لګښت لري.
کریس لوییس، چې د مخابراتو او لاسرسي چارو خپلواک شنونکی دی، وايي: «ډېر کسان چې د نظر ستونزې لري، غواړي تر ډېره حده خپلواک پاتې شي. دا چې کامره د عینکو پر سر نصب شي او معلومات د غوږ له لارې او هم د لامسه بڼې له لارې انتقال شي، یو ستر پرمختګ دی.»
هغه زیاتوي چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د تکنالوژۍ د پراخېدو له امله، دا وسایل ارزانه شوي او اوس ډېر خلک، په تېره بیا معلولان، ترې استفاده کولای شي.
د دې پروژې څېړنیز ټیم هیله لري چې په راتلونکي کې به لا کوچنۍ کامرې جوړې کړي، چې آن د عینکې د لینز پر سر هم نصبېدلی شي.