ليکوال: صديق الله بدر
ګڼې لنډې کيسې او ناولونه، چې په زړه پورې نه ايسي او په پوره توګه زموږه توجه نه شي جلبولای، يو لوی علت يې دا دی، چې نثري اسلوبو ته په کې لکه څنګه، چې ښايي پاملرنه نه کېږي او مقاله يې تون لري. لوی ليکوال هڅه کوي، چې پخپلو هستونو کې خپل پيغام په ښکلي او تصويري بڼه انتقال کړي. د دوی هدف دا وي، چې د ښکلو او تصويري جملو په ليکلو سره يو څه زموږ سترګو ته ودروي او کومه صحنه، چې انځوروي هغه په هماغه بڼه احساس کړو.
دلته بيا هم څو شيبې پر پښتو كيسه ليكنې تم كېږو او د پښتو كيسه ليكنې يوه داسې ځوانه څېره درپېژنو، چې لومړى يو څه تجربه کوي او بيا د خيال په مټ يې راپنځوي:(( اكثر يوه كيسه مې اورېدلې او يا لېدلې ده، بيا مې خيال او د ليکوالۍ هنر ورسره ملګری کړی دی. يعنې وچ په وچه هغسې مې نه دي رااخیستي، چې خلکو راته ويلي دي.))
دا ځوان كيسه ليكونكى ښاغلی نصير احمد احمدي دى، چې له لسو كلونو راپدېخوا يې په كيسه ليكلو پيل كړى او په ډېره مينه پر دغه لار درومي. د احمدي لوی کمال دا دی، چې پخپلو هستونو کې په بشپړه توګه نثري اسلوبو ته پاملرنه کوي او د خپلې هرې جملې د ليکلو په وړاندې د مسووليت احساس کوي، ښايي همدا علت دی، چې د ده د کيسو او ناولونو نثر تصويري خصوصيت لري.
پېژندنه
((نصير احمد احمدي د ښاغلي فتح الله احمدي زوى په ۱۳۵۴ لمريز كال د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د ملك غلام رسول په كلا كې زېږېدلى دى. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د كابل د حبيبيې په لېسه كې تر سره او په ١٣٨٥ لمريز كې د كندهار پوهنتون د كرنې په پوهنځي كې په لوړو زده كړو پيل وكړ، خو د ځينو ستونزو له كبله يې لوړې زده کړې نيمګړې پاتې شوې او د ((ډي آى اې )) په نامه يوه كرنيزه موسسه كې يې په دنده پيل وكړ. په نوموړې موسسه كې تر يو يو نيم كال كار وروسته پخپل كلي كې د ښوونكي دنده مخته يوړه او له ۲۰۰۱ ميلادي نه راپه دې خوا د بي بي سي راډيو په تعليمي برخه كې د ژورنالست په توګه دنده سرته رسوي.
احمدي لس كاله دمخه كيسه ليكلو ته مخه كړې: (( تقريبا لس يوولس کاله پخوا مې له كيسو سره مينه پيدا شوه، کله چې به مې کومه مجله پيدا کړه، نو لومړی به مې د هغه په فهرست کې کيسې لټولې، اوس هم، چې کومه مجله مې لاس ته راځي، لومړی کيسې په کې ګورمه.))
احمدي وايي، چې په خيال کې به يې هم دا نه ګرځېدل، چې يو وخت به پخپله هم کيسې وليکي: (( يو وخت زما مشر ورور يوه سوژه پيدا کړې وه، په کوټه کې سره ناست وو، راته يې وويل، چې داسې يو ليکوال نه پېژنې، چې لنډې کيسې ليکي؟ ما وويل نه. هغه، سوژه راته وويله. له ځان سره مې وويل راځه پخپله يو څه ورباندې جوړ کړه. قلم او کاغذ مې راواخيست او يو څه مې ترې جوړ کړ. هغه وخت پسرلی صاحب زموږ کلي ته راغی، دا کيسه مې وروړله، که څه هم په کيسه کې ډېرې نيمګړتياوې وې، ځکه زما لومړۍ تجربه وه، خو استاد پسرلي زه ډېر وهڅولم. بيا يې په کيسه کې لومړی ښېګڼې او ورپسې په هغه کې راغلې نيمګړتياوې يې راپه ګوته کړلې.))
د احمدي وينا، پسرلي صاحب په هماغه ناسته کې په پوره مينه د کيسې د ليکلو په فن رڼا واچوله او د همدغو معلوماتو په بنسټ يې پر هغې کيسې له سره کار وکړ او بيا هغه کيسه د داستانونو مجلې په يوه ګڼه کې چاپ هم شوه: ((د داستانونو په مجله کې د هغې کيسې چاپولو زه ډېر وهڅولم.))
تر اوسه د نوموړي دوې د لنډو كيسو ټولګې، چې لومړۍ يې سړه سيلۍ او دويمه يې مينه نومېږي، چاپ شوي دي. پر دې سربېره د ( بوډا او د ليوانو پلونه) په نامه د ښاغلي احمدي يو ناول هم چاپ او خپور شوى دى.))
ليکوالي
كه څه هم نصير احمد احمدي په هغو ځوانو كيسه ليكونكو کې شمېرل كېږي، چې د كيسو په موضوعاتو كې يې تنوع ليدل كېږي، خو تر ډېره د هغه د كيسو موضوعات كليوالي دي او همدا علت دى، چې ډېر ځله د ده په كيسو كې سيمه ييز اصطلاحات ډېر تر سترګو كېږي.
استـــاد بريالــى باجوړى د ده د كيسو همــــدغې ځانـــــګړنې ته په پام ســــره وايي:((د ده د کيسو موضوعات زياتره كيلوالي دي، تر ډېره زموږ په کليوالي ټولنو کې، چې کومې نيمګړتياوې موجودې دي، دی پر هغو ډېرې ښې کيسې ليکي.))
د باجوړي صاحب په اند احمدي د كليوالي موضوعاتو په ټاكنه او د هغو په ترسيمولو كې پوره لاسبرى دی:(( د نصير په په کيسو کې، چې کوم شی زما ډېر خوښېږي، هغه د ده د کيسو ترسيم دی. کله، چې دی يوه سيمه ترسيموي يا د کرکټرونو حالت انځوروي، د كليوالي سيمو ښه ترسيم كوي، ما ته ډېر په زړه پورې ايسي. دا هغه کمال دی، چې سړی هڅوي، چې د هغه کيسې ترپايه ولولي.))
اغلې صفيه حليم که څه هم د احمدي په كيسو كې د موضوعاتو د تنوع خبره كوي، خو وايي، چې تر ډېره د کليوالي ژوند انځوروونه کوي:(( يو نيم ځل د ښاري ژوند انځوروونه هم کوي او داسې موضوعات رااخلي، چې کېدای شي موږ هم ورسره مخامخ شو، خو دومره توجه ورته ونه کړو، لکه د يو ماشوم کيسه، چې په ښار کې سګرټ پلوري.))
له دې موضوع سره تړلې، نوموړې وړاندې وايي:(( د کيسو له مخې يې سړی ويلای شي، چې دی د ژوند ډېرو وړو جزياتو ته هم توجه كوي، دا ځکه چې ليکوال تر نورو خلکو ډېر حساس وي او يو شی، چې ګوري هغه ته ډېر ځير کېږي.))
لكه څنګه، چې دمخه هم يادونه وشوه، احمدي هغه څه ليكي، چې پخپله يې تجربه كړې وي او د ده د ماحول او چاپيريال له حدودو بهر نه وي. احمدي دغه كړنه د ښې كيسه ليكنې لپاره يو اصل ګڼي:(( زه پخپلو كيسو كې له خپل کلي او ولسوالۍ بهر نه وځمه، ځکه چې ښه کيسه هغه وخت يو څوک ليکلای شي، چې يا يې په خپله هغه حالات ليدلي وي او يا پخپله په ده باندې تېر شوي وي.))
احمدي په دې نظر دی، که چېرته د بلې سيمې کيسه وليکي، ښايي ښه يې انځور نه کړای شي.
دا چې احمدي د خپل چاپيريال او يا يې پخپله خبره له خپل ولايت نه بهر پر بلې موضوع كيسه نه ليكي، اړ دى، چې د خپلو كيسو د فضا له مخې سيمه ييز اصطلاحات او سيمه ييزه لهجه هم وكاروي، له دې امله د نورو سيمو لوستونكو ته د ده د كيسو په پوهېدو كې ستونزه راپيدا كېږي، خو ده پخپله دويمه ټولګه كې په يو څه ظرافت تر يو بريده دغه ستونزه له منځه وړې. استاد باجوړى د احمدي په كيسو كې همداسې يوه نغوته لري:(( كله كله د سيمه ييزې لهجې تاثيرات يې په کيسو کې زيات محسوسېږي، چې ډېر خلک ورسره اشنا نه دي، خو دی پخپله دويمه مجموعه کې دغې ستونزې ته متوجه شوی او دغه تاثيرات په کې کم ليدل کېږي.))
د نصير احمدي د كيسو يوه بله ځانګړنه په دې كې نغښتې، چې نثر يې روان، جملې يې لنډې او كوټلې دي، ښاغلى علم ګل سحر د دغې ځانګړنې شتون په دې كې ويني، چې احمدي د كيسو په تيوري پوهېږي:(( د ده کيسې په تول پوره دي، ځانګړنه يې دا ده، چې هيڅ کومه اضافي خبره په کې نه ترسترګو کېږي. دا ځکه، چې دی د کيسې په تيوري باندې پوهېږي.))
ښاغلى سحر دا هم وايي، چې د احمدي د كيسو نثر خوږ او جملې يې تصويري دي: ((ښه کيسه هغه ده، چې د چا په ذهن کې پاتې شي او يو تصوير يې له چا سره وي. د احمدي په کيسو کې تصوير څرګند دی. د ده د کيسو ډېرې تصويري جملې او صحنې اوس هم زما په ياد دي. مثلا کله، چې يو زوم د ناوې کره ځي، شپه وي، دی په پټه ورځي، هلته يو حيوان وي، وېره ورسره وي، دا ټول مې په ياد دي. دا د ده د کيسو يوه مهمه ځانګړنه ده.))
په كيسه كى يو مهم توكى كركتر او په كيسه كې د هغه سم انځورول ګڼل كېږي، لكه څنګه، چې د احمدي د كيسو موضوعات كليوالي دي، دغسې كركترونه يې هم سوچه كليوالي دي، صفيه حليم دا هم د احمدي د کيسو يوه په زړه پورې ځانګړتيا په ګوته کوي او وايي: (( د احمدي صاحب د کيسو، چې کوم کردارونه دي؛ سوچه کليوالې څېرې دي. دی څېرې داسې انځوروي، کله چې ته کيسه لولې فکر کوې، چې دا هغه زما د خپل کلي پلانی سړی يا پلانۍ ښځه ده.))
اغلې صفيه دا هم وايي، چې د احمدي د كيسو كركترونه سره ورته والى لري او مدرنې څېرې په كې كم ليدل كېږي: (( يو کردار له بل سره مقايسه کولای شې، چې دا ګوندې هغه بله کيسه کې يې هم راغلی دی. کردارونه يې دوديز دي او له نورې نړۍ نه وروسته يا لرې پاتې شوي دي او له عصري ژوند نه خبر نه دي.))
همدارنګه د اغلې صفيې په اند د احمدي په كيسو كې د ښځو كركترونه په كمزوري حالت كې دي او علت يې هم دا راښايي، چې ټولنه يې همداسې ده: (( د ښځو كردارونه ډېر كمزوري ښايي، زما په نظر علت يې دا دی، چې ښځه په دې ټولنه کې کمزورې ده، ځينو ځينو ځايونو کې چا ته غوسه ورشي، چې ښځه ولې دومره کمزورې ده.))
تلوسه د لنډې كيسې يو بل مهم توكى دى، يو داسې مهم توكى، چې لوستونكى په ځان پسې راكاږي. د احمدي ډېرې كيسې داسې دي، چې سر نه تر پايه پورې له تلوسې نه ډك وي او د دې هنر په مټ لوستونكى دې ته هڅوي، چې كيسه تر پايه ولولي، سحر د ده په کيسو کې تلوسه ډېره په زړه پورې ګڼي: (( تلوسه آن د کيسې له هغه لومړۍ کرښې ايجادېږي او تر پايه دوام مومي.))
يوه لنډه كيسه كله كله دوه يا درې پېښې سره رانغاړي، چې يوه يې اصلي او نور يې تكميلوونكې وي، خو دلته مهمه دا ده، چې د پيښو ترمنځ د تړاو لپاره منطق موجود وي. د احمدي ځينې كيسې همدا خصوصيت لري او دى هڅه كوي، چې د پېښو تر منځ تړاو پيدا كړي، سحر دغه تړاو منطقي ګڼي:(( د ده په کيسو کې د پېښو تر منځ يو منطقي تړاو موجود دی. کله، چې حالت بدلېږي، دغه بدلون يې ډېر په زړه پورې دی. مثلا که د يوې کيسې کرکټر خپل حالت يا خپل نظر بدلوي، د هغه لپاره دلايل لري.))
نور محمد لاهو د احمدي په كيسو كې د غوټو د رامنځته كېدو چار منطقي ارزوي او وايي كومې غوټې، چې احمدي په خپلو کيسو کې رامنځته كوي، هغه منطقي دي: (( دی کوښښ کوي، چې له لوستونکي نه څه پټ نه کړي. يعنې کومه ډراماټيکي غوټه، چې هم ورکوي هغه مصنوعي نه وي.))
د ښاغلي لاهو په نظر د هرې ښې كيسې د پيل يوه ځانګړتيا دا ده، چې ليكوال په كې د مكان او كركتر پېژندنه وكړي: (( معمولا، کله چې موږ کيسه شروع کوو، دوه شيان ډېر ضروري دي؛ چې يو مکان دی او بل د هغه لومړي کرکټر معرفي ده، چې موږ ورته رول ورکوو. مثلا موږ ، چې کله وايو لطيف، اول بايد دا ووايو، چې لطيف چېرې دی، بايد ووايو، چې لطيف د خيرخانې مېنې په پلانی ځای کې ولاړ و، يعنی موقعيت يې معلوم شي. بيا د ده پېژندنه وکړو، چې لوستونکی پوه شي، چې زه له چا سره مخاطب يم.))
لاهو وايي، چې ښاغلی احمدي تر ډېره حده دغه اصل ته پاملرنه کړې ده او دا هغه څه دي، چې له لوستونکي سره مرسته کوي، چې کرکټر په ښه توګه وپېژني.
د ښاغلي احمدي د لنډو كيسو يوه بله غوره ځانګړنه د هغه لنډوالى دى، د هغه ګڼې كيسې همداسې دي، دلته د احمدي يوه تر ټولو لنډه كيسه رااخلو، چې مرسته نومېږي.
مرسته
مور د خپلې يتيمې لور ترڅنګ کېناسته، د هغې په تاوده تندي يې يو لنده تراړه کېښوده.
کوچنۍ خپلې مړې سترګې پرانيستې.
مور ورو وويل: څنګه يې لورې؟ اوس دې د سر درد څنګه دى؟
د نجلۍ په اوږده او زېړه څېره کې پتري نيولې شونډې وخوځېدې: وږې يم، يخني ده.
مور په زړه درۍ ايښى تکه يي دسترخوان پرانست. سوړ اسويلى يې وويست، لورته يې مخ ور واړوه: د زړه سره، يو څه وخت لا نور هم صبر وکه! چا ويل، چې نن کمپ ته خارجيان راځي، شايد يو څه مرسته راسره وکي.
دا وخت يو څو غږونه واورېدل شول، ښځې ژر پخپل مخ پوړنى راکش کړ او په بيړه له خېمې ووته. دباندې سوړ باد چلېده، دوه له رنګه سره سړي تر مخ او څو تنه د کمپ وال دېته ورنږدې شول. يوه بهرني يو لوى پوسټر ورته ونيو او ټوله ډله پرمخ لاړه.
ښځې پوسټر ته وکتل، د ډول ډول ميوو او خوړو انځورونه پرې ښکارېدل او لاندې په تور خط يو څه ليکل شوي وو.
ښځې په بيړه کاغذ يوه لاروي ته ونيو او په خواره خوله يې وويل: ها، وروره! ته دا وګوره څه يې په کې راته ليکلي؟
سړي کاغذ ورواخيست، خط ته يې وکتل او شونډې يې و خوځېدې، که غواړئ، چې روغ او پياوړي ماشومان ولرئ، نو هغوى ته قوي او ګټور خواړه ورکړئ!
نصير احمد احمدي ناولونه هم ليكلي، يو ناول يې (د بوډا او د لېوانو پلونه) په نامه په همدې نږدې وختونو كې له چاپه راوتلى، چې د ژوند او ټولنې له دقيقو تصويرونو مالامال دى. كومې ځانګړنې، چې د نوموړي په كيسو كې موجودې دي، ناول يې هم له همداسې ځانګړنو برخمن دى. استاد اسدالله غضنفر، چې دغه ناول لوستى، يوه كاميابه تجربه يې بولي: (( بوډا او د لېوانو پلونه د پښتو ناولونو يو ډېر کامياب اثر دی. د ناول موضوع د پښتو ادبياتو يو زوړ او ډېر بنيادي مضمون دی، يعنې د پلرونو او زامنو رابطه ده، پلار زوی لويوي او ډېر اميدونه يې ورسره تړلي دي، خو زوی يې، چې لوی شي، د پلار د احساساتو احترام نه کوي. پلار په ميدان پرېږدي او ځانته بېل ژوند پيلوي. بوډا پلار، چې د ناول د روايت په وخت کې بې کوره، بې اوره او درپه دره سړی دی، د غزني په ساړه ژمي کې په يو کلي کې د ناول راوي ته، چې يو هلک دی، د خپل ژوند داستان بيانوي.))
د غضنفر په اند، د تلوسې او د عناصرو د وحدت په لحاظ دغه ناول ډېر کامياب ناول دی: (( راټول اثر دی، بې ځايه خپور نه دی. له لوستونکي سره ژوره تلوسه وي، چې بيا به څه کېږي.))
د احمدي د نوموړي ناول او نورو كيسو يو غوره والى دا هم دى، چې نثر يې خپله ځانګړې رنګيني او خصوصيت لري . د استاد غضنفر په وينا، د احمدي يو لوى صفت دا دی، چې د کلمو او فعلونو په انتخاب کې ډېر دقت کوي: (( په نثر کې يې کليشه نه وي، د ده د نثر فعلونه دومره تازه وي لکه په اوبو کې کبان. دومره دقيق او تصويري، چې په پښتو نثر کې يې صرف د نثر د لويو استادانو په ليکنو کې مثالونه موندلای شو. مثلا: (بوډا يوه شېبه غلی شو، بيا يې خپله خبره پسې وغځوله) دا د غځولو فعل دلته نوی دی، زموږ نور ليکوال ممکن وليکي: پسې زياته يې کړه. يو بل مثال: ( غوا درې ورځې د هغه پر اخور ولاړه وه) په دې جمله کې منظور دا دی، چې غوا درې ورځې له هغه سره وه، خو دی اخور يادوي، دا يو نوی فعل دی. دا فعلونه هم تاند و تازه دي او هم تصويري قوت په کې ډېر دی. زه فکر کومه له سره ترپايه، چې هر چېرته هر فعل راغلی دی، په دقت استعمال شوی دی، يو تازه ګي په کې شته او احساسي او تصويري قوت په کې ډير دی.))
غضنفر وړاندې وايي، چې د احمدي نثر د دې وطن د خلکو د خبرو، عادتونو، د فکر د طرز او د دې وطن د کليو او سيمو دقيق انځوروونکی دی: (( ناول، چې د غزني په واورين ژمي کې روايت کېږي، د واورې بهترين انځورونه لري. مثلا ليکي: (په ورمېږ کې مې د واورې بڅرکي ولوېدل، پورته مې وکتل، د ماښام په تته رڼا کې څرخېدونکې واوره، ورو ورو راښکته کېده. له ګام سره مې کلوشو ته واوره ورولوېده، د انګړ لرګين ور مې له زنځيره ونيو، د وره غنجا شوه او په لخک کې يې پرته واوره سره ټوله کړه.) دا ليکنه د واورې په باره کې زموږ د ژوند يوه تجربه ده.))
د استاد غضنفر هدف دا دی، چې احمدي د داسې تصويري جملو په ليکلو سره، يو حالت زموږ سترګو ته دروي. د احمدي کابو ټولې داستاني بيلګې له دغه خصوصيت نه برخمنې دي.
۱۳۸۶.۱.۱۵