شنبه, مې 25, 2024
Home+د کيسې پيل او تلوسه /نصیر احمد احمدي

د کيسې پيل او تلوسه /نصیر احمد احمدي

د کيسې د جوړښت په اړه يوه اروپايي ليکوال ( نوم يې رانه هير دی ) پخه خبره کړېده:

” کيسه د مار غوندي ده، سر، مينځ او لکۍ لري، پښې او لاسونه نه شو ورکولای. “

لومړی به د کيسې د پيل او تلوسې په اړه خبرې وکړو.

څه موده مخکې مې يو انګريزي فلم وکوت، لومړنۍ يوې دقيقې يې اړ ايستم چې پوره يونيم ساعت تلويزيو ن ته کښېنم.

ولې؟ ما څه وليدل؟

يو ځنګل و، ګڼ ځنګل، هسکې ونې يې درلودې، په چوپه چوپتيا کې يو څوک پر وچو پاڼو وخوت، يو تور مار تر يوې وچې څانګې را تاو شو، کمره د يوه بنيادم پښو ته سيخه شوه، سړي منډې وهلې… ما يې د ساه ايستلو غږ اوريده…کمره د سړي مخ ته برابره شوه، دی ځوان و، له خولې يې وينې بهېدلې، ګرين يې په خټو لړلی ښکارېده.

سړی څو ځايه ولوېد، بېرته پورته شو، ناڅاپه ودرېد، په وارخطايۍ يې پورته وکتل، يو لوی سيوری ورباندې راغی، پرې ور ټيت شو. ځوان خپلو سترګو ته لاس ونيو، يوه تيره او وحشتناکه کوکه يې له خولې را ووته. يوه رڼا او د يوې دقيقې ختم.

دوهمه صحنه له عادي ژونده پيل شوه، ښار و، ديوې کورنۍ پنځو غړو( مور، پلار او د دوی دريو اولادونو ميلې ته د تګ تياری نيوه. دا چې د فلم پاتې برخې څنګه وې او څه پېښ شول، په دې اړه به د کيسې د مينځ او تلوسې په برخه کې خبرې وکړو.

خو زما په ذهن کې د فلم لومړنۍ يوې د قيقې پرله پسې پوښتنې را ولاړې کړې:

دا سړی څوک و؟ په ځنګله کې يې څه کول؟ ولې يې منډې وهلې؟ له څه شي وېرېدلی و؟ له لاړو سره يې وينه ولې راتله؟ چا لاس ور اچولی و؟ ځناورو بريد پرې کړی و؟ څه خبره وه؟ هغه سيوری د څه و؟ سړي ولې چيغه کړه؟ ايا مړ شو، ايا ايا ايا….په لسګونو نورې پوښتنې، .داسې پوښتنې چې ما يې ځواب غوښت ، بله لاره نه وه، د فلم د پيل يوې دقيقې پوره يونيم ساعت تلويزيون ته کينولم.

له تخيل څخه به رښتيني ژوند ته راشو.

که په کور،کلي کې يو څوک د يوې پيښې کيسه را ته کوي، نو اصله خبره په پيل کې يادوي:

_ خبر شوې؟

دلته اوريدونکی په طبيعي توګه له موضوع سره دلچسپي ښيي.

_نه! څه خبره ده؟

_فلانی مړ شو.

اوريدونکی ټکان خوري ، يودم يې په ذهن کې پوښتنې را ولاړيږې:

_ ولې؟ هغه خو روغ .جوړ و؟ تېره ورځ مې وليد، غنمو ته يې اوبه ور خوشې کړې وې، څه ټکه پرې پريوته؟ چا وواژه، که له بامه را ولويد؟….

اوريدونکی غواړي چې د خپلو پوښتنو د ځواب له پاره په کيسه خبر شي، دی تلوسه لري، نا ارامه دی، خو لومړی تن شايد په عادي توګه کيسه داسې پسې وغځوي:

_سهار له کوره ووت، ويل يې چې سودا راوړم، خپل زوړ بايسکل يې تر ښکرو ونيو، خو کله چې پاخه سړک ته وخوت، موټر وواهه!

يا شايد د کيسې بيان تر دې هم سوړ وي، خو د اورېدونکي تلوسه لا نه ده سړه شوې، دی لا د خپلو پاتې پوښتنو ځواب ته ماتله دی، که څه هم وروسته د هغه يوه يوه پوښتنه په خپل وار سره ځواب شوه، خو دی يې اړ کړ چې کيسه تر پايه واوري.

يا يوه بله خبره،. احمد راځي، ناڅاپه محمود ته وايي چې ( علي ) کور واخيست. محمود ته پوښتنې پيدا کيږي:

_ ده خو د بيګاه نه لرل، دومره پيسې يې له کومه کړې؟ غلا به يې کړې وي، نه والله، حتما يې د پيسو لپاره څوک وژلی دی، . نور نور نور….
دلته محمود ته تلوسه پيدا شوه او غواړي چې پوښتنې يې حل او په کيسه پوه شي.

په دغو مثالونو کې قوي خبره او داسې څه چې وروسته تشريح ته اړتيا لري او اوريدونکی تر پايه ورسره ساتي، په پيل کې وشوه.

هر هغه پيل چې د لوستونکي په ذهن کې پوښتنې را ولاړې کړي، دا زور لري چې کيسه تر پايه پرې ولولو.

خو قوي پيل قوي فکر غواړي، داسې يو فکر چې لوستونکی د کتاب اېښودلو ته پرېنږدي.

موږ دوه ډوله ادبيات لرو: کلاسيک او معاصر. په کلاسيکو ادبياتو کې فولکلوريکې کيسې هم راځي. ډېری دا ډول کيسې له (( و نه وو )) شروع شوېدي، يوه بيلګه:

” وو نه وو د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته وو، په پخوا زمانو کې يو پاچا و، ده زوی نه درلود، په زيارتونو وګرځېد، تاويزونه يې په غاړه کړل، د طبيبانو دواوې يې وخوړې ، خو پلار نه شو. يو سهار يې يو ملنګ دروازې ته ودريد، پاچا ته يې يوه مڼه ورکړه، نيمه ده وخوړه او نيمه يې هم ميرمنې.

نه مياشتې ، نه ورځې ، نه ساعته وروسته پاچا ته خدای ګلالی زوی ورکړ. پاچا خوشاله و، ټول خلک يې راوبلل، جشن يې ونيو، ا ووه شواروزه يې دوام وکړ.

وخت تېرېده، ماشوم په ناز او نعمت کې را لوی شو، د ځوانۍ مرحلې ته ورسېد، يوه ورځ يې له يوې بوډۍ څخه ديوې ښاپيرۍ د ښايست خبرې واورېدې، ده هوډ وکړ چې ښاپيرۍ به خپلوي، خو هغې ته رسېدل اسانه خبره نه وه، شرطونه يې لرل. شهزاده بايد اوسپنيز بوټونه په پښو کړي وای، تر اوو غرونو اوښتی وای، زمری يې وژلای وای ،له ديوانو سره مخامخ شوی وای او په پای کې يې له يوه ښاماره د هغه اووه سرونه غوڅ کړي وای….”

له ” وو نه وو ” تر اوسپنيزو بوټونو پورې اصلې کيسې درې مخه نيولې وو. دا پخواني نکلونه دي، په هغه وخت کې ښه و، اوس هم په غوږو ښه لګيږي، خو نن بله دنيا ده، هر څه بدل شوي، وده يې کړې، نوښت پکې راغلی. ادبيات هم همداسې دي، اوسنۍ کيسې له پخوانيو سره توپير لري، که څوک غواړې چې اوس کيسه وليکې بايد له اوسپنيزو بو ټونو، د سفر پرېکړه او د شرطونو له يادولو څخه يې پيل کړي. دا هماغه خبرې دې چې د لوستونکي په ذهن کې پوښتنې را ولاړولی شي. که نه نو په لوستونکي يې څه چې پاچا زوی لري که نه، ډېر خلک بې اولاده دي، يو دې دی هم وي.

د اوسپنيزو بوټونو په پښو کول، لوستونکی د کيسې لوستلو ته هڅوي، په ذهن کې يې پوښتنې را ولاړيږي. ولي ؟ د څه له پاره؟ چيرته ځې؟ څنګه ځې؟ څه کوي؟…

په پيل کې د لوستونکي ذهن له پوښتنو ډک کړه، وروسته بيا په ډېره ساده توګه کيسه له هماغه ( وو نه وو ) سره تړلی شې، خو شرط دا دی چې دا لينک او ارتباط بايد ماهرانه وي.

مثلا:

شهزاده اوسپنيز بوټونه په پښو کړل، توره يې راواخيسته، اس ته يې وکتل، د څټ اوږده ويښتان يې باد رپول…

د اس پر تندي يې لاس تېر کړ، ورو يې وويل:

_ اووه غرونه مې تر مخې دي، له زمريانو سره به څه کوم، ديو هم د تور غره په تورو ډبرو کې راته پټ دی، خدای خبر! زه به خپله مينه تر لاسه کړم؟!

شهزاده پر يوه هواره تيږه کيناست، سر يې وځړېد، د لاس اوږدې ګوتې يې په خپلو تورو ويښتو کې تېرې کړې، د خپل پلار څېره يې سترګو ته ودرېده، پلار يې په ژړا کې چيغې وهلې!

_د ښاپيريانو له وطنه ليرې ګرځه! خطر لري، ما يواځې مه پرېږده!

پا چا همدا يو زوې درلود، شل کاله مخکې يې اولاد نه کېده، دی په زيارتونو وګرځېد، تاويزونه يې په غاړه کړل، د طبيبانو دواوې يې وخوړې ،خو پلار نه شو، يو سهار يې يو ملنګ دروازې ته ودريد، پاچا ته يې يوه مڼه ورکړه، نيمه ده وخوړه او نيمه يې هم ميرمنې، نه مياشتې ، نه ورځې ، نه ساعته وروسته پاچا ته خدای يو ګلالی زوی ورکړ او ….

په دې توګه کيسه تر اوسپنيزو بوټونو را ورسوه او وروسته د کيسې قهرمان د شرطونو له پوره کولو سره مخامخ کړه.

دا ډول پيل د لوستونکي په ذهن کې پوښتنې را پيدا کوي، تلوسه ډېروي، دومره زور لري چې کيسه پرې ولولو.

دلته ليکوال يوه بله ګټه هم کولای شي، لوستونکی له شهزاده سره، چې د کيسې اصلي کرکټر دی، ځان خواخوږی ښيي، د هغه په قالب کې ننوځې ، پوهيږي چې سختې ته يې ملا تړلې ده، دی د پلار يو زوی دی، پلار يې هيلې او ارمانونه لري، نو دی به د دغو شر طونو په پوره کولو کې بريالی شي؟ زمريانو ته به څنګه ماته ورکوي، له ديو نه به په څه ډول خلاصيږي… او داسې نورې پوښتنې او انديښنې چې د شهزاده په اړه له لوستونکي سره پيدا کيږي. لوستونکی ځان د کيسې قهرمان ته تر ټولو نږدې ګڼې او له هغه سره پل په پل ګام ږدي.

زموږ ډېرې کيسې له ماضي څخه شروع او حال ته راځي ، دا هم کله کله خوند لري، خو موږ بايد د کيسو له نورو جوړښتونو څخه هم ګټه واخلو. کله يې په حال پيل کړو، ماضي ته لاړ شو او کله له حاله د يو چا تېر ژوند ته ور وګرځو، بېرته خپل ځای ته راشو او راتلونکی يې پسې و څېړو، او کله يې هم د راتلونکې پلان په اړه خبرې وکړو، بېرته حال يا ماضي ته لاړ شو. په دې توګه به مو کيسې، ناولونه او هره بله ليکنه له يو رنګه والي څخه ساتلي وي.

مخکی تر دې چې کيسه وليکئ، اول د کيسې عمومې چوکاټ په ذهن کې جوړ کړئ، يا يې هم د کاغذ پر مخ راوړئ، هر هغه څه چې په کيسه کې ډېر کشش ولري، د لوستونکي په ذهن کې پوښتنې راولاړې کړي او يا هم قوي غوټه پکې نغښتې وي، هغه په پيل کې راولئ، د پيل دوې _ درې جملی کولای شي چې د لوستونکي ذهن له پوښتنو ډک کړي، وروسته بيا يوه يوه پوښتنه ځواب کړی او لوستونکی تر پايه درسره وساتئ.

زموږ ډېر ليکوالان کيسې له هماغه ( وو نه وو د خدای کړه وو) څخه پيلوي، خو د کيسې د پيل او نوښت له پاره ډېرې لارې لرو چې يو څو نمونو ته په لنډه توګه اشاره کولای شو:

١_ موږ کولای شو چې کيسه وار له واره په لنډو ډيالوګونو پيل کړو:

_ته د باز ګل قاتل يې!

_ نه ! باور وکړه! زه هغه نه پېژنم!

_ دا چاړه مې ستا په موټر کې پيدا کړه، عدلي طب وايي چې د چاړې پر لاستي ستا د ګوتو نښې دي.

د ځوان سر وځړيد، سلګۍ يې شوې، يوه شېبه غلی و، وروسته يې په بيړه پورته وکتل، د څارنوال غټې سترګې له سرو رګونو ډکې وې.

ځوان د مېز پر سر ايښې چاړې ته سترګې ور واړولې، تر لاستي پر وينو سره وه، يودم يې وويل:

_خو دا چاړه زما نه ده، قسم خورم!

څارنوال د ځوان ګرين ته لاس ور واچاوه، جټکه يې ورکړه، د مېز پر سر ايښی تليفون وشرنګيد، د ځوان ګرين يې پريښود، ګوشۍ يې ور پورته کړه، په ستړي غږ يې وويل:

_ هلو؟

يوه شېبه غلی و، وروسته يې يودم چيغه کړه:

خو زه ثبوت لرم!

دا وخت د کوټې دروازه وټکېده….

٢_ کيسه له تصوير نه هم پيلولای شو:

_ نجلۍ منډې وهلې، ټکری پسې څخېده، لوڅې پښې وه، ناڅاپه کېناسته، له ښۍ پښې څخه يې ازغی ويست، بېرته يې منډه کړه، شېبه وروسته د رود غاړې ته ورسېده، اوبو ته يې وکتل، سره اوښتې، پر سر يې سپين ځګونه روان ول، د ټوپک ډز شو، مرمۍ يې پښو ته نږدې په يوه پلنه ډبره ولګېده، شڼهاری يې پورته شو.

نجلۍ شا ته وکتل، د غونډۍ په پيڅکه کې دوه تنه ښکارېدل، د دې خواته يې منډې ور وهلې، يو ودرېد، د ټوپک نلۍ يې ور واړوله، نجلۍ ټوپ کړل، په سپينو ځګونو کې ورکه شوه…

٣_ په پيل کې د يوې پوښتنې پرېښودل:

خداينور سړه ساه واخيسته، کولبه يې د پټي په مينځ کې ودروله، روان شو، د لښتي په غاړه د توت د ونې سيوري ته کېناست، پټې ته يې وکتل، د کولبې غوايانو د شديارې په وچو لوټو بوی کېښ.

خداينور يو سوړ اسويلی ويست، تندي يې ګونځې پيدا کړې، له ځان سره يې وويل:

_نه کيږي! دا پردۍ دهقاني به تر کومه کوم؟ زه پيسو ته ضرورت لرم، ډېرو پيسو ته، ولور مې په مخکې دی.

يوه شېبه فکر يوووړ، وروسته يې يو دم وويل:

_اته لکه! ډېرې پيسې دي، خو څنګه؟!

ولاړ شو، ګړندي ګامونه يې واخيستل، د کلي خواته يې مخه کړه…د ملک غوايان په شدياره کې ولاړ ول….

٤_ د کيسې په پيل کې د دوو متضادو نظرونو راوړل:

ګلدين د پړي په يوه سر کې له اوسپنې جوړ لوی چنګک وتاړه، پورته يې وکتل، د سپوږمۍ په رڼا کې د کلا هسک دېوال ويروونکی ورته وايسېد، دېوال تر سره هوار و، يواځې ځای ځای د راوتليو لوټو سيوري ښکارېدل، تر څنګ ولاړ په عمر پاخه سړي ته يې وکتل، ورو يې وويل:

_ له وسه مې تېره ده!

سړی په خبره کې ورولوېد:

_ مه کوه! ته ځوان يې، بايد تر دېواله واوړې، اوس يې وخت دی! د پلار غچ دې واخله!

ځوان يودم شاته شو، په ټيټ وېرېدلي غږ يې وويل:

_ما خو سهار هم درياده کړه! زه څوک نه شم وژلای!

سړي د واسکټ جېب ته لاس کړ، توپانچه يې راوايسته، د ځوان په لاسو کې يې کيښوده….

دا يواځې يو څو نمونې وې، موږ کولای شو چې د کيسې لپاره تر دې ښه پيل انتخاب کړو، په پيل کې پوښتنې راولاړې کړئ، له نوښت څخه کار واخلئ او هره کيسه له يوې نوې زاويې پيل کړئ !

نوښت د کيسې مالګه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب