Homeخبرونهد سپین بولدک په وېش بازار کې لږترلږه ۲۵۰۰ دوکانونه سوځېدلي

د سپین بولدک په وېش بازار کې لږترلږه ۲۵۰۰ دوکانونه سوځېدلي

تاند (شنبه، د سرطان ۳۰ مه) د سپین بولدک د وېش بازار زرګونه دوکانونه سوځېدلي دوکاندارانو ته یې د میلیونونو ډالرو تاوان اړولی دی.

د کندهار په سپین بولدک کې د طالبانو ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې د پروني اور په نتیجه کې لږترلږه ۲ زره ۵۰۰ دوکانونه سوځېدلي دي.

د آی پي آی خبري اژانس د راپور له مخې، عبیدالله بشیر د دوکانونو د سوځېدو په نتیحه کې دوکاندارانو ته اوښتی تاوان د میلیونونو ډالرو وباله.

ځايي اوسیدونکي وايي، په مجموع کې شاوخوا ۴ زره دوکانونه زیانمن شوي دي.

پرون (جمعه) د سپین بولدک ولسوالي په وېش بازار کې اور ولګېد او په څو ساعتونو کې یې د بازار ټول شیان په هیرو بدل کړل.

په دغه بازار کې د موټرو پُرزې، دوهم لاس موټرونه، ټایرونه او نور وسایل په عمده او پرچون ډول پلورل کېدل.

تراوسه پورې د اور لګېدو علت نه دی څرګند شوی.

دوکانداران وايي، هیڅ شی ورپاته نه دی. دوی له طالب چارواکو د ملاتړ غوښتنه کوي.

1 COMMENT

  1. و لا حول و لا قُوت اِلا بِالله!
    دا لمړی ځل ندی چې افغان دوکانداران ،تاجران او موټروانان … د داسې ناوړو سوزونکو واقعو سره مخکیږي؛ څو کاله مخکې د کابل کمپنۍ کې څو سوه د تیلو ټانکرونو له مینځه تلل؟؛
    دپیښور بورډ بازار کې دافغانانو دوکانونو سوزول کیدل؟؟
    د کابل مڼډهیی بازار کی د بوټانو،کلوشو دوکانونو سوزول کیدل
    او داسې نورو پیښو تر شا حتماََ د افغان او افغانستان د ازلي او اوسني دشمنانو کرغیړن لاس دی!!!
    له یوې خوا نه طبیعي او د اقلیمي بدلون ناورینونه د زلزلو،سیلاوونو او… ؛ له بل پلوه جګړې سیاسي تورونه او او د تجارتي دروازو بندول له افغانانو نه ژوندونونه اخلي
    نپوهیږو ، د خدای تعالا ابتلاء ده اوکه د واکدارانو شوومتوب!!!!
    – په اتم پره ګراف کې … په (هیرو) بدل سول ؟ …سم به ې په( اِيرو) وي.!
    الله دې ټولو ښو افغانانو/پشتنو ته خیر او صبر ورکړي .آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...