یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهسرچینې: تاجکستان ممکن د طالب ضد مقاومت دفتر وتړي

سرچینې: تاجکستان ممکن د طالب ضد مقاومت دفتر وتړي

تاند (شنبه، د سرطان ۳۰ مه) په تاجکستان کې د طالبانو پر ضد د احمد مسعود په مشرۍ د « ملي مقاومت جبهې» له چارو با خبرو یو شمېر سرچینو خبر ورکړی، چې تاجکستان د دغې ډلې دفتر تړي.

یو شمېر خبریالانو ویلي، چې تاجکستاني چارواکو د دغه دفتر د تړلو دلیل امنیتي اندېښنې ښودلې دي.

مقاومت ډلې او تاجکستاني چارواکو خپله په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د دې خبر له خپرولو سره په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

سرچینې نه دي ویلي، چې ایران د یادې ډلې له دفترونو سره اوس څه ډول تعامل لري او آیا د تړلو پلان یې شته کنه؟

تاجکستان د روسیې له اغېز لاندې هېوادونو څخه دی او روسیې په وروستیو کې طالبانو سره تر بل هر وخت خوږې اړیکې جوړې کړي او طالب چارواکو ته وخت په وخت د سفرونو بلنې ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب