Homeخبرونهد ځیرکو ټېلفونونو ډېر استعمال؛ د لاسونو او بټې ګوتې لپاره د...

د ځیرکو ټېلفونونو ډېر استعمال؛ د لاسونو او بټې ګوتې لپاره د «ټیکسټرز تامب» خطر

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۹ مه) ځیرک ملفونونه (سمارټ فون) نن سبا د ورځني ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلي، خو د موبایل ډېر استعمال د لاسونو، په ځانګړي ډول د بټې ګوتې لپاره زیانمن زسولی شي.

که څوک د موبایل پرله‌پسې ټایپ کولو، چټ کولو یا په ټولنیزو رسنیو کې د سکرول کولو پر مهال په غټه ګوته، مړوند یا لاس کې درد، شخوالی، بې‌حسي او یا د حرکت پر مهال د «کلیک» غږ احساسوي، باید دا ستونزه عادي ونه ګڼي.

متخصصان وايي، دې حالت ته عموماً «ټیکسټرز تامب» (Texter’s Thumb) ویل کېږي. دا اصطلاح د هغو بېلابېلو ستونزو لپاره کارول کېږي چې د موبایل د دوامدار استعمال له امله په لاسونو او غټو ګوتو کې رامنځته کېږي. د بټې ګوتې د بند درد، د ګوتو سختوالی، د بندونو شاوخوا پړسوب او د بټې ګوتې د حرکت پر مهال درد یې له نښو څخه دي.

طبي کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دې ستونزې ته پر وخت پام ونه شي، پرله‌پسې ټایپ کول او د اوږدې مودې لپاره سکرول کول په راتلونکي کې د لاسونو او مړوندونو د جدي ستونزو سبب کېدای شي. پخوا موبایل تر ډېره د زنګونو او پیغامونو لپاره کارېده، خو اوس خلک ساعتونه په خواله رسنیو، انلاین تادیاتو، فلمونو او نورو کارونو کې پر موبایل تېروي، چې له امله یې پر لاسونو دوامدار فشار واردېږي.

د ا مریکا د کینټاکي پوهنتون د روغتیايي مرکز د لاسونو د برخې ډاکټره مورین اوشاګنېسي وايي، ځیرک فونونه اوس زموږ د ژوند دایمي برخه ګرځېدلي، نو لازمه ده چې د داسې استعمال طریقه غوره کړو چې پر لاسونو او بدن غیرضروري فشار وارد نه کړي.

د متخصصانو په وینا، د څو ساعتونو لپاره موبایل په یوه ډول نیول، یا مړوند او څنګل په دوامداره توګه په یوه حالت کې ساتل، د بټې ګوتې او مړوند په لاندینۍ برخه کې د درد سبب کېږي. همداراز، یوازې په یوه لاس د موبایل کارول نورې ګوتې هم ستړې کوي.

په زړه پورې دا ده چې ډېر کسان هغه مهال له دې ستونزې څخه خبرېږي چې د رخصتیو یا نورو مصروفیتونو له امله د څو ورځو لپاره د موبایل استعمال کم کړي؛ ځکه په دې موده کې د لاسونو درد په خپله کمېږي.

د ستونزې د مخنیوي لارې

متخصصان سپارښتنه کوي چې د موبایل د استعمال په ترڅ کې منظمې وقفې واخیستل شي. که له موبایل څخه په بشپړه توګه ډډه کول ممکن نه وي، نو:

  • د موبایل د نیولو طریقه بدله کړئ؛
  • کله په ښي او کله په کیڼ لاس ټایپ وکړئ؛
  • یوازې پر بټه (غټه) ګوته تکیه مه کوئ او نورې ګوتې هم وکاروئ؛
  • له پرله‌پسې او اوږدې سکرول کولو (سکرولنګ) څخه ډډه وکړئ؛
  • د Voice-to-Text له ځانګړنې څخه استفاده وکړئ، څو د اوږده ټایپ کولو اړتیا کمه شي؛
  • د موبایل لیکدود (فونټ) لوی کړئ، څو سترګو ته د موبایل ډېر نژدې نیولو ته اړتیا کمه شي؛
  • د موبایل لپاره له ګریپ هولډر یا حلقوي نیونکي څخه استفاده وکړئ، څو وزن په ټول لاس ووېشل شي.

متخصصان همدارنګه سپارښتنه کوي چې که د ورځې په اوږدو کې د ډېر وخت لپاره د موبایل له استعمال وروسته په لاسونو یا غټه ګوته کې درد احساسېږي، هره ورځ څو دقیقې د مړوندونو او ګوتو سپک تمرینونه وکړئ. د دوی په وینا، دا ساده عادت د لاسونو عضلاتو ته د ارام ورکولو، د وینې جریان د ښه کولو او د راتلونکو ستونزو د مخنیوي لپاره ګټه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...