Homeخبرونهد هند له سمندر سره د روسیې د نښلېدو طرحه؛ د رېللارې...

د هند له سمندر سره د روسیې د نښلېدو طرحه؛ د رېللارې په دهلېز کې د افغانستان احتمالي رول

د روسیې د صدراعظم مرستیال مارات خوسنولین ویلي، مسکو د دې لپاره چې د باسفورس تنګي او هرمز تنګي په څېر پر سمندري لارو ته د اتکا له امله رامنځته کېدونکي خطرونه کم کړي، د هند سمندر ته د رېلګاډي د یوې نوې لارې د جوړولو امکان ارزوي.

نوموړي د روسیې دولتي خبري اژانس تاس ته ویلي، هند ته د لاسرسي لپاره بېلابېلې لارې تر څېړنې لاندې دي او د ترکمنستان، ایران، افغانستان او پاکستان له لارې احتمالي مسیرونه ارزول کېږي.

د خپل جغرافیایي موقعیت له امله، افغانستان چې د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او لوېدیځې اسیا ترمنځ پروت دی، له کلونو راهیسې د سیمه‌ییز اتصال د یوه مهم احتمالي دهلېز په توګه یادېږي. که اړینې زېربناوې رامنځته شي، افغانستان کولای شي د شمال، لوېدیځ او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټ مهمه لاره شي.

په وروستیو کلونو کې هم بېلابېلو سیمه‌ییزو پروژو د افغانستان پر دې رول ټینګار کړی دی. له دې ډلې له ایران سره د ترانزیتي همکاریو، د ایران له بندرونو سره د نښلېدو طرحو، د چین اړوندو دهلېزي پروګرامونو او د منځنۍ اسیا د جنوبي اسیا له بازارونو سره د نښلولو هڅو ته اشاره شوې ده.

همداراز، د خواف – هرات د رېللارې پروژه د ایران او افغانستان ترمنځ، د منځنۍ اسیا او افغانستان د رېللارې د نښلولو طرحې، او د چین، افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د پراختیا بحثونه، د هغو هڅو برخه بلل کېږي چې هدف یې په سیمه‌ییزو ترانزیتي شبکو کې د افغانستان د رول پیاوړتیا ده.

خو د دغو لارو عملي کېدل د ترانسپورټي زېربناوو پراختیا، د امنیت ټینګښت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له پراخېدو سره تړاو لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...