Homeخبرونهستورپوهانو د لمر د سطحې تر ټولو روښانه عکسونه او ویډیوګانې ثبت...

ستورپوهانو د لمر د سطحې تر ټولو روښانه عکسونه او ویډیوګانې ثبت کړې

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۱۶ مه) ستورپوهانو او ساینسپوهانو د نړۍ تر ټولو د پرمختللي لمریز سوپر ټېلسکوپ په مرسته د لمر د سطحې داسي روښانه او د لوړ کیفیت لرونکي تصویرونه او ویډیوګانې ثبت کړې دي چې تر دې وړاندې یې بېلګه نه ده وه لیدل شوې. په دغو تصویرونو کې په لومړي ځل د لمر پر سطحه د بڼکو په څېر ځانګړي او حیرانوونکي بڼې په بې‌ساري وضاحت سره لیدل کېږي.

د سي این این د راپور له مخې، د نړیوالې علمي مجلې نیچر د خپرې شوې څېړنیزې مقالې له مخې، دا تاریخي عکسونه او ویډیوګانې د امریکا د هاوايي ایالت په یوه ټاپو کې د نړۍ د تر ټولو پرمختللي او ځواکمن لمریز سوپر ټېلسکوپ په وسیله ثبت شوي دي. په نویو تصویرونو کې د لمر پر سطحه د بڼکو په څېر ځانګړې جوړښتونه ښکاري، چې د نړۍ د ساینسپوهانو او ستورپوهانو ځانګړې پاملرنه یې ځان ته رااړولې ده.

ساینسپوهان وایي، دا د بڼکو په څېر ښکاره کېدونکې بڼه په حقیقت کې د لمر د ځواکمن مقناطیسي میدان څرګندونه کوي، چې په کې ډېر تاوده ګازونه (پلازما) د څپو او سختو طوفاني خوځښتونو په بڼه حرکت کوي.

د څېړونکو په باور، دا نوې موندنه به د لمر د داخلي جوړښت، د هغه د مقناطیسي فعالیتونو، لمریزو طوفانونو او د فضايي د هوا د لا ژورې پوهېدنې لپاره د یو مهم علمي پرمختګ سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...