تاند (جمعه، د زمريږ/ اسد ۱۶ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن په بلفاسټ کې د آیرلنډ ملي لوبډلې ته په دوهمه یو ورځینۍ سیالي کې د (۹۲) منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د دې سیالۍ، چې د باران د اورېدو له کبله یو څه په ځنډ پیل شوه، پچه کوربه هیواد وګټله او افغانستان ته یې بلنه ورکړه چې لومړی بیټنګ وکړي.
د افغانستان ملي لوبډلې په ۴۷ اورونو کې سیال ټیم ته ۳۰۰ منډې هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره پیلګرو لوبغاړو رحمت الله ګوربز په ۳۰ توپونو ۳۲ او کیپتان ابراهیم ځدراڼ په ۹۷ توپونو ۸۴ منډې وکړې.
ورپسې صدیق الله اتل، ۴۵، رحمت شاه ۳۰، عظمت الله عمرزي ۳۳، دروېش رسولي ۱۶ او حشمت الله شهیدي (تر پایه ونه سوځېد) په ۲۱ توپونو ۳۶ منډې وکړې.
خو په توپ اچونه یا باولینګ کې راشد خان د آیرلنډ ۶ لوبغاړي وسوځول. عظمت الله عمرزي ۲ او فضل حق فاروقي یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ لومړۍ یو ورځینۍ مسابقه د باران د اورېدو له کبله بې نتیجې لغوه شوه. ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې درې نورې یو ورځینۍ مسابقې هم وکړي.