انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
ټول پوهیږم او د درک وړ دی، کومه جگړه چې نن یې نړۍ په خپلو لمبو کې راگیره کړې، یوازې د پوځونو ترمنځ پوځي نښته نه ده؛ بلکې دا د تېلو، انرژۍ طبیعي شتمنیو او د نړۍ د ستراتیژیکو ترانزیټي لارو د کنټرول جگړه ده، چې د هرې مرمۍ هر توغندي او هرې چاودنې تر شا د واک، نفوذ او اقتصادي گټو سیالي پرته ده.
بر سیره پر دې، د نن جگړه یوازې د انسانانو ژوند نه اخلي او ښارونه په کنډوالو نه بدلوي، بلکې کورنۍ په ویر او ماتم کېنوي، د ملتونو راتلونکی له ناڅرگندتیا او تیارو سره مخامخ کوي، او د بشریت د تاریخ، فرهنگ او تمدني لاسته راوړنو یوه مهمه برخه له منځه وړي.
دا جگړه انسان د تمدن له لوړو څوکو څخه د بربریت تر ژورو کندو راکوزوي.
د نننۍ نړۍ تر ټولو دردناکه تراژیدي دا ده چې موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللې ټکنالوژي، د بشر حقونه او ډیموکراسي د پرمختگ نښې گڼل کېږي؛ خو همدا متمدن انسان د همدې پرمختللو وسایلو په مټ تر ټولو خونړۍ او ویجاړوونکې جگړې هم رامنځته کوي. دا یو ستر اخلاقي تناقض دی چې د سولې، عدالت او تمدن شعارونه د جگړې له اور سره یوځای بدرگه کېږي.
تر هغه چې د نړیوالو اړیکو بنسټ پر زور، سلطې، د سرچینو پر لوټ او اقتصادي سیالۍ ولاړ وي، هغه تمدن چې بشر یې د زرگونو کلونو په زحمت او قربانیو جوړه کړې، د ړنگیدو له جدي گواښ سره به مخ وي. تمدن یوازې په دنگو ودانیو، پرمختللې ټکنالوژۍ او زړه راښکونکو شعارونو نه پېژندل کېږي؛ تمدن هغه وخت ژوندی وي چې د انسان کرامت، عدالت، ازادي او سوله خوندي وي.
له همدې امله، د نن جگړه یوازې «د تېلو جگړه» نه ده؛ بلکې دا «د تمدن د ماتم کیسه»، او ښایي «د تمدن د پای پیل» هم وي. ځکه هره جگړه چې د شتمنۍ ، واکمنۍ او سلطې لپاره پیل شي، په پای کې انسانیت، اخلاق او د تمدن ارزښتونه قرباني کوي.
که د نړۍ لوی قدرتونه له دې خونړي منطق څخه لاس وانخلي، د بشریت راتلونکی به د سولې، همغږۍ او پرمختگ پر ځای د جگړو ، وېش او ورانۍ په تیارو کې ورک شي.