Homeخبرونهګوګل خپل مشهور ډیجیټلي مرستیال «ګوګل اسسټنټ» تقاعدوي؛ «جیمینای» یې ځای نیسي

ګوګل خپل مشهور ډیجیټلي مرستیال «ګوګل اسسټنټ» تقاعدوي؛ «جیمینای» یې ځای نیسي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۷ مه) ګوګل پرېکړه کړې چې خپل مشهور ډیجیټلي مرستیال ګوګل اسسټنټ په رسمي ډول تقاعد کړي. دغه خدمت چې له کلونو راهیسې په انډرایډ موبایلونو، ټابلیټونو او نورو ځیرکو وسایلو کې کارېده، ډېر ژر به د کاروونکو له وسایلو څخه لرې شي او پر ځای به یې د مصنوعي ځیرکتیا نوی ماډل جیمینای (Gemini) وکارول شي.

د 9to5Google د راپور له مخې، شرکت کاروونکو ته د برېښنالیک له لارې د خبر ورکولو لړۍ پیل کړې چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له ۴مې نېټې به د ګوګل اسسټنټ خدمتونه په ټولو انډرایډ وسایلو کې په بشپړ ډول بند شي. ګوګل دا اسسټنټ په ۲۰۱۶ کال کې د خپل Allo پیغام‌رسوونکي اپلېکېشن ترڅنګ معرفي کړی و، خو د جیمینای له رامنځته کېدو وروسته یې اړتیا کمه شوې ده.

ګوګل پلان درلود چې دا بدلون په ۲۰۲۵ کال کې عملي کړي، خو وروسته یې د لنډ وخت لپاره وځنډاوه. په وروستیو میاشتو کې ګوګل شرکت جیمینای په چټکۍ سره د انډرایډ د اصلي مرستیال په توګه فعال کړی دی.

جیمینای د مصنوعي ځیرکتیا یو څو-اړخیز مرستیال دی چې نه یوازې د موبایل عادي قوماندې ترسره کوي، بلکې پېچلې دندې هم اجرا کولای شي. کاروونکي کولی شي د غږ، متن او تصویرونو له لارې ورته لارښوونې ورکړي، او د پخواني ګوګل اسسټنټ په څېر د “Hey Google” غږیزې قوماندې په ویلو هم فعالېږي.

ګوګل خپلو کاروونکو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره جیمینای ته واوړي، څو د خدمتونو د بندېدو له امله له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...