سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+د فرانسې اوولسم لویې بې له دې چې د پاچهۍ خوند وڅکي...

د فرانسې اوولسم لویې بې له دې چې د پاچهۍ خوند وڅکي ومړ

تاند – له نن څخه ۲۲۹ کاله پخوا د ۱۷۹۵ ع کال د اګست په اتمه د فرانسې کم عمره او ناکام پاچا، اوولسم لويي په لس کلنۍ کې د ټمپل کلا په محبس کې په داسي حال کې مړ شو چې ایکي یوازې او بې نومه و.

د فرانسې د پاچا شپاړسم لويي کوچنی زوی لويي شارل د ۱۷۸۵ ع کال د مارچ په ۲۷ مه زېږېدلی و.دی د خپل مشر ورور له مړینې وروسته د ۱۷۸۹ میلادي کال د جون په څلورمه د فرانسې ولیعهد شو.

د ‍۱۷۹۲ ع کال د اګست په درېمه د فرانسې د شاهي رژیم له نسکورېدو وروسته شپاړسم لويي له خپل پلار (شپاړسم لويي) او مور (ملکه ماري انتوانت)، ترور الیزابت او مشرې خور سره د پاریس په ټمپل کلا محبس کې بندي شو.

شارل وروسته له دې د اوولسم لويي لقب ترلاسه کړ چې پلار یې شپاړسم لويي د ۱۷۹۳ ع کال د جنورۍ په یوویشتمه د ګیوتین په وسیله اعدام شو. اروپايي هیوادونو او فرانسویانو د اوولسم لويي په توګه دی په رسمیت وپېژانده.


خو دغه کوچیني بندي په محبس کې هيڅکله د اوولسم لويي د امتیازونو د خوند څکه ونه کړه. دی څو میاشتې وروسته له خپلې مور ملکه ماري انتوانت جلا کړای شو او د سیمون په نوم بې رحمه بندساتونکي ته وسپارل شو.

دغه ظالم سړي به دا بې ګناه ماشوم واهه او سخت کارونه به یې ورباندې کول.د فرانسې د انقلاب د ترور د دورې له پای ته رسېدو وروسته د کنوانسیون جرګې منځلارو پرېکړه وکړه چې اوولسم لويي له هغو بندیانو سره تبادله کړي چې د اتریش امپراتورۍ په قید کې ول.

خو دا یتیم ماشوم د کلونو کړاو او بد چلند له کبله سخت ناروغ و او مخکې تر دې چې له اُتریشیانو سره مبادله شي د نري رنځ یا سل په ناروغۍ  د ۱۷۹۵ ع کال د جون په اتمه، بې له دې چې د پاچهۍ خوند وګوري، ومړ.

خو د ده مور د ۱۷۹۵ ع کال د دسمبر په نولسمه د اتریش امپراتورۍ ته وسپارل شوه، په مقابل کې یې فرانسوي بندیان خوشي شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب