دوشنبه, دسمبر 22, 2025
Home+هالووین څه شی دی او له کله دود شوی؟

هالووین څه شی دی او له کله دود شوی؟

تاند – د ۲۰۲۵ کال د هالووین جشن به د تېر په څېر نن د اکتوبر په ۳۱مه – د عقرب ۱۰مه (هجري لمریزه نېټه تغییر کوي) په بیلابیلو هېوادونو کې جوړ شي.

په ځانګړي ډول په لوېدیځو هېوادونو کې دا ورځ د خلاقیت او د ډارونکو جامو او سینګارونو د نندارې په توګه پېژندل کېږي.

د دې شپې په اوږدو کې، خلک د ځانګړو جامو په اغوستلو او په محلي مراسمو کې په ګډون سره د دې جشن دودونه ژوندۍ ساتي. کورنۍ او ملګري په ګډه د ځانګړو خوړو، موسیقۍ، او د ساعتېرۍ په محفلونو کې برخه اخلي، او ماشومانو ته ځانګړې خوږې ورکول کېږي.

ډېر خلک خپل کورونه په هډوکو یا سکلېټونو، ارواوو او نورو ډارونکو نښو خپل کورونه سینګاروي، ترڅو د هالووین ځانګړې فضا رامنځته کړي. دغه سینګارونه د دې جشن یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.

د “هالووین” کلمه د انګلیسي له “All Hallows’ Eve” عبارت څخه اخیستل شوې، چې معنا یې “د سپیڅلیو شپه” ده. دا اصطلاح “د ټولو سپیڅلیو ورځ” (د نوومبر لومړۍ نېټه) ته اشاره لري، هغه ورځ چې په مسیحي مذهب کې د سپیڅلیو او شهیدانو د درناوي لپاره لمانځل کېده.

هالووین اوږد تاریخ لري او د لرغوني “سوون” په جشن پورې اړه لري، چې د سلتیانو ګیلانو قوم به لمانځه. دا قومونه څو پېړۍ مخکې له میلاد څخه د بریتانیا په ځینو برخو، په ځانګړې توګه په آیرلنډ او سکاټلنډ کې اوسېدل. په سوون کې، چې معمولاً د حاصلاتو د راټولو په وخت کې به جوړېده، خلکو اورونه بلول او د حیواناتو پوستکي اغوستل، څو د دوی په باور په دې توګه د مړو ارواحو مخه ونیسي.

په اتمه پېړۍ کې، درېیم پاپ ګریګوري د نوومبر لومړۍ ورځ د سپیڅلیو ورځ وټاکله او د سوون ځینې دودونه یې پکې شامل کړل، چې وروسته “هالووین” وبلل شوه.

له منځنیو پېړیو راهیسې، دا جشن په تدریجي ډول له مذهبي مراسمو څخه پر یوې خوندورې ټولنیزې ورځې بدل شو چې پکې ماشومان او لویان ځانګړي جامې اغوندي.

که څه هم دا جشن، چې په اکثرو انګلیسي ژبو هیوادونو او نورو لوېدیځو هیوادونو کې جوړېږي، مذهبه ریښه لري، خو اوس له مذهب سره هیڅ تړاو نه لري بلکې یو دود دی چې د ساتیرۍ لپاره یې هر کال جوړوي.

1 COMMENT

  1. د خلقت لویه لویه معجزه همدا د انسان شتون دی. د انسان دننی او باندنی جوړښت د ټولو کائناتو د جوړښت تر شتون حیرانوونکی دی.
    د انسان یا انسانانو د دباندنی جوړښت کیفیت د تنوع له نظره هم حیرانوونکی دی ( هره بشری ټولنه ځانته بیل بیل رواجونه لری، په حقیقت کی الله سبحانه هره ټولنه د خپلو رواجونو او فرهنګونو د لمانځنی له وجی خوښ او راضی ساتلی ده ) دا چی کوم فرهنګ او رواج د انسانی فطرت او خصلت او کرامت ته نژدی دی بېله مسئله ده.
    که څه هم هره انسانی ټولنه خپل فرهنګ او رواج ( که د مذهب پر اساس وی یا د نیکونو د میراث په اساس وی ) تر نورو فرهنګونو او رواجونو غوره ګڼی خو د انصاف څخه به لیری نه وی که اعتراف وشی چی د مسلمانانو رواجونه ( مثلاً اختریزی یا د نوروز لمانځنی ) د نورو ټولو رواجونو په پرتله د انسانی فطرت او سالمو روحیاتو او اخلاقو په ګاڼه سمبال دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...