دوشنبه, دسمبر 22, 2025
Home+په دې ورځ په لیزبون کې سخته زلزله وشوه

په دې ورځ په لیزبون کې سخته زلزله وشوه

تاند- له نن څخه 270 کاله پخوا د ۱۷۵۵ م کال د نوومبر په لومړۍ نېټه د پرتګال په پلازمېنه لیزبون کې زوروره زلزله وشوه.

زلزله د سهار په ۹ بجې او ۴۰ دقیقې وشوه، ورپسې څونامي راغله او اورونه بل شول چې له کبله یې لیزبون په تېره بیا د دغه ښار سمندرغاړې سیمې سختې ویجاړې شوې او د هماغه وخت د ښار په درو کې یوه برخه نفوس یعني ۶۵ زره انسانان مړه شول.

په ځینو اسنادو کې ویل شوي چې د وژل شویو کسانو شمېر تر یولکو زیات و.

له زلزلې وروسته د پرتګال د شاهي حکومت صدراعظم مارکي دو پومبال په خپل ټول هیواد کې د زلزلې د مخکې تر مخکې نښو او د زلزلې د اټکل په اړه د څېړنو امر وکړ. دا لومړی ځل و چې د زلزلو د پېښېدو د علمي دلیل د موند لو لپاره هڅه پیل شوه.

د لیزبون زلزلې د اروپایانو په تېره بیا د اروپايي منورو پر ژوند ژور اغېز درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...