شنبه, جولای 27, 2024
Home+په دې ورځ امریکايی شاعر ټي ایس الیوت زېږېدلی

په دې ورځ امریکايی شاعر ټي ایس الیوت زېږېدلی

له نن څخه ۱۳۵ کاله پخوا د ۱۸۸۸ د سپټمبر په دې ورځ (۲۶) نامتو امریکايي شاعر، لیکوال او کره کتونکی ټي ایس الیوت په میسوري ایالت کې وزېږید.

ده د خپلو ادبي او نقدي فعالیتونو په خاطر ډېرې نړیوالې جایزې ګټلې دي او په دې بریالی شوی چې په شعر، لیکوالۍ، نقد او د هنر په نورو برخو کې نوښتونه وکړي او نوې لارې رامنځ ته کړي. تر ننه پورې هم د ادبي نظریاتو او نقد په برخه کې د ایلیټ لیکنې او تګلارې د کارونې وړ دي او د ادبیاتو محصلین او د دې برخې لیکوالان یې له نامه او کارونو سره اشنا دي. هغه د ادبیاتو او هنر په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې وې. د کورنۍ ماحول یې ټول زده کړو او تعلیمي فعالیتونو ته مناسب و. نیکه یې پادري و، پلار یې سوداګر و، مور یې له شاعرۍ او لیکوالۍ سره مینه لرله او د تره زوی یې د څلوېښتو کلونو لپاره د نړۍ د معتبر پوهنتون هاروارډ رییس و. همدې مسایلو ته په کتو، هغه ته د ښه ژوند او پرمختګ ډېر فرصتونه برابر شوي وو. ده د نړۍ د ادبي مسایلو مطالعې ته پور وخت درلود او د لرغوني یونان تر څنګ یې د اروپا په تېره بیا د فرانسې د ادبیاتو کلاسیکې او د هغه وخت حاکمې ادبي نظریې او اثار ولوستل. ایلیټ باندې د همدې اثارو اغېز و، چې دی یې پیاوړی او نوموتی کړ.

توماس ایلیټ په میسوري ایالت کې زیږېدلی دی. پلار یې هنري ویر الیوت نومېده. هغه د خپل وخت پیاوړی سوداګر و، چې په امریکا کې یې په ډېرو فابریکو کې پانګونه کړې وه او ښې پیسې یې له دې درکه ګټلې. مور یې بیا له ادبیاتو او ادبي فعالیتونو سره مینه لرله. مدني فعاله او د بشري حقونو او په ټولنه کې د ښه والي د دودولو لپاره یې هڅې کولې. مور یې د دې تر څنګ د منظومو نندارو له لیکلو سره هم مینه لرله. مطالعه یې کوله او له الیټ سره یې هم په مطالعه او زده کړو کې پوره مرسته کوله. آندره الیت د توماس نیکه و، چې په سیلم ښار کې قاضي و. ده هم مرفه ژوند درلود او په سیمه کې له ځانګړي درناوي برخمن و. د تره زوی یې چارلز ډبلیو ایلیټ پوره څلوېښت کاله د نړۍ د وتلي پوهنتون هاروارډ رییس و، با استعداده سړی و، خلکو ورته درناوی درلود او په علمي برخه کې یې په هغه وخت کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي وو. د توماس پلرونه په اصل کې نیوانګلنډیان بلل کېدل، چې ځانونه یې عیسویان بلل او پر خپل مذهب ټینګ خلک وو.

هغه لا د ښوونځي زده کوونکی و چې شعرونه یې لیکل او له لیکوالۍ سره یې مینه وه. توماس ایلیټ په شپاړس کلنۍ کې د لومړي ځل لپاره د سمیټ اکاډمۍ نومې نشریه کې خپل لومړني شعرونه چاپ کړل. ښوونځی یې په بریا سره پای ته ورساوه او د کانکور ازموینې له لارې هاروارډ پوهنتون ته بریالی شو. پوره اته کاله یې په دغه پوهنتون کې زده کړې وکړې او خپله دوکتورا یې هم همدلته بشپړه کړه. له ۱۹۰۶ز تر ۱۹۱۴ز کال پورې ایلیټ په هاروارډ پوهنتون کې و. په هاروارډ کې یې چې زده کړې پیل کړې، درېیم ټولګي ته ورسېد بیا اروپا ته لاړ. دی لا محصل و چې د مطالعې او د فرانسې د ادبیاتو د مطالعې لپاره دغه هېواد ته لاړ. په المان او فرانسه کې یې نږدې دوه کاله تېر کړل او بیا د خپلې تحصیلي دورې د بشپړولو لپاره بېرته هاروارډ ته راستون شو.

په ۱۹۱۰ز کال کې یې د ماسټرۍ سند هم له هاروارډ واخیست او تر هغه وروسته لاړ پاریس ته. دلته یې د اروپا د ادبیاتو په تېره د فرانسې د زړو او نوو ادبیاتو په مطالعه پيل وکړ. پوره یو کال په پاریس کې و او دې یوه کال مطالعې یې پر فکر او زده کړو پوره اغېز درلود. بیا له فرانسې آلمان ته لاړ او لومړۍ نړیواله جګړه د دې سبب شوه چې هلته یې پيل کړې زده کړې پای ته ونه رسوي. له دې ځایه آکسفورډ ته لاړ، د یونان فلسفه یې ولوسته او په همدې وخت کې د معتبرې نشریې فایبر مسوول مدیر وټاکل شو.

په ۱۹۱۵ز کال کې په لندن کې هستوګن شو او له ویوین هیوود نومې نجلۍ سره یې واده وکړ. همدلته یې د معلمۍ او نقدي لیکنو لړۍ ته مخه کړه. خو هغه مهال ایلیټ لکه اوس دومره نومتی نه و، نه یې هم د لیکوالۍ او معلمۍ له درکه د خپل ژوند اړتیاوې پوره کولی شوی، له همدې امله یې د معلمۍ تر څنګ په لویدز بانک کې کار پيل کړ. اوس نو په دوو کې حیران و. له یوې خوا یې باید د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړې وای او له بلې خوا پر دې شکمن و، چې هسې نه کار یې پر ادبي ذوق او خلاقیتونو اغېز وکړي. ده له رواني او روحي اړخه له ادبیاتو او ادبي لیکنو سره مینه لرله، زده کړې یې هم په دې برخه کې کړې وې، نو په بانک کې کار کول یوه اړتیا وه. همدا وخت د ایلیټ د ژوند پرېکړه سخته شوه، خو په پای کې یې دا ومنله چې د خپل زړه او خپل ذوق خبره ومني. هغه په بانک کې له کاره لاس په سر شو او خپل ژوند یې شعر او شاعرۍ ته وقف کړ.

په ۱۹۱۶ز کال کې ایلیټ د فلسفې په برخه کې خپل ډېزرټیشن بشپړ کړ او هغه یې هاروارډ پوهنتون ته ولېږه. هغه په دې مقاله کې د فلسفې په اړه مهمو مسایلو ته کتنه کړې وه. پر بېلو مهمو برخو یې بحثونه کړي وو، ځکه ده د یوناني او اروپايي فلسفې لوست ته ډېر وخت ورکړی و. همدا چې د دوکتورا پایلیک ته لیکلې مقاله یې هاروارډ ته رسېږي، نو د دې برخې د ماهیرینو او پوهانو پام ځان ته اړوي. دا موضوع د دې سبب شوه چې د هاروارډ پوهنتون استادان ایلیټ ته د امریکا د ورتګ بلنه ورکړي. هغه مهال دی په لندن کې په شعر لیکلو او مطالعاتو بوخت و. ده هم پرېکړه وکړه چې هاروارډ پوهنتون ته به ځي، له خپلې مقالې به دفاع کوي او وروسته به خپل ډيپلوم اخلي، خو بېوزلۍ او د مېرمنې ناروغۍ یې هغه ته د دې سفر فرصت ور نه کړ. هغه له دې دوکتورا پاتې شو، خو بیا یې په ژوند کې د نړۍ له اتلسو معتبرو پوهنتونونو اتلس افتخاري دوکتوراوې وګټلې.

ایلیټ په لندن کې مېشت و او خپله شاعري یې کوله. د لومړي ځل لپاره یې د پاونډ په همکارۍ د (Prufrock and Other Observations) اثر په یوه ادبي مجله کې خپور شو. له دې وروسته یې څو شعري ټولګې چاپ کړې. تر ټولو مهمه او مشهوره شعري ټولګه یې (The Waste Land) ده چې په ۱۹۲۲ز کال کې یې چاپ کړې ده او هغه د دې سبب شوه چې د ایلیټ نوم خوله په خوله شي. همدې اثر یې د لومړي ځل لپاره ایلیټ ته جایزه هم وګټله. دې کتاب د ډایک په نامه ادبي جایزه خپله کړه. د دې اثر لیکل د ۱۹۲۱ز کال له مني پيل شوي وو او داسې مهال یې لیکلو ته ادامه ورکړه چې له سخت رواني وضعیت سره مخ و. همدا مهال د هغه مېرمن ناروغه وه، له مجبورۍ یې په بانک کې کار کولو ته مخه کړې وه او رواني فشار ان د ځان‌وژنې فکر ورته پيدا کړی و. له همدې امله د ایلیټ دا اثر ځينې باریکۍ لري. داسې مسایل پکې شته چې لوستونکی فکر او پوښتنو ته اړ باسي. په دې وخت کې ډاکټرانو دا هم ورته ویلي وو چې له لیکلو دې نور لاس واخلي، چېرته دې تفریح او چکر ته لاړ شي. ایلیټ هم لوزان ته ځي او هلته درې میاشتې چکر وهي، دغه وخت یې چې کوم شعرونه ویلي دي، په انګلیسي ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري.

مخکې مو وویل چې ایلیټ په بانک کې کار کاوه، خو دا دنده یې د یوې اړتیا او مجبوریت له مخې اخیستې وه. په ۱۹۲۵ز کال کې دې ته متوجه کېږي چې د بانک چارې یې پر تخلیقي قوت منفي اغېز کوي او دی به ونه شي کړی چې د خپلو زده کړو مطابق پنځونې وکړي، نو په بانک کې له کار کولو ډډه کوي او ځي د کتاب خپرولو په یوه معتبر بنسټ فایبر کې فعالیت پيلوي. ده د فلسفې په برخه کې مطالعه کوله، همدې مسایلو دې ته اړ کړ چې د دین په اړه فکر وکړي، د ځوانۍ ډېر کلونه یې په بې دینۍ کې تېر کړل، خو له دې وروسته د انګلستان له کلیسا سره یو ځای شو. له همدې وروسته یې په اثارو کې مذهبي او روحاني افکار رامنځ ته شول.

ایلیټ پرله پسې ادبي کارونو دې ته وهڅاوه چې پر شته ادبي جریانونو نقد وکړي. هغه مهم ادبي نظریات وړاندې کړل، تر ډېره یې نظریات د نقد په برخه کې دي، لا هم د ادبیاتو مسلکي نقادان د ایلیټ له تګلارې او نظریاتو په استفادې پر ادبي اثارو نقد کوي. د ایلیټ تر ټولو مشهو نقد د شکسپیر پر اثارو و چې په هغه وخت کې ډېر مشهور او د دغو اثارو نیمګړتیاوې او لوړتیاوې یې لوستونکو ته وړاندې کړې وې.

په ادبي برخه کې د بریاوو په دوام، ایلیټ په ۱۹۴۸ز کال کې د انګلستان د سلطنت شاهي افتخاري مډال وګاټه. په همدې کال کې یې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل نړیواله او تر ټولو معتبره جایزه هم وګټله. د نوبل بنسټ هغه مهال په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې د ایلیټ اثارو په معاصر شعر کې پرمختګ راوستی او شعر ته یې غنا بښلې ده.

ایلیټ د شعر او ادب تر څنګ د بشري پرمختګ لپاره او همدا راز د بشردوستانه همکاریو په برخه کې هم فعالیتونه تر سره کړي دي. ویل کېږي چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ایلیټ ته له خلکو سره د بشري مرستو د تر سره کولو مسوولیت ورسپارل شوی و او په ښه توګه یې مخ ته یوړ. هغه د زړه له تله له ځایي بنسټونو او هغو اداراتو سره همکاري کوله چې د بشري خدماتو په برخه کې فعال وو. ایلیټ وروسته تر هغه نړیوال شهرت ته ورسېد چې د نوبل جایزه یې وګټله. ایلیټ له دې وروسته ځانګړی محبوبیت درلود او کارونو ته یې هم د پخوا په پرتله لا ډېر د قدر په سترګه وکتل شول. په امریکا او برېټانیا کې د هغه مهال سترو شاعرانو ایلیټ ته د مخکښ او پیاوړي شاعر په سترګه کتل او د اثارو ستاینه یې کوله. ډېرو بیا د ده په تقلید شاعري کوله او د نقد چارې یې مخ ته وړې.

ایلیټ په بېلو برخو کې د پام وړ کارونه کړي دي. لسګونه لکچرونه یې وړاندې کړي دي او لسګونه مقالې یې خپرې کړې دي. هغه ډېرې شعري ټولګې هم چاپ کړې دي. د هغه خپرې شوې مقالې او ان په پوهنتونونو کې وړاندې شوي لکچرونه مینه‌وال او لوستونکي لري. بالاخره د نړۍ په کچه دا مشهور تیوریسن او لیکوال د ۱۹۶۵ز کال د جنورۍ په څلورمه د ۷۶ کلونو په عمر وفات شو.

شفیق امیرزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب