Homeخبرونهعمران خان د پاکستان له لوی درستیزه وغوښتل چې له طالبانو  سره...

عمران خان د پاکستان له لوی درستیزه وغوښتل چې له طالبانو  سره د خبرو لپاره افغانستان ته ولاړ شي

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۴ مه) د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د خپل هیواد د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر څخه غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

عمران خان د افغانستان د جګړې تجربې ته په اشارې وویل چې حامد کرزي او اشرف غني د طالبانو پر ضد له پوځي عملیاتو سره ځکه مخالفت کاوه چې دا ډول عملیات «یوازې تروریزم لا پسې زیاتوي».

هغه د تحریک طالبان پاکستان پر ضد جګړه د افغانستان د پخواني حکومت د تجربې په څېر ناکامه تګلاره وبلله.

هغه دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو له امله په خیبر پښتونخوا کې ملکي وګړي ووژل شول. عمران خان ډیورند کرښې ته څېرمه په تیرا کې پر ملکي وکړو د پاکستان پر هوايي برید نیوکه وکړه او هغه یې  د خیبرپښتونخوا د ایالني حکومت د بدنامولو لپاره هڅه وبلله.

د پاکستان پوځ وړمه شپه په تیرا کې پنځه کورونه بمبار کړل، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۲۲ ملکي وګړيوژل شوي دي.

دې پېښې د سیمې د اوسیدونکو اعتراضونه وپارول.

عمران خان د پنجشنبې په ورځ په اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې ولیکل: «اشرف غني راته په خپله ویلي و چې پوځي عملیات یوازې تروریزم زیاتوي، ځکه چې په لړ کې یې بې‌ګناه خلک وژل کېږي.»

ده زیاته کړه: «تر دې وړاندې حامد کرزي هم امریکایانو ته خبرداری ورکړی و چې کله عملیات ترسره شي، د بې‌ګناه خلکو ژوند اخیستل کېږي او ۹۰ سلنه هغه کسان چې طالبانو ته ورګډېږي، د همدې تلفاتو له امله د خپګان او غصې له کبله دا کار کوي.»

نوموړي وویل چې په خپله یې د صدراعظیمۍ پر مهال له طالبانو سره اړیکې ښه کړې وې او «همدا چاره د قبایلي سیمو د ارامښت لامل شو».

عمران خان ټینګار وکړ چې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات باید په قبایلي سیمو کې ودرول شي.

عمران خان تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر ته ویلي و چې له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته لاړ شي خو د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ د خیبرپښتونخوا د اعلي وزیر له سفر سره کلک مخالفت وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...