جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد میلیونونو کډوالو له ستنېدو سره په افغانستان کې د ترهګرو جلب...

د میلیونونو کډوالو له ستنېدو سره په افغانستان کې د ترهګرو جلب و جذب ته لاره هواره شوې

تاند (جمعه، د تلې/ میران ۴ مه) د ترکیې ډیلي نیوز د یوه تحلیلي راپور له مخې، د ډیپلوماټیکو او امنیتي سرچینو اندېښنه ده چې د پاکستان او ایران له لوري بې‌وزله افغانستان ته د میلیونونو کډوالو د ستنېدو ستره څپه ښایي د داعش-خراسان د پیاوړتیا سبب شي.

د سږ کال له جنورۍ راوروسته شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي؛ ډېری یې هغه کسان دي چې لسیزې یې په بهر کې تېرې کړي یا په لومړی ځل د افغانستان پر خاوره ګام ږدي.

د ملګرو ملتونو د اورپکو د څارنې د کمېټې پخواني همغږوونکي، هانس-یاکوب شندلر، ویلي: «د دې خطر ډېر زیات دی چې داعش-خراسان دې له دغو نوو ستنو شویو افغانانو د جذب سرچینه جوړه کړي.»

ډیلي نیوز لیکي: په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

خو داعش-خراسان، چې د افغانستان په ختیځې کې یې ځای نیولی، لا هم وخت ناوخت بریدونه کوي او د طالبانو د واک او سیمې د ثبات لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.

شندلر زیاتوي: «د ۲۰۲۱ له اګست راوروسته، دې ډلې د طالبانو ناهیلې شوې غړي او هغه افغانان چې د نوي نظام برخه نه دي، په خپلو لیکو کې جذب کړي دي.»

ملګرو ملتونو په جولای کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د اورپکو د بېلابېلو ډلو لپاره «مناسب چاپېریال» شته چې د منځنۍآسیا او نورو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ جوړوي. د دې راپور له مخې، تر ټولو ستر ګواښ له داعش څخه دی چې شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري او په تېرو کلونو کې یې په روسیه، ایران او پاکستان کې خونړي بریدونه کړي دي.

که څه هم د پاکستاني طالبانو (TTP) جنګیالي درې برابره زیات بلل شوي، خو د دوی تمرکز د پاکستاني پر امنیتي ځواکونو دی او پر هغو پر له پسې بریدونه کوي.

اسلام‌اباد پر طالبانو تور پورې کوي چې اورپکو ته یې په افغانستان کې خوندي ځایونه ورکړي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا پرله پسې ویلي چې «په افغانستان کې نورې ترهګرې ډلې نه شته.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ (UNHCR) وړاندوینه کړې چې د کال تر پایه پورې ښایي څلور میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شي.

د دې ادارې د بشري مرستو همغږوونکي اندریکا رتوټ وویل: «کله چې دوی راځي، له سترو ننګونو سره مخامخ کېږي؛ نه کار، نه سرپناه او نه هم اساسي خدمتونو ته لاسرسی لري. په دې توګه دوی د ناوړه استفادې او د وسله‌والو ډلو د جذب په ګډون، له جدي ګواښونو سره مخامخ کېږي.»

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني ځانګړي استازي زلي خلیلزاد هم اندېښنه ښکاره کړې وه چې پاکستان ممکن د کډوالو په منځ کې د داعش غړي هم افغانستان ته واستوي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د افغانستان نژدې نیمایي خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ۱۵ – ۲۹ کلنو ترمنځ ځوانانو شاوخوا څلورمه برخه بې‌کاره دي. یوې اروپایي ډیپلوماتیکې سرچینې ویلي: «موږ پوهېږو چې ځینې افغانان د عقیدې له مخې نه، بلکې د اقتصادي اړتیا له کبله وسله‌والو ډلو ته ورګډېږي.»

د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت (ISSI) د غړې امینه خان په وینا، هغه افغانان چې لسیزې یې په بهر کې تېرې کړي، کله چې افغانستان ته ستنېږي، د بهرنیانو په سترګه ورته کتل کېږي او ځینې یې په پاکستان کې د خپلو شتمنیو او کاروبارونو د ضبطېدو له کبله کرکه لري.

هغې زیاته کړه: «دغه کسان د هغو بهرنیو اورپکو ډلو لپاره مناسب هدف ګرځي چې په سیمه کې فعالیت کوي.»

د مسکو د شمېرو له مخې، افغانستان اوس مهال د شاوخوا ۲۰ ډلو، چې ۲۳ زره وسله وال لري، د اورپکو کوربه دی.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګی شایګو د اګست په پای کې وویل: «تر ټولو ستره اندېښنه د داعش-خراسان فعالیتونه دي… چې د روزنیزو مرکزونو ډېری یې د هېواد په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې پراته دي.»

2 COMMENTS

  1. څرنګه چی شواهد ښيي اوس خو طالبان یواځې د تیر جمهوریت خلکو بسې ګرځي او پټ پټ یی د نابیژاند وسله وال په نوم وژنی کندهار، لوګر، ننګرهار او پکتیا کې د سلګونو ځوانانو او پخوانیو عسکرو قتلونه یی مثال دی. دترهګرو ګروپونو غړی آزاد او بیغمه دی خو تعلیم یافته وطنپال دطالبانو هدف دی چی یو هم ژوندی نه پریږدی

  2. همدا شانته ده، پاکستان د خپل هدف چې د افغاوستان ټوټه کول د ، دد هدف د رسولو لپاره پاکستان تالب په قد ت را وست، چې منورين، دپوهنتون استادانووژني ………… ټول مجبور کړل شول چې افغانستان پريږدې او بهر ته لاړشې.
    اوس داده د تالبان دا پاتي د زدکړې او پوهې خاوندان په افغانستان کې له منځه وړې تر څو په افغانستان داسې څوک پاته نشې چي د پاکستان د شومو هدفنو همغږه نه وې. همدا تکتک پاکستان د پښتنو او بلڅو په ضد په پکستان کي هم کاروې چې سرکښ خلک لکه عثمان کاکړ، لوڼي او يو يو د نشنل عوامې ګوند غړې تروره وې.
    تالبان د پاګستان عسکر دې او افغانستان یی ئی يرغمل ګړی چې خپل شوم هدفونه اسلا په نامه پلې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب