لیکوال: محمد محق
دیني مفکوره د تأسیس له عصره د توسعې تر عصره پورې
د ادیانو تاریخ راښيي چې هر دین په خپل تاریخ کې له دوو نسبتاً مهمو پړاوونو تېر شوی دی او هر پړاو یې خپلې خاصې غوښتنې درلودلې دي. ځینې متخصصان لومړی پړاو د تأسیس پړاو بولي او دویم پړاو د پراختیا او توسعې پړاو. په دې برخه کې له مثاله استفاده کولای شو. یو نیالګی په نظر کې ونیسئ چې له لک کولو یې ډېر وخت نه تېرېږي او نوې نوې غوټۍ کوي. هر تېز باد یې ګواښلی شي. هر طبیعي او قصدي آفت یې له بیخه راایستلی یا وچولی شي. دغه نیالګی کافي ساتنه او پالنه غواړي او باید له هر ډول ګواښ او خطره وساتل شي. کله چې دغه نیالګی غټ شي، څانګې او ښاخونه وکړي، ژورې ریښې وځغلوي او غښتلې ونه ځنې جوړه شي بیا به هغه کمزوری نیالګی نه وي چې هره وږمه یې ولړزوي او له هر ټکانه زیانمن شي. خو دې حالت کې بیا نور دې ته اړتیا لري. ډېر خلک به غواړي چې تر سیوري لاندې یې ارام وکړي، یا یې له میوې استفاده وکړي او یا نورې ګټې ځنې واخلي.
ادیان په لومړي پړاو کې له ګڼو خطرونو سره مخ وي او په دې پړاو کې یې لومړیتوب د خپل هویت تثبیتول دي. ځکه خو په دې پړاو کې هغه پولې لومړیتوب مومي چې دغه هویت روښانوي او هغه لارښوونې اهمیت پیدا کوي چې د دې دین پیروان د نورو ادیانو له پیروانو بېلوي.
همدارنګه په دې زیان منونکي پړاو کې له توطیې او دښمنۍ وېره له دین سره مله وي او دا وېره یې په ځینو تعلیماتو کې ښکاري. د همدې خطرونو په وجه یې پر بحثونو او خبرو د مقابلې، جګړه مارۍ او ښايي د شخړې او جګړې ژبه حاکمه وي او خپل پیروان جګړې ته وربولي. دا بهیر تقریباً د ټولو ادیانو د پیل په پړاوونو کې لیدل کېږي.
ځینې ادیان په مختلفو دلیلونو او علتونو بریالي کېږي چې له لومړیو ننګوونو راتېر شي او ګڼ شمېر غړي او پیروان پیدا کړي. غالباً له زړو ادیانو سره د نوي دین مخامختیا له شخړې سره مله وي او هر یو غواړي پر رقیبانو بر شي. که دغه شخړه د نوي دین په بریا تمامه شي او دغه دین د خپلې جغرافیايي قلمرو پر نورو ادیانو بر شي، بیا نو پیروان یې دې ته اړتیا لري چې خپل مطلوب دولت او ټولنه رامنځته کړي او په طبیعي چارو لګیا شي.
تر دې پړاوه وروسته د پراختیا او توسعې پړاو پیلېږي. دې وخت کې چې د دین او د هغه د پیروانو هستۍ ته کوم ګواښ نه وي او د دین اقتدار تثبیت شوی وي، دې ته اړتیا وي چې د ژوندانه د چارو په سمبالولو کې بریا ترلاسه کړي او دا کار په مختلفو څانګو او ډګرونو کې د استعدادونو جذبولو ته اړتیا لري چې ټول سره په ګډه د نوي نظم په جوړلو کې برخه واخلي.
معمولاً په دې کار کې تر هغو پورې نه شو کامیابېدای چې د دین د پیروانو زغم دومره زیات شوی نه وي چې د مومنانو په ټولنه کې د نورو ادیانو د پیروانو او د نورو ډلو لپاره ځای پیدا شي او د هغوی د وړتیاوو او استعدادونو د جذب لپاره زمینه برابره شي.
په دې پړاو کې، د دین د ننه او له دینه بهر بل وړ انګېرونکي معمولاً د زغملو وي ځکه چې د دوی شتون نه یوازې دا چې اوسني حالت ته کوم خطر او تاوان نه پېښوي، بلکې د تمدن په پیدایښت او د فرهنګ په وده کې نه انکارېدونکی نقش لري. هغه بحث چې تر دې وروسته به د دین په نامه ترویجېږي، غالباً به مداراګر او بل منونکی وي چې د وطنوالو پر تېښتې تمام نه شي او کورنۍ شخړې ونه زېږوي. د هر ډول تودې او تاوتریخجنې شخړې پای به د مومنانو بربادي او ناکامي وي.
یو دلیل چې د ادیانو د پیروانو په منځ کې د تسامح او بل منلو ظرفیت زیاتوي، په دې ادیانو کې د مختلفو مذهبونو او ډلو رامنځته کېدل دي چې دا بیا پخپله ګڼ نور عاملونه لري. د مختلفو ډلو او فرقو موجودیت د دې سبب کېږي چې یو ډول تکثر او تنوع رامنځته شي او د ټولنې شتمني زیاته کړي. له بلې خوا به د مختلفو فکري ډلو ترمنځ د قوا توازن ایجاد کړي چې هېڅ ډله ونه شي کولای د بلې ډلې ختمولو ته ملا وتړي. د دین د پیروانو لپاره د باندنیو دښمنانو د خطر کمېدل او په دننه کې د سلیقو او تمایلاتو زیاتېدل، د فرهنګ او تمدن وده راولي.
څه چې وویل شول، یوازې د یوه خاص دین لپاره ځانګړي نه دي، بلکې ډېر دینونه پر همدې لاره تېر شوي دي. اسلام هم په تاریخي لحاظ د تاسیس او توسعې پړاوونه تېر کړي دي او اسلامي مفکوره هم د هر پړاو له غوښتنو سره سم انقباض او انبساط لرلي دي.
د اسلام په تاریخ کې لومړني کلونه له ګڼو دښمنیو سره مله وو. دښمنانو یې هڅه کوله چې ختم یې کړي. په دې پړاو کې پر مقاومت ټینګار کېده او مسلمانان له مقابل لوري سره مخامخ جګړې ته هڅول کېدل.
په راوروسته پېړیو کې چې د اسلام قلمرو دریو مهمو براعظمونو ته وغځېده، هغه خطرونه له منځه تللي وو او متفاوت عصر پیل شوی و. په دې وخت کې هېڅ توپان نه شو کولای اسلام له خپل ځایه وخوځوي. د بهرنیو خطرونو تر لرې کېدو وروسته، اسلامي ټولنې خپله غېږه د مختلفو ډلو ته، ان د نورو دینونو وګړو ته، پرانیسته او هغوی یې د خپلو اتباعو په حیث ومنلې او د هغوی له وړتیاوو څخه یې د اسلامي تمدن د لاغوړېدا لپاره ښه ګټه واخیسته.
هغه اسلامي فکر چې په دې پړاو کې رامنځته شوی، له داسې تنوع او رنګانګۍ برخمن دی چې مختلفو فقهي – حقوقي مکتبونو په کې د مختلفو عقیدتي – کلامي مکتبونو او تمایلونو تر څنګ یو ځای په ودې پيل وکړ، همدارنګه په تفسیر او حدیث کې مختلفې مدرسې پیدا شوې. عرفان او تصوف له یوې خوا، فقه او حدیث له بلې خوا او فلسفه او کلام له بل لوري د مسلمانانو تر منځ د فکري مبحثونو تنور ګرم کړ.
د اسلام د تاریخ د توسعې په پېړیو کې د فکري منابعو او مبحثونو ګڼوالی د وخت طبیعي غوښتنه وه. نن سبا داسې ګڼ کتابونه په لاس کې لرو چې د اسلامي تمدن بُعدونه تشریح کوي او په هغه دوران کې غوړېدلي علمونه او فنونه راپېژني.
خو څه چې موږ یې له دې مبحثونو زده کوو، دا دي چې د اسلامي فکر طبیعت ته پام وکړو چې د هرې دورې له شرایطو سره مطابق و او د هماغه دورې پوښتنو ته یې ځواب وایه. د هرې دورې تاریخي محصول د خپل پيدایښت له شرایطو سره متناسب وي که چېرې دا شرایط بدل شي، محصولات یې هم د تاریخ د آرشیف برخه ګرځي، البته مطلب دا نه دی چې نور به د استفادې وړ نه وي،، بلکې په دې مانا چې عملي استفاده به یې محدوده شي.
یو له هغو تېروتنو چې نن سبا د دیني فکر له ډېرو مفاهیمو سره د تعامل په اړه کېږي، دا ده چې د دین د تل پاتې احکامو او د مقطع یي تحلیلونو او تفسیرونو تر منځ پوله له پامه غورځول کېږي. نن سبا اکثره مسلمانان دا هېروي چې د مسلمانو متفکرانو، فقیهانو او عالمانو راپاتې لیکنې او اثار، سره له دې چې خپل ارزښت او اهمیت لري خو عملاً داسې محصولات دي چې په خاصو شرایطو پورې اړه لري.
د تللیو د اثارو هغه خزانه چې موږ یې نن لرو، د هغو ارزښتمنو هڅو نتیجه ده چې په مختلفو پېړیو کې د وخت له غوښتنو سره سم ترسره شوې دي. که وشو کولای د هر فکري مفرداتو د پیدایښت شرایط وپېژنو او تاریخي سیاق یې وڅېړو، بیا نو کولای شو په لا خلاص لاس او اجتهادي صلاحیت ورسره تعامل وکړو او موږ هم د پخوانو په شان دیني فکر داسې وپالو چې زموږ د وخت او زمان روح منعکس کړي او زموږ د اوسنیو شرایطو غوښتنې په پام کې ونیسي.
مخکې تر دې چې په اوسني عصر کې پر دیني فکر او فکري مقولو بحث وکړو، باید پر دیني فکر د زمان او مکان نقش له نظره تېر کړو.