جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد بلوچستان اعلي وزیر: په افغانستان مېشت ترهګر د طالبانو له ملاتړه...

د بلوچستان اعلي وزیر: په افغانستان مېشت ترهګر د طالبانو له ملاتړه برخمن دي

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۴ مه) د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بوګټي ادعا کړې چې د ده په وینا په افغانستان کې دېره «ترهګر» د طالبانو په ملاتړ د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کوي.

بوګټي پرون (پنجشنبې) په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان امنیتي وضعیت خراب شوی او وسله‌والې ډلې، په ځانګړي ډول د بلوچستان د آزادۍ پوځ، په نوو تاکتیکونو پر امنیتي ځواکونو مخامخبریدونه کوي او تر پخوا یې د بریدونو کچه زیاته کړې ده.

هغه ټینګار وکړ چې د وروستیو وژل شويو ترهګرو ډېری یې د افغانستان وګړي وو او طالبانو ورته «خوندي پټنځایونه او د روزنې کمپونه» برابر کړي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ پخوا ایران د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو په ملاتړ تورناوه خو وروسته له هغه چې د یو بل د مخالفو بلوچو جنګیالیو پر سر  د دوو هیوادونو اړیکې ترینګلې شوې او دواړو د یو پر خاوره بریدونه وکړل، نه ایران او نه پاکستان یو بل د بلوچو ډلو په ملاتړ تورنوي. پاکستان د ایران پر ځای اوس دا تور په طالبانو پورې کوي.

د بلوچستان اعلي وزیر له طالبانو وغوښتل چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي. په دغه تړون کې طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. طالبانو په ځلونو د پاکستان تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر بل هیواد د برید لپاره کار واخلي.

طالبانو له پاکستانه غوښتي چې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.

د راپورونو له مخې، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو لپاره امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

1 COMMENT

  1. ای لعنتي خنزیره ! ته نه ضمیر لرې نه غرور بلوڅ اتلان جنګیږي د ازادي لپاره ته د جناح فرنګي په غیږه کې چړچې کوې. وخت راځي تا به همدغه پنجابی مردار کړي. 👎😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب