Homeخبرونهطالبانو، یوه ښځه او یو سړی د نامشروع اړیکو په تور عام...

طالبانو، یوه ښځه او یو سړی د نامشروع اړیکو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي

تاند(جمعه د تلې ـ میزان ۴مه) ‏د طالبانو ستره محکمه وایي، چې میدان وردګ ولایت کې یې یوه ښځه او یو سړی چې د نا مشروع اړیکو په جرم تورن و په عام محضر کې په دُرو وهلي.

دغه کسان پرون پنجشنبه د میدان وردګ د ښاري ابتدایئه محکمې د پرېکړې پر بنسټ پر بدني سزا رسول شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې تورنو کسانو ته د سترې محکمې له تایید وروسته ۲۰ـ ۲۰ دُرې سزا ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو سترې محکمې وړمه ورځ هم په کابل کې ۱۷ کسان چې په بېلابېلو جرمونو تورن و په عام محضر کې په دُرو وهلي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...