تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان دوهمه) د وینې د شکر د کچې د متوازن ساتلو لپاره په ورځني ژوند کې د یوه ساده عادت خپلول ګټه لري. یوې نوې څېړنې ښودلې چې له خوړو وروسته د لنډ وخت لپاره سپک فزیکي فعالیت، په ځانګړي ډول پلی تګ، کولی شي په وینه کې د ګلوکوز کچه تر کنټرول لاندې ساتلو کې مرسته وکړي.
شکر یوه مزمنه ناروغي ده چې په کې په وینه کې د شکر اندازه له نورمالې کچې لوړېږي. د شکر تر ټولو عام ډول دوهم ډول شکر دی، په داسې حال کې چې لومړی ډول شکر او د امیندوارۍ پر مهال شکر هم د دې ناروغۍ له مهمو ډولونو څخه دي. له خوړو وروسته په وینه کې د ګلوکوز کچه لوړېږي او معمولاً له ۶۰ تر ۹۰ دقیقو پورې د پام وړ زیاتوالی پکې لیدل کېږي.
په «Complementary Therapies in Medicine» مجله کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، ۳۱ پخوانۍ څېړنې ارزول شوې چې په ټولیز ډول ۵۷۳ کسان پکې شامل وو. په دغو څېړنو کې پر روغو کسانو سربېره هغه کسان هم شامل وو چې د دوهم ډول شکر یا د وینې د لوړ شکر ستونزه یې لرله.
په څېړنه کې د وینې پر شکر د پلی تګ، بایسکل چلولو، یوګا او نورو لنډمهالو فزیکي فعالیتونو د اغېزو ارزونه شوې ده. پایلو ښودلې چې له خوړو وروسته د ناست پاتې کېدو پر ځای سپک فزیکي فعالیت کول د وینې د ګلوکوز او انسولین پر غبرګون مثبت اغېز لرلی شي.
د څېړنې له مخې، له خوړو وروسته یو څه وخت ولاړ پاتې کېدل هم د پرلهپسې ناستې پرتله غوره کېدای شي، خو سپک پلی تګ ترې ډېر اغېزمن بلل شوی دی. څېړونکو ویلي، له خوړو وروسته د ولاړې یا درېدو په نتیجه کې د وینې د ګلوکوز کچه په منځنۍ توګه ۹.۵۱ سلنه کمه شوې، په داسې حال کې چې له خوړو وروسته د سپک پلی تګ پر مهال دغه کموالی په متوسط ۱۷.۰۱ سلنې ته رسېدلی دی.
په یوه بل تحلیل کې د ورځې په اوږدو کې هر ۳۰ دقیقې وروسته له دوو تر پنځو دقیقو پورې د درېدو یا پلی تګ اغېزې هم ارزول شوې دي. پایلو ښودلې چې د پرلهپسې ناستې پر ځای په وقفهیي ډول حرکت کول د وینې د شکر لپاره ګټور تمامېږي.
څېړونکي وايي، د پلی تګ پر مهال عضلې ګلوکوز د انرژۍ په توګه مصرفوي، چې له امله یې د وینې د شکر پر کچه مثبت اغېز رامنځته کېدای شي. خو د شکر ناروغان باید د خپلو درملو، خوړو یا ورزش په معمول کې له بدلون راوستلو مخکې له خپل ډاکټر سره سلا وکړي.