تاند(چهارشنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) د «سکایټرېکس» د ۲۰۲۶ کال په درجهبندۍ کې د اریانا افغان هوايي شرکت په منځنۍ اسیا کې د ۴۵ هوايي شرکتونو په منځ کې اووم مقام خپل کړی دی.
د دغه شرکت چارواکي وايي، اریانا افغان هوايي شرکت په ۲۰۲۵ کال کې په دې نوملړ کې اتم ځای درلود، خو سږ کال د خدمتونو د کیفیت د ښه والي او د خپلو فعالیتونو د پراختیا له امله یو مقام پورته شوی دی.
د چارواکو په وینا، دغه هوايي شرکت په ۲۰۲۶ کال کې د خدمتونو کیفیت، د الوتنو خوندیتوب، د کابین مسلکي عمله او په هوايي چلند کې د تجربې په څېر معیارونه پوره کړي او له همدې امله په منځنۍ اسیا کې د لسو غوره هوايي شرکتونو په ډله کې شامل شوی دی.
سکایټرېکس یوه نړیواله اداره ده چې د هوايي چلند او هوايي شرکتونو د خدمتونو کیفیت ارزوي او هر کال د ځانګړو معیارونو پر بنسټ هوايي شرکتونه درجهبندي کوي.