شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهله بې ساه سره خبرې(لنډه کیسه) حیات ژوند

له بې ساه سره خبرې(لنډه کیسه) حیات ژوند

ــ… نو دلته له څو کالو راهیسې ولاړ یې؟

ــ له کومې چې خلق شوی یم.

ــ زړه به دې تنګ وي؟

ــ ښايي. موږ له دوه حالاتو نه بهر نه اوسو، که دواړه وازمایو، پر دواړو به ښه پوه شو. زه له کلونو راهیسې همدلته ولاړ یم، همدلته خلق شوی یم، دوړې رانه څنډل شوې دي، یوازې دومره مزل مې کړی، چې له دویم پوړ نه لومړي پوړ ته یوازې د همدې نندارتون لپاره راکښته کړای شوی یم، بله نړۍ مې نه ده لیدلې.

ــ د دې خلکو راشه درشه درسره څنګه ده؟

کله کله خو له ځان سره وایم، چې دوی بې ځايه ما ته بې روحه شى وايي. دوی د روح په مانا نه پوهېږي، زه خو د دوی روح د کنګل په څېر بولم. دلته زما لیدو ته خلک راشي، سر تر پایه راته وګوري، بیا رانه تېر شي. یو نیم يې زما پر پښتۍ ګوتې راتېري کړي او زه وانګېرم، چې دا زما د وجود یوه برخه ده، زما د ورکې شوې او له ما د جلا شوې پښتۍ.

سړي سر وڅانډه، لاسونه يې د کورتۍ په جېبونو کې دننه کړل:

ــ تر موږه لوړ يې، اوږې دې زموږ له اوږو پلنې دي، لاسونه دې لوی او زموږ تر لاسونو پنډ دي.

ــ هو. له تاسې لوړ او غټ یم، ښايي هم «لوی» به یم؛ خو پر یوه خبره پوهېږم، خبره دا چې زما وجود له جېن (Gen) څخه نه دی جوړ. ما دا پړاوونه نه دي وهلي، نه خو مې د ماشوم په څېر له نامه غوټۍ پرې شوې او نه مې هم د وزو په څېر پېروان لرلی دی. زه له اوله همدومره لوی هست شوی یم.

ــ خو ته د بشر خلقت یې، زموږ په لاس جوړ یې. ته رښتینی نه یې، موږ رښتیني موجودات یو.

ــ ښايي. ته هم په ډاډ دا خبره نه شې کوای. ښايي ته هم سیوری واوسې. پر دېوال یو خوځند سیوری. موږ ښايي دواړه سیوري واوسو. ښايي په سیوري کې ورځې او شپې به هم تېروو، څوک څه خبر.

سړی شاوخوا وکتل، خلک یې له نظره تېر کړل، د کورتۍ له جېبونو يې لاسونه وایستل، پر زنګانه يې کېښوول او له کرسۍ اوچت شو. څو ګامه مخکې لاړ، چې ناڅاپه يې پر اوږه لاس کېښوول شو. سړي شا ته مخ واړاوه.

ــ «سعده! تا ته مې پام و، خو ته په خبرو سر وې. خلک هسې وایي، چې ډبرې له چا سره نه غږېږي، دا دى ته يې ښه بېلګه يې. تا خو سمې اوږدې خبرې ورسره وکړې.»

د سعد شونډې ویړې شوې، خپل ملګري ته ورغاړې واته. څو ګامه وړاندې لاړل او پر دوه کسیزې کرسۍ کېناستل.

سعد خپل ملګري ته مخ ورواړاوه او ويې ویل: «رسامي دې اوس څنګه ده؟ اوس خو به دې پنسل کښل هم هېر شوي وي. له استاده به دې په څه زاریو د کامیابۍ نومرې اخیستې.»

په همدې سره دواړو وخندل او ملګري يې د مخې له جېبه قلم راوکيښ، په ګوتو کې يې تاو کړ او ويې ویل: «رسم؟! نه مې وه ورسره جوړه. رسم موږ ته څه نه شي راکوی. ژوند ستړی دی، په رسامي باید ضایع نه شي.»

د سعد ملګري سترګې د نندارتون په ها بل سر کې په یوه سړي ولګېدې، د لاسونو په اشارې یو بل ځان ته وغوښتل، دی له کرسۍ پاڅېد او مخه ښه يې وکړه.

نندارتون له خلکو ډک و، بره په چت کې اوږد کتار ګروپونه روښانه و. سعد غوښتل بېرته خپله کيسه پيل کړي؛ خو مخکې تر دې يې باید یو ګیلاس چای رااخیستی وای. څو ګامه مخکې د نندارتون په کيڼه څنډه کې پر یوه اوږده مېز پيالې اېښې وې، تر شا يې یو سړی ولاړ و. سعد ته يې وویل: «تور که شین چای؟»

ــ شین.

سعد پياله اوچته کړه، له پیالې تاو تاو، تاوونه پورته شول. چای والا ته بېرته وروګرځېد، له پتنوس نه یې یوه کولچه اوچته کړه. یو ځل بیا د مجسمې پر لور روان شو، خو تر مخې يې دوه کسان ولاړ وو، د مجسمې پر زنګانه یې لاس ورتېر کړ، د شهادت په ګوته يې په بېډۍ وروټکوله او سر يې وښوراوه: «له ګچ نه جوړه ده.»

سعد مجسمې ته ورلنډ شو او د چای ست يې ورته وکړ.

ــ نه. زموږ اړتیاوې محدودې دي، که لږ په ځير ووایم، ځان هېڅ څيز ته اړ نه بولم.

سعد له کولچې خرپ پورته کړ او یو غوړپ چای يې ورپسې ګوټ کړ:

ــ له اړتیاوو پرته ژوند نه شي.

ــ ښايي. زه یې تجربه نه لرم؛ خو اړتیا ازادي محدودوي.

سعد په سوچونو کې ډوب شو او وریاد شول، چې درې میاشتې مخکې یې د یوې کوچنۍ دندې د پیدا کولو لپاره د چا زنې ونه نیولې؟!

مجسمه پر خپل ځای ولاړه وه، اوږده لوړه تنه، ښایسته نرۍ پوزه، میینې شونډې او منور مخ يې لاره.

سعد وویل: «هو! له تنې دې ښکاري، چې ستا خالق هم په نس موړ سړی و او تا هم تر اوسه سخته ورځ نه ده لیدلې.» د سعد ژبه تلولۍ شوه. شاوخوا يې وکتل، د هنرونو په دغه نندارتون کې ګڼو کسانو خپل آثار راوړي وو. مجسمې ته یې شا ورګرځوله، ګړندي ګامونه يې اوچت کړل. شاته يې وکتل، مجسمه یې له سترګو پناه شوې وه. لنډه شېبه وروسته يې یو کښل شوی نقاشي انځور د مجسمې سترګو ته ورلنډ کړ:

ــ موږ هر یو د خپل روح انځورونه کاږو. دا انځور وینې؟

ــ هو. د غومبورو هډوکي يې راوتلي دي، هره پښتۍ يې جلا جلا شمېرل کېږي. وچ ککړ لېنګي یې وینې؟ اندازه لګولی شې، چې یو پاوه غوښه هم نه ده ورپورې نښتې.

ــ د همدې کښل شوي انځور هستوونکى هم همداسې خوارځواکی و.

سعد له مجسمې یو ځل بیا حرکت وکړ او لنډه موده وروسته تش لاس راستون شو. له پيالې يې لا هم تاو خوت، ټيټ شو، چې د مېز له سره پياله رااوچته کړي؛ خو پام يې شو، چې لمنه او پايڅه يې په چای لامده شوي. ده چې په انځور پسې حرکت کړی و، پياله جړپېدلې وه او په همدې سره يې په چای جامې لمدې شوې وې. په سپینو جامو ژېړ چاپ له لرې ښکارېده.

پر پایڅه يې لاس تېر کړ، ګوتې يې نمجنې شوې او بیا يې وویل: «همدلته ولاړ ښه یې. بهر مه راوځه. بهر خلک ساړه دي.»

مجسمې سترګې په سعد کې سریښې کړې وې، تر څه ځنډ وروسته یې وویل: «زما اراده سلب شوې ده، کټ مټ لکه ستاسې اراده. یوازې یو توپير شته. زما د ارادې دایره کوچنۍ خو ستاسې لویه ده.»

سعد مجسمې ته شا واړوله او څو ګامه لرې لاړ. ګیلاس یې له نورو تشو ګیلاسونه سره یو ځای کېښود او بېرته په ګړندي ګامونو راواپس شو. داسې ښکارېده، چې سعد کومه مهمه خبره مجسمې ته کوي. سعد د مجسمې مخې ته ودرېد. د مجسمې تر نامه هم نه رسېده، مجسمه لویه او لوړه وه. سعد چې سترګې پورته کړې، دوه کسان د ده او مجسمې تر مخې ولاړ وو.

ــ په ‌ډېر ظرافت جوړه شوې، ته يې یو ځل سترګو، تار تار وېښتانو او لوی اندام ته وګوره! دا مجسمه څه داسې هاسې مجسمه نه ده، د ښار مشهور مجسمه جوړونکي جوړه کړې ده. ګومان نه کوم د نندارتون تر پای ته رسېدو دې بې پېره پاتې شي.

سعد څو ګامه شاته لاړ؛ خو دومره هم شاته نه، چې د پېرودونکي او پلورونکي خبرې وانه وري. سعد د نندارتون د مالک خبرې په دقت واورېدلې. د هنرونو نندارتون يې له سترګو تېر کړ، ګڼه ګوڼه خورا زیاته وه؛ خو د ده ولې نه و ورپام شوی؟ ده یوازې د ګوتو په شمار څو کسه یا څو مخلوقات لیدلي و: ملګری يې، چای والا، د ملګري ملګری او مجسمه.

د نندارتون مالک ته پېرېدونکي ځواب ورکړ: «په ونه دنګه ده، ښايي زما د کور په هال یا دهلیز کې لږ نامناسبه ښکاره شي؛ خو پروا نه کوي، زما کسانو ته يې وسپاره.»

د سعد او مجسمې تر منځ دوه کسانو حرکت وکړ. ده ځان ورلنډ کړ.

چې سترګې يې پورته کړې، پنځه کسانو مجسمه چې مخ يې د سعد پر لور و، پر ټایر لرونکې تخته اېښې وه او کشوله يې. سعد مجسمې ته وکتل او مجسمې په سعد کې سترګې ګڼدلې وې.

سعد په مخ لاسونه تېر کړل، پر دوه کسیزه څوکۍ کېناست؛ خو دا ځل هېڅوک نه ورسره. د بوډا، خوار او په تن کوچني سړي نقاشۍ ته يې سترګې ورواړولې، ګڼ کسان يې له مخې تېرېدل، هېچا هم لاس نه وروړ.

پای

۲۰۱۹/۰۳/۲۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب