Homeخبرونهپاکستان ادعا کوي چې د افغانستان ۸ بې پېلوټه الوتکې یې ویشتي...

پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان ۸ بې پېلوټه الوتکې یې ویشتي دي

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) د پاکستان جیو نیوز تلویزیون د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول وویل چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو نن (چهارشنبې) د افغانستان ۸ بې پېلوټه الوتکې، چې د پاکستان خاورې ته ننوتې وې، ویشتي دي.

تر دې مخکې ډان ورځپاڼې د امنیتي سرچینو په قول راپور ورکړی و چې، «د سپټمبر پر ۲۳مه امنیتي ځواکونو له کواټ ښار څخه اووه کیلومتره لیرې د افغان طالبانو له خوا استول شوې دوې ساده جوړښت لرونکې بې‌پیلوټه الوتکې د الکترونیکي وسیلو په کارولو رانسکورې کړې.»

جیونیوز د پاکستان د پوځي سرچینو پر اساس ویلي چې څلور بې پېلوټه الوتکې تورخم ته نژدې ویشتل شوي او څلور نورې کواټ ته څېرمه په غرنیو سیمو کې نسکورې شوي دي.

خو ډان ورځپاڼې په تازه خبر کې ویلي د امنیتي سرچینو په قول چې د افغانستان اته بې پېلوټه الوتکې په کواټ ښار او تورخم ته نژدې سیمو کې ویشتل شوي دي.

د پاکستان امنیتي سرچینو دا په پاکستان کې له وسله والو مخالفانو څخه د افغانستان د ملاتړ څرګنده نښه بللې خو دې ته یې اشاره نه ده کړې چې تر دې دوې ورځې وړاندې پاکستاني الوتکو په پکتیکا او کونړ کې په بمباریو کې لږترلږه ۳ ملیکان ووژل او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړل.

د پاکستان امنیتي سرجینو نن همداراز ادعا کړې چې تېره شپه یې په کورمه کې د ټي ټي پي د غړیو، چې غوښتل یې د افغانستان له خاورې ورواوړي، مخه نیولې ده.

د افغانستان دفاع وزارت تراوسه پورې د پاکستان د تازه ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...