Homeخبرونهپاکستان ادعا کوي چې د افغانستان ۲ بې پېلوټه الوتکې یې ویشتي...

پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان ۲ بې پېلوټه الوتکې یې ویشتي دي

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) د پاکستان پوځ وايي چې د چهارشنبې په ورځ یې د خیبر پښتونخوا کواټ ښار ته نژدې د افغانستان دوې بې‌پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې دي.

ډان ورځپاڼې د امنیتي سرچینو په قول راپور ورکړی چې، «د سپټمبر پر ۲۳مه امنیتي ځواکونو له کواټ ښار څخه اووه کیلومتره لیرې د افغان طالبانو له خوا استول شوې دوې ساده جوړښت لرونکې بې‌پیلوټه الوتکې د الکترونیکي وسیلو په کارولو رانسکورې کړې.»

سرچینو ویلي، د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د هوايي دفاع سیستمونه د «خارجيستان» له لوري د ټولو ګواښونو پر وړاندې شپه او ورځ په بشپړه توګه چمتو او فعال دي.

د پاکستان پوځ د ټي ټي پي غړیو ته خوارج وايي، د بلوچستان بېلتون غوښتونکي فتنه الهند بولي او اوس داسي ښکاري چې پر افغانستان یې خارجستان نوم ایښی دی.

که څه هم د افغانستان د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د راولپنډۍ او اسلام اباد په شمول د پاکستان پر پوځي هدفونو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي خو په پاکستان کې دا ډول بریدونه ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې هم کوي.

د افغانستان دفاع وزارت تراوسه پورې د پاکستان د تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو تېره میاشت یې په چترال کې د مقاومت جبهې پر روزنځایونو د هوايي بریدونو مسوولیت منلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...