پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبمفهوم | اجمل ښکلی

مفهوم | اجمل ښکلی

مفهوم د منطق بحث دی؛ خو په ژبپوهنه او ادب کې هم پرې بحث کېږي، ځکه چې په ادبياتو کې د مضمون او فکر او په ژبپوهنه کې د مفاهيمو د درک خبره له مفهوم سره تړاو لري.
ژبنۍ نښې بالعموم درې سرچينې لري: دال (ښوواند)← مدلول(ښوولی)← مصداق(ښکارنده). قلم يو لفظ(دال) دی، چې په ذهن کې د قلم تصور(مدلول) ته د اشارې له لارې فيزيکي قلم (مصداق) راپېژني. دال په يوه څه دلالت کوي، چې مدلول ورته وايي؛ خو د دې مدلول تصديق په فيزيکي نړۍ کې يوڅيز کوي، چې مصداق ورته وايي.
خو انتزعي مدلولونه مصداقونه نه لري او پوهان ورته ذهني مجرد مدلول وايي. مثلا: کينه، مينه او…. دلته د مفهوم او مصداق ترمنځ توپير وينو: مصداق د انسان له حواسو او مفهوم د انسان له روان سره تړاو لري؛ خو په فيزيکي نړۍ کې له موجودو شيانو سره ګنې د انسان د ذهن تعلق نشته؟ له طبيعت سره ګنې د انسان عاطفي تړاو نشته؟
مفاهيم له عاطفې او تخيل سره نېژدې اړيکه لري. عاطفه او تخيل په ژبه کې ځان ښيي. ژبه عاطفه او تخيل د مفهوم په بڼه وړاندې کوي. (کينه) عاطفه هم ده او مفهوم هم او همداسې (ښاپېرۍ) د انسان د تخيل زېږنده مفهوم دی، چې خپل فرهنګ يې راسره په درک کې مرسته کوي: ښاپېرۍ بېدرېغه ښکلې، نازکې، دنګې وي او وصال يې هغه څوک ترلاسه کولای شي، چې په کوه قاف که له دېوانو نه د ورتېرېدو همت ولري.
د ښاپېرۍ مفهوم مو د (ښکلې، نازکې، دنګې او…) په څو صفتونو کې وړاندې کړ. ولې يو صفت؟ ځکه چې يو صفت د ښاپېرۍ د توصيف لپاره بسنده نه دی. دلته د مفهوم يوې بلې ځانګړنې ته ځير کېږو او هغه دا چې کله مفهوم انتزاعي ګڼو؛ نو انتزاع په يوه صفت کې د درک وړ نه وي او د ساينسي تعريف غوندې د يو څو کلمو په څلوردېوالۍ کې نه ايسارېږي او نه محدودېږي.
په همدې لړ کې د مفهوم او مانا توپير ته هم ځير کېدای شو. له (مفهوم) سره په توپير د (مانا) موخه په يوه کلمه کې د مفهوم محدودول دي. مانا د مفهوم د کلي کولو هڅه ده. مثلا: په يوه متن کې د (وطن) کلمه وينو؛ وايو: د دې دا مانا ده. که پرې ونه پوهېږو، قاموس ورپسې رااخلو. يا په يوه ادبي متن کې د (ګلاب) کلمه وينو؛ وايو: د دې مانا (مينه) ده. که کلمه مصداق ولري او مستقيمه کارېدلې وي؛ نو د مانا کلمه ورته کاروو او که انتزاعي وي؛ نو مانا يوازې داسې يوه مدلول ته وايو، چې يوه بارز اړخ ته مو يې پام دی.
خو مثلا په يوه انګلسي متن کې يوه کلمې راغلې، چې مانا يي د قاموس له ماناوو سره توپير لري. دا د مفهوم د انتزاع يا اختلاف (د ماناوو د رنګارنګي) يوه بېلګه ده. مطلب دا چې مفهوم په يوه رغښت (construct) کې وړاندې کېږي. له رغښته مو مراد نحوي جوړښت دی. مانا وييز او مفهوم نحوي (غونډ، جمله) واحدونه نغاړي. که دا ګرامري رغښت ادبي ماهيت ولري، مفهوم يې استعاري او که د يوې مشخصې څانګه (مسلک) اړوند وي، مفهوم يې اصطلاحي دی. په دې توګه ويلای شو، چې کلمې ته مانا او جملې ته د مفهوم اصطلاح کاروو.
انسان د خپلې حافظې په صندوق کې زده کړي او تجربي کړي مفاهيم راټولوي. چې بيا يې واوري، شني يې او درک کوي يې. د انسان په دې ډول درک کوي؛ خو که له يوه نوي مفهوم سره مخ شي؛ نو له نورو تجربه کړيو مفاهيمو سره يې پرتله کوي او په دې ډول د درک چاره ترسروي. د انسان په مغزو کې د هيپوکامپوز په نامه يو مرکز دی، چې معلومات زېرمه کوي او د چا چې دا مرکز وړوکی شي، د الزايمر(ذهني ګډوډي) په ناروغۍ اخته کېږي. په دې مرکز کې معلومات د نحوي واحد(جملو) په بڼه خوندي کېږي.
مفهوم چې له رغښت او انتزع سره تړاو ولري، ترکيبي خصوصيت پيدا کوي. مفهوم زموږ ذهني حالت يا تصور دی، چې زموږ له تجربې او فکر سره تړاو لري. د مفهوم تعريف د نورو مفاهيمو په مټ ممکن دی. مثلا: (شهرت) د (کارنامې، ټولنې، خواهش، ارامۍ او وياړ) په مفاهيمو توصيفوو: شهرت هغه حالت ته وايي، چې انسان د يوې مهمې کارنامې د ترسراينې له امله په ټولنه کې نوم پيدا کړی وي. شهرت د انسان يو مهم خواهش دی او چې تر سره شي؛ نو د ارامۍ او وياړ احساس کوي.
خو د شهرت د مفهوم په تفهيم کې دا مفاهيم بيا هم بسنده نه دي.
د مفهوم ترکيبي خصوصيت دوه بعده لري، چې يو افقي او بل عمودي دی. په افقي بعد کې يې د کرښې په بڼه راغلي د جملې نور اجزا او په عمودي هغه کې يې بيا زموږ په ذهن کې موجود نور مفاهيم راځي.
د مفاهمو ترکيبي خصوصيت مو د انسان د ذهني پېچلتيا او ژبې تاريخ ته متوجه کوي. تاريخ وايي، چې انسان په لومړيو کې شمېرلي اوازونه کول. وروسته وروسته يې دا اوزونه سره يوځای کړل او د ژبې نظام يې جوړ کړ. دا تکامل د اړتيا له مخې رامنځته شو. اوبه د انسان په بنسټي اړټياوو کې راځي او چې کله ورته د بدن اړتيا شي؛ نو انسان د تندې احساس کوي. تنده، ولږه او جنسي خواهش د انسان په داخلي حواسو کې راځي، چې د انسان د جسمي اړتيا ښودانه کوي؛ خو په ورته وخت کې له ذهن سره هم تعلق لري، ځکه چې د تندې، ولږې او د جنسي اړيکې خواهش ځان د ذهن په مټ ښيي، ځکه نو مفهوم هم دی.
په لرغوني پېر کې چې انسان له اوبو لرې تږی شو؛ نو خپل همځېلي (همنوعه) ته يې د تندې د احساس يا مفهوم د انتقال لپاره مثلا د (اوووو) غږ وايست. دا اوو د دوی ترمنځ د يوه ژبني قرارداد په بڼه دود شو. انسان هڅه وکړه، چې خپلې نورې لومړنۍ اړتياوې، بسيط عواطف او ساده مفاهيم هم په دې بڼه يو بل ته ورسوي. په دې توګه د انسان د تفکر ځواک، عاطفې او ژبې په ترکيبي ډول وده وکړه. فکر د مفاهيمو مجموعه او مفاهيم له ژبې سره تړاو لري. د تفکر، عاطفې او ژبې ترکيبې ودې د انسان د ادراک قوه پياوړې کړه او له دې سره د انسان شعور وغوړېد.
له دې نه ښکاري، چې د انسان د ادراک قوه د ده د خپلې تجربې زېږنده ده. موږ يو مفهوم د خپلې تجربې په رڼا کې درک کوو. مثلا: که ما د کينې تجربه نه وي کړي، په مانا يې نه پوهېږم او که مې کړې وي؛ نو ښايي زما تجربه د نورو ټولو انسانانو له تجربو سره توپير لري. په دې توګه د (کينې) کوم مفهوم چې له ما سره دی، له نورو انسانانو نه به مختلف وي؛ خو څرنګه چې انسانان په ټولنه کې اوسي او تجربې يې هم مشترک اړخونه لري؛ نو په مفاهيمو کې يې هم ګډ ټکي ليدل کېږي.
د انسان د ژبې او ادراک ارتقا ته که د داروين له نظره وګورو، چې انسان د خپلې بقا لپاره له طبيعي بدلونونو سره سازښت وکړ؛ نو ويلای شو، چې په انسان کې د سازښت وړتيا تر نورو ژوندي سرو ډېره وه او له دې سره يې ورځ په ورځ د ادراک قوه پېچلې شوه او له طبيعت نه ورته ځان پردی ښکاره شو. د انسان لپاره له پيله طبيعت يو لوی حقيقت و، چې د خپلې بقا لپاره يې ترې استفاده کوله؛ خو ورو ورو يې چې شعور وده وکړي، د ځان او طبيعت ترمنځ توپير احساس کړ. طبيعت يې له ځانه بېل کړ او ورو ورو يې پرې د تسلط هڅې پيل کړې. دا هر څه د انسان د ادراک د قوې په مټ ترسره شول. څومره چې د انسان شعور وده کوله، هغومره يې ژبه او تفکر پياوړی  کېده او له طبيعت نه ورته ځان بېل ښکارېده.
مثلا چې مار وچيچه، وېره ورسره مله شوه او په دې توګه يې پېچلي انتزاعي مفاهيم پيدا کړل. پوهان د پېچلو انتزاعي مفاهيمو، چې په اسطورو کې وړاندې کېږي، تر شا د غريزې لاس ويني. وېرې او د همېشني ژوند آرزو اسطورې وزېږولې. انسان فکر وکړ، چې که د بېلابېلو خدايانو چې طبيعي شيان وو، عبادت ونه کړي، د ژوند بقا به يې له ګواښ سره مخ شي.
د انسان پر جنسي غريزې له بنديز نه د جمالياتو نړۍ پيدا شوه. هابس وايي، چې د ټولو ترکيبي مفاهيمو ترشا د انسان ابتدايي حسي تجربه ولاړه ده او چې کله دا ترکيبونه وويشو، په همغو لومړنيو بسيطو شيانو واوړي. مثلا: ښاپېرۍ بېحده ښکلې، چې سر، لاسونه، پښې او نور جوړښت يې د ښځې او وزرونه يې د مارغانو دي. کله چې ښاپېرۍ ووېشو؛ نو د ښځې او مارغه بسيط مفاهيم ترې راوځي، چې د انسان آرزو ترې د تخيل په مټ ترکيبي مفهوم جوړ کړی.
د انسان شعور وخت په وخت د بشري اړتياوو د زياتېدو او د مفاهيمو د تعامل په پايله کې وده وکړه او پېچلی شو. په دې توګه يې ژبه، افکار، تخيل، عاطفه، چلن او ژوند هم پېچلی شو.
ژبه د انسان د شعور بالفعل بڼه ده. د ژبې اوسنۍ پېچلتيا راته د انسان د ارتقا پېچلتيا ښيي. انسان په لومړيو کې د ولږې د احساس لپاره مفهوم پيدا کړ، چې خپلو همنوعو ته يې د انتقال وړ کړي او په دې ډول خپله ولږه رفع کړي؛ خو وروسته چې مدنيت جوړ شو او ولږه په ټولنيز کچ مطرح شوه؛ نو د مفاهيمو پر وړاندې د ولې پوښتنه پيدا شوه. مثلا د ولږې په لړ کې د اقتصادي سرچينو ناسم وېش، انحصار او داسې نور تاريخي علتونه په نښه شول او په دې ډول ايډيالوژي پيدا شوه. ايډيالوژي د مفاهيمو ټولګې ته وايي او که د هابس په طريقه يې ووېشو؛ نو په ترکيب کې به يې همغه بسيط انتزاعي مفاهيم ووينو، چې ولږه، تنده، جنسي غريزه، خونديتوب او… نور ټولنيز ارمانونه دي.
هره ايډيالوژي چې د انتزاعي مفاهيمو ټولګه ده، په اړه يې نزاع او اختلاف طبيعي چاره ده؛ ځکه هر کس خپل ليدلوري ته حقيقت وايي. اختلاف که د مباحثو په بڼه مطرح شي، د ټولنې شعور ورسره وده کوي او که شخړو ته ووځي؛ نو ايډيالوژيکي جګړې ټولنې تباه کوي.
انسان څه ډول درک کوي؟
پاس مو د هيپوکامپوز خبره وکړه، چې معلومات د جملو په بڼه خوندي کوي. موږ په درک کې د هيپوکاموز له معلوماتو نه استفاده کوو. مثلا: د کور زنګ وهل کېږي. د کور يوه کس ته وايو: هله! هغه کس له واره زما خبره درک کوي او وره ته ورځي.
دا (هله) دا مانا لري، چې څوک دروازه وهي، ورشه؛ خو کومه دروازه؟ د کور دروازه. د هر کار دروازه وي، چې خلک پرې وځي ننوځي، د کور په دروازه کې زنګ وي، چې څوک راشي، دا زنګ وهي. خو زه مخاطب ته دا نور معلومات نه ورکوم، دومره ورته وايم: (هله!)، ځکه پوهېږم، چې هغه دا نور معلومات لري او مخاطب هم له واره زما د خبرې په مفهوم پوهېږو.
دا انسان د درک يو ډول دی؛ خو کله چې ادبي متن مثلا شعر لولو؛ نو استعاري مفهوم څنګه درک کوو؟ دروېش وايي:
يوازې زه نه يم، چې شونډې ښکولوم د ښکلو
د ګل له پاڼو سره دغه کار هوا هم کوي
شاعر ادعا کوي، چې زه يوازې نه يم، بلکې دا کار باد هم کوي؛ خو موږ دا خبره جدي نه اخلو. موږ پوهېږو، چې هوا کله چلېږي؛ نو د ګل پاڼې خوځېږي او د شونډو د ښکولولو په اړه هم معلومات لرو. خو د هوا د لګېدو چې ګلپاڼې ورسره خوځېږي د شونډو له ښکولولو سره څه مناسبت دی؟
د ژبې په مستقيم بيان کې چې له واقعيت سره تړاو لري، دا مناسبت نه وينو؛ خو زموږ تخيل تل د هايپوکامپوز په معلوماتو کې ګوتې وهي او نوي نوي امکانات پکې پيدا کوي.
د هوا د لګيدو، د ګلپانو د خوځېدو او د شونډو د ښکولولو په اړه موږ مخکې له مخکې نه معلومات لرو؛ خود شونډو له ښکولولو سره په باد کې د ګلپاڼو د خوځېدو مناسبت ځانګړې ادبي پوهه غواړي. کله چې د هنر پر استعاري ژبه پوه شو؛ نو لکه واقعيتي ژبه کي چي ډيري ناويلي خبرې ناشعوري منو، په هنر هغه کې يې د مشابهت د اړيکې پر بنسټ فرض کوو. مثلا: د شونډو پر ځای ګل او د هوا پر ځای ځان فرض کوو او په دې پوهېږو، چې دا د يو بل ځايناستي دي. موږ پوهېږو، چې ګل سور دی او شونډي هم سرې دي، هوا د ګل له پاڼو سره لګېږي او شونډې هم په ښکولو کې وبله لګيږي.
په دې طريقه د ادبي متن مفاهيم درک کوو. که څوک ادبي پوهه ونه لري، ښايي د يار د تندي لپاره د هيندارې پر تشبيه خندا ورشي يا ورته مبهم وي. څومره چې يې ادبي تجربه او ادبي پوهه ډيره وي، هغومره د پېچلي ادبي متونو په شننه او درک کې ماهر وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب