Homeداسې هم شتهساینسد لمر د رڼا د منعکس کولو لپاره مدار ته سپوږمکۍ ولېږل...

د لمر د رڼا د منعکس کولو لپاره مدار ته سپوږمکۍ ولېږل شوه

تاند- نیوزیلنډ په وروستیو کې د شیشو د یوه توپ په شان سپوږمکۍ فضا ته ولېږله چې د لمر رڼا مځکې ته منعکس کوي.

لب راکټ کمپنۍ د جنورۍ په ۲۱ مه دا توغندی له نیوزیلنډ څخه فضا ته ولېږه.

دې راکټ له ځان سره د ۳ تجارتي سپوږمکیو ترڅنګ یو شیشه يي توپ، چې (Humanity Star) نومېږي، هم له ځان سره د مځکې مدار ته یووړ.

د هیومینټي سټار یا شیشه يي توپ قُطر نژدې یو متر دی او د شیشو له ۶۵ پینلونو څخه جوړ شوی دی چې د لمر وړانګې منعکس کوي.

دا وړانګې به د مځکې ټول اوسېدونکي لیدلی شي.

دا له جنوبي نیم کُرې فضا ته لومړنۍ تجاري سپوږمکۍ ده چې سږ کال لېږل کېږي.

دا سپوږمکۍ به ۹ میاشتې په خپل موقعیت کې پاتې شي او بیا به یې د مدار ارتفاع کمه شي او د مځکې په اتومسفیر کې وسوځي.

تر دې وړاندې روسانو ویلي و چې په دې فکر کوي چې داسې سترې هیندارې د مځکې په فضا کې ځای پر ځای کړي چې ستر ښارونه د شپې په مخه روښانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...