جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدوداستاد حبيبي او په ژبه کي د ريښې پېژندنه

استاد حبيبي او په ژبه کي د ريښې پېژندنه

ليکوال: پوهاند دوکتور محمدحسين يمين

ژباړن: نوراحمد ښاد

ريښه پېژندنه يا ايتيمولوژي د ژبي پېژندلو هغه پوهه ده، چي د هغې په مرسته سره د يوې مادې اصلي اولنۍ کلمه تر څېړني لاندي نيول کيږي. په حقيقت کي په دې رقم سره د يوې ژبي کلتوري تاريخ (تاريخ فرهنګ) پرورښت پيدا کوي. تاريخ فرهنګ هغه قاموس دئ، چي په هغه کي د يوې کلمې تلفظ او شکل ته او هم ئې و معنا ته لاسرسی پيدا کيږي. 

د ژبي پېژندلو له زړو برخو څخه يوه هم د کلمې د ريښې مطالعه ده، چي فليسوفانو او پوهانو به له ډېر پخواني تاريخ څخه د هغې کلمې اولني پيدايښت ته لاسرسی پيدا کوی.

په ريښه پېژندنه کي د کلمو اصلي معنا او شکلو ته د ريښې د پرتلې پر اساس، يعني د يوې کلمې ريښه له بلي کلمې سره او يا د يوې ژبي له کلمو او لهجو سره په هغه پخواني وخت کي مقايسه کيږي. د يوې کلمې د ريښې اصلي او اساسي وخت هغه دئ، کوم چي د هغه وخت د کلمې اصلي مفهوم په خپل ځان کي ايجاد کړي، نو ځکه په هره ژبه کي د کلمو اصلي زېرمي، د کلمو له ريښو څخه جوړي سوي دي.

د ساده کلمو پېژندل، چي د يوې آزادي ريښې لرونکي وي، چنداني معلوم شکلونه نه لري؛ لاکن په هغه وخت کي ئې بيا لري، چي د يوې کلمې ريښه د نورو کلمو د ريښو پر ځای ټاکل سوې وي. په هغه وخت کي شايد پر نورو برخو هم ووېشل سي، لکه: د «پيمان» او «پيکار» ترکيبي کلمې، چي د دوی لومړي توري سره مشترک دي، لاکن د کلمو دوهمه برخه ئې بيا د وروستاړو، روند او ګزند د کلمو په مرسته سره مښتي دي. همدا رنګه د «پيمان» د کلمې دوهمه برخه د «آسمان»، «ريسمان» او «فرمان» د کلمو له دوهمو برخو سره مشترکه ده او د «پيکار» د کلمې دوهمه برخه بيا د «اشکار»، «پرکار» او «شدکار» د کلمو له دوهمو برخو سره مشترکه ده.

په دې رکم سره د کلمو و ريښې ته ارتباط ور کول او د هغو اصلي منشا ته ځان رسول، په علمي مهارت او پوهي سره کيږي. د يوې کلمې تاريخ مطالعه کول په هغه مېتودو او پرنسييو سره، چي د زده کړي له لاري کيږي، نسبتاً پېچلی او سخت کار دئ، نو د دې سره په راست کي بايد مخکي تر مخکي له نورو علومو سره هم اشنايي پیدا سي، لکه: لرغونپوهنه، توکم پېژندنه، انساني جغرافيه او داسي نور.

په ژبپوهنه کي کلمه پوهنه او د کلمې پېژندني اصطلاح په دوو معناوو سره کارول کيږي؛ اول د کلمې اصلي معنا او ريښه  مطالعه کول او دوهم د کلمو د پيدايښت تاريخ مطالعه کول دي. لکه څنګه چي وليدل سول، د کلمو د اصلي ريښې معنا او د هغې د اولي ريښې مطالعه کول سخته وه، دقيق او علمي کار ئې غوښتی؛ همدا ډول د تاريخي کلمو د پيدايښت څرنګوالي ته وضاحت ور کول، چي له کومي ژبي يا لهجې څخه او څنګه ژبي ته داخلي سوي دي، بيا هم اسان کار نه دئ.

په دې رکم سره د صرفي ساختمان له لاري د يوې کلمې جوړول، د نژدو ژبو د کلمو له معناوو سره پرتله کيږي،  چي دا طريقه اکثره وخت يوه مثبته علمي پايله نه ور کوي، ځکه چي د کلمو د نژدې جوړښت په صورت کي ځيني وخت هغه د معنا له لحاظه بېخي ډېري سره ليري وي، مثلاً: د «دفتر» د کلمې برخي د يوناني ژبي له «Tevter» څخه اخيستل سوي دي، چي د پوست پېژندلو په معنا ده، لاکن په بل ځای کي هغه د پارتي ژبي د «ديافيتار» د مادې ريښه ده، چي د (۱۵مي) ميلادي پېړۍ په پخوانۍ او يغوري ژبه کي په ځينو جوړښتي بدلونو سره د «Tepter» په شکل سره کارول سوې ده، چي دا کلمه د «ديفتر» په شکل سره د (۱۵مي) ميلادي پېړۍ په خطي آثارو کي د کتابچې په معنا سره ليدل سوې ده. 

داغه کلمه د قپچاقي او بلغاري ژبو په واسطه و تاتاري او باشقري ژبو ته د «ديفتر» په شکل سره انتقال سوې ده او په روسي کي هم د «ديفتر» په بڼه سره، چي شکل ئې و «ديوتير» ته اوښتی دئ، سته. نو د «دفتر» کلمه د يوناني ژبي له کلمې سره چي د پوست معنا لري، په داسي حال کي، چي ږغيز ساختمان ئې يو له بله سره خورا نژدې هم دئ، بيا هم کومه خاصه اړيکه نه سره لري.

 کلمې خپلي لومړۍ معناوي ځيني وخت ورکوي، چي بيا په ډېر تکليف سره د کلمې ريښه پيدا کيږي؛ مثلاً: د «چوپان» کلمه د ځينو په نظر «چوب بان» يعني د لرګو ساتونکی، چي دا نه سي کېدای، ځکه چي د دې کلمې اصلي معنا د بزو او پسو د رمې ساتونکي ته ويل کيږي. اصلاً د پارسي دري په کلاسيکو ادبياتو کي دغه کلمه د «شبان» (شپون) په بڼه ثبت سوې ده، چي د دې کلمې جوړښت «شو»، يعني کوچنۍ پښې لرونکی حيوان (بزه او پسه) او وروستاړی ئې د نګهبان (ساتونکي) د کلمې له «بان» څخه اخيستل سوی دئ.

په ريښه پېژندنه کي کلمې پر دوو برخو وېشل کيږي؛ يو هغه چي آزادي دي او بل هغه کلمې دي، چي تړلي وي. د هري کلمې ريښه په خپل ځان کي يوه آزاده برخه لري او جوړي سوي (اشتقاقي) کلمې سربېره پر دې يوه تړلې برخه هم لري.

لوی استاد حبيبي په خپلو ډېرو آثارو کي د کلمو د ريښو د پېژندلو له پاره اکثره له دغو معيارو او فورمو څخه کار اخيستی دئ او د يوې کلمې د معنا او شکلو د تاريخي تحول او بدلون مطالعه به ئې هم کړې وه او  وروسته به ئې نو د کلمو و ريښو ته لاسرسی پيدا کوی. له ډېرو مثالو څخه يو هم پر (طبقات ناصري) د تعليقاتو په کښلو کي د ضحاک د کلمې پر ريښه باندي ئې په کافي اندازه شرحه ور کړې ده، چي په پارسي دري کي «اژده هاک» او په اوستايي کي «ده آک» ورته وايي، چي «ده» ئې د لسو په معنا او «آک» ئې د آفت وهلي او ناولي په معنا سره ياد کړی دئ.

همداسي هغه د داغه کتاب په تعليقاتو کي د «شل» او «شلګر» د کلمې ريښه پېژندلې ده. «شل» د کوچنۍ نېزې (تېغ) په معنا او «شلګر» بيا له «شل» او «ګر» څخه جوړ دئ، چي د نېزې (شل) جوړولو ځای ته ويل کيږي.

دا کلمه په پارسي دري فرهنګ کي لومړی وار د کوچنۍ نېزې په معنا سره دوه، درې واري راغلې ده او د پوهاند رشاد له نظره په معروف واو سره په هندي کي د «شول» په شکل سره او په پراکريت کي د هغه په قول د «شل» په شکل سره کارول سوې ده.

 داغه او د تير (لرګي) کلمه د بيهقي په تاريخ کي يو ځايي د «تير شل» په رقم سره او همداسي د الحرب والشجاعه مبارکشا په ادب کي د ژوبين (دوه ښاخه) کلمه له هغه سره يو ځای د «شل و ژوبين» (دوه ښاخه لرونکې نېزه) په طريقې سره استعمال سوې ده؛ البته له ټولو ځايو څخه په دې ډول سره د «شلګر» د کلمې ريښه پيدا سوې ده. 

ليکن کېدای سي، چي «شول» د «سول»، «ژول» او «زور» اوښتی شکل وي، چي د سپوږمۍ د خدای په معنا سره دئ او دوهم جز «ګر» او «ګري» ئې شايد هغه د اوستايي او سانسکريټ «ګير» وي او هغه وروستی «ګر» د غره په معنا سره دئ او ټوله يا يو ځايي «شلګر» د غره خدای او د عبادت کېدونکي خدای په نامه سره کېدای سي. همداسي د بلخ په اطرافو کي لوی (بزرګ) ته هم دا د «شلګر» کلمه کارول کيږي.

په همدې رقم سره حبيبي صاحب د «اپګان» کلمه په (تاريخ مختصر افغانستان) کي چي د شاپور ساساني (۲۴۰- ۲۷۳م.) په ليک کي راغلې ده، تر څېړني لاندي نيولې ده او هغه ئې د افغان د کلمې په ريښې سره پېژندلې ده.

همداسي کوثر غورياخيل هم د «اپه ګان» کلمه د افغان کلمې د ريښې په حيث پېژندلې ده او هغه ئې د پالي ژبي (د هند د منځنۍ دورې ژبه) ريښه بللې ده.

استاد حبيبي په (تاريخ مختصر افغانستان) کي د «شيبر» د کلمې ريښه د غوربند د درې په پای کي تر يو څاه پوري رسولې ده او ويلي ئې دي: «شيبر» اصلاً هغه د «شاه بهار» کلمه ده، چي «شاه بهار» د شاهي خدای په نامه سره وو او دا کلمه له دوو برخو څخه جوړه ده، چي يوه ئې «شاه» يعني باچا او بله ئې «بهار» چي هغه د سانسکريټ له «وهار» او «وپهاره» څخه، چي بودايي خدايانو ته ويل کيږي، اخيستل سوې ده، البته چي د داسي خدايانو شمېر تر اسلام دمخه لسهاوو او زرهاوو ته رسېدی، د هغو له جملې څخه يو هم  نوبهار «نوا او بهارا» چي په بلخ کي دئ او «شابهار» لا د افغانستان په څو ځايو کي سته، لکه: د غزني شابهار (شابهار غزنه) او داسي نور.

همداسي استاد حبيبي بيا هم په (تاريخ مختصر افغانستان) کي ريښې را پېژندلي دي، د «يما»  او «جم» کلمې ئې د پيشداديانو د لوی باچا (يمه) له ريښې څخه، چي په اوستا کي راغلی دئ او د «يم» کلمه ئې پارتي ګڼلې ده، چي په پارسي دري کي «جم» سوې ده، وروسته ئې د خشيته (xsaeta) صفتي کلمه، چي په پارسي دري کي «شيد» د روښانه په معنا سره دئ، پر «جم» اضافه سوې ده، چي جمشيد معتبره باچا (شاه درخشان) ته ويل سوی دئ.

استاد حبيبي په خپل بل اثر (هفت کتيبه قديم) کي د جغتو د ليک په شرحه کي، چي په اسلامي پېړيو پوري مربوط دئ، د دې کلمې د ريښې د پيدا کولو له پاره څو کلمې سره شنلي دي؛ له هغو ټولو څخه ئې لومړی د «جغتو» کلمې ته د «پيلوت» په قول سره د سانسکريټ له «جاګوده» کلمې سره نسبت ور کړی دئ، چي يو وخت د زعفرانو د پيدا کېدو ځای وو، همداسي هغه د «جغتو» کلمې ته د «جاګوده» کلمې تغير سوی شکل ويلی دئ.

د استاد په دې اثر کي د جغتو لومړی ليک، چي د پروفيسور هاسين له خوا هم ويل سوی دئ، د دغو کلمو و ترکيبو (نموبد، نمودها او نموسنګه) ته پکښي لاسرسی پيدا سوی دئ.

په دې ځای کي د «نمه» کلمه، چي له آريايي ژبو سره مشترک اصل لري، دا په فکر کي نيول، که چيري په زړو آريايي ژبو کي د (س او هـ)  له پخواني ابدال څخه وي، نو يو عادي امر دئ، چي په دې رقم سره ئې ريښه شنل سوې ده:

د پارسي دري په مورنۍ ژبه کي «نمو»، په سانسکريټ کي «نمسه»، په اوستا کي «نماس»، په پارتي کي «نماز»، په پارسي دري کي «نماش»، په بلوچي کي «نيماج» او په کردي کي بيا د دعا او وصيت په معنا سره ده. 

دوهمه کلمه بيا هغه د (بده) کلمه ده، چي د پېژندل سوي بودايي آيين مؤسس دئ، چي په سانسکريټ کي د پوه، ولي او ښوونکي په معنا سره دئ او د (نمو بُد) جوړښت بيا يعني و بودا او پوه ته احترام درلودل دي.

په دوهم ترکيب کي بيا هم «نمو» د دعا او نيابش په معنا سره وه، لاکن د «هرمه» کلمه په سانسکريت کي د عدالت، پرهېزګارۍ او راستۍ په معنا سره وه او هغه بيا له درو مشهورو بودايي بوتانو څخه يو دئ. 

 په دريم ترکيب کي د «نمو» تر کلمې وروسته «سنګه» کلمه راغلې ده، چي په سانسکريت کي د اجتماع، يو ځای والي او اتحاد په معنا سره ده.

په دې ليکنه کي دا درې صفتونه؛ پوهه، پرهېزګاري او يووالی د يوې ټولني له مهمو او نېکو کارو څخه دي، چي دلته د غرو پر غټو ډبرو (صخرو) باندي په هندسي جوړښتو سره په يو ښه فرهنګ کښل سوي دي.

همداسي استاد حبيبي د خپل بل اثر (جغرافيای تاريخی افغانستان) په څېړنو کي د يو و نيم کلمو ريښې د تاړو او وروستاړو له لاري پيدا کړي دي، چي د هغو په جوړولو کي ئې له سيمه ايزو نومانو څخه کار اخيستی دئ او تر شنلو وروسته ئې د کلمو مفهوم افاده کړی دئ. دلته له هغو څخه يو څو برخي د نمونې په حيث را اخلو: 

۱- هغه سيمه ايز اسمونه چي په «کرد» يا «ګرد» سره ختم سوي وي، هغه د زړو کلمو له ډلي څخه دي، چي دغه وروستاړی په پخوانيو آريايي ژبو کي د کرته (krata)، په پارتي کي د کرد (kart) او په هغه ليکنه کي چي په دوهمي ميلادي پېړۍ پوري مربوط ده (د بغلان ليک) د کرد (kirt) په شکل راغلی دئ، چي دغه وروستاړی د جوړېدو او آبادېدو معنا لري، لکه: جم کِرَد (يوه سيمه د اوستا په بندو کي)، پارسَه کارته (پازارګارد)، ولاشګرد (د ايران يوه سيمه) د زړو اطرافو او سيمو له ډلي څخه او نور. 

۲- هغه سيمه ايز نومان چي په «کث او کت» سره ختم سوي وي، دا هم د «کرد» يا «ګرد» په رقم د آباديو په معنا سره دي، لکه: ښار، کلی، سيمه، کور او نور، چي په اوستا کي «کته»، په پارتي کي «کتک»، په سغدي کي «کث»، په واخي کي «کت»، په سرقولي کي «کيد» او «کد» او په پارسي دري کي بيا «کده» ورته وايي، لکه: «کد خدا» (د خدای کور)، «کد بانو» (د مېرمنو ځای)، «دانشکده» (پوهنځی)، «آتشکده» (اورتون)، «بنجکث»، «بناکث» او داسي نور…

۳- هغه سيمه ايز نومان چي د «کنت» يا «کند» په وروستاړو سره ختم سوي وي، هغه د ځای، ښار او کلي په معنا سره دي، لکه: «تاشکنت» (تاشکند)، «سمرکند» (سمرقند)، «خوقند» (خواکند) او «بيرجند» چي د (بيرکند) (په ايران کي يوه سيمه) له ډلي څخه دئ، په دغو کلمو کي راغلي دي.

۴- هغه سيمه ايز نومان چي په «هار»، «هير»، «هور» او «خار» سره ختم سوي وي، د کلي، ځای او معبد د کلمو په معنا سره دي، چي د هغو زوړ شکل «وهارا» او «ويهارا» دئ، مثلاً: د بلخ د پېژندل سوي معبد په نامه کي « نواويهارا» د نوي معبد په معنا سره دئ. په دې رقم سره د دغه کلمې پخوانی نوم د اوستا په بندو کي (فرګر، ۲، بند ۲۲، تا) د جمشيد د باب په شرحه کي «واره» راغلی دئ، چي هغه ته نژدې شکل ئې نن ورځ په پارسي دري کي «باره» دئ. 

يو و نيم تاړي د ښارو، معبودو، پاکو او مقدسو ځايو د نومانو له پاره کارول سوي دي او په ټولو ځايو کي هغه معنا لري، لکه: نواويهارا، کندهار، چپرهار، ننګرهار، لاواوهار (لاهور)، بنجهير (پنجشير) او داسي نور. د کال د لومړي او ښايسته فصل (پسرلي) د کلمې ريښه هم د داغه کلمې (وهار او ويهارا)  څخه اخيستل سوې ده.

استاد حبيبي له ډېرو معتبرو آثارو او منابعو څخه په کافي اندازه شواهد او اسناد را ټول کړي دي، چي د هغو په ذريعه ئې د کلمو په لسهاوو ريښې پېژندلي دي، موضوعات ئې د امکان تر حده پوري شنلي او تشريح کړي دي، چي کېدای سي وروسته د نورو څېړنو له پاره د موادو ښه بهترينه ذخيره واوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب