سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د نشه یي توکوکرکېله ۳۷ سلنه ډېره شوې

افغانستان کې د نشه یي توکوکرکېله ۳۷ سلنه ډېره شوې

تاند ( سه شنبه، د ثور ۱۴مه) د ملګرو ملتونو او افغانستان د احصایې ملي ادارې په یوه ګډه سروې کې ویلي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په کرکېله کې د تېرو کلونو په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې په ۱۳۹۹ کال کې په افغانستان کې ۶۳۰۰ ټنه تریاک تولید شوي، چې د تېر ۱۳۹۸ کال په پرتله ډېروالی ښيي.

د سرچینې په راپور کې لیکل شوي، چې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې کوکنار کرل کېږي، خو هلمند د افغانستان لوړه سلنه کوکنار تولیدوي.

بل لورته بیا کورنیو چارو وزارت د دې راپور په غبرګون کې ویلي، چې دوی په ګڼو ولایتونو کې لاس ته راوړنې لرلې او د نشه يي توکو کاروباریان یې نیولي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په ګڼو ولایتونو کې یې د کوکناروکروندې ویجاړې کړي او د دغه توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې د پام وړ اقدامات ترسره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب