یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې

تاند ( سه شنبه، د ثور ۱۴مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د دغه شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ټولې ترهګریزې پېښې، چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندل شوې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې له نړیوالو هوکړو او معاهدو سره سم دې په افغانستان کې د سولې په برخه کې همکاري وکړي او هڅه دې وکړي چې په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.

سرچینه زیاتوي، د ملکي وګړو وژل او په نښه کول نه بخښلکېدونکی جنایت دی او عاملین یې باید سخته سزا وویني.

د سرچینې په حواله په افغانستان او نړۍ کې د ترهګرۍ هر ډول د ټولې نړۍ امنیت ته خطر دی او نړیوالو ته په کار ده،چې د ګواښونو په ختمولو کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښيي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ د مرګ ژوبلې راپورونه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب