جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+پرینکا چوپړا هندیانو ته ۴،۹ کروړه مرسته ټوله کړې

پرینکا چوپړا هندیانو ته ۴،۹ کروړه مرسته ټوله کړې

تاند ( سه شنبه، ثور ۱۴مه) د بالیووډ سینما مخکښې فلمې اداکارې پرېنکا چوپړا د خپلو هېوادوالو ( هندیانو) لپاره د مرستو راټولولو لړئ پیل کړې او تر دا مهاله ۴،۹ کروړه هندي کلدارې مرستې راټولې کړې دي.

چوپړا ویلي، هېواد او هېوادوال یې د کورونا له وجې په سخت وضیعت کې دی نو ځکه هڅه کوي په دې سختو حالاتو کې د خپلو وطنوالو مرسته وکړي.

هغې ویلي چې په دې لړ کې یې له تېرو څو ورځو راهیسې ۴،۹ کروړه روپئ ټولې کړې دي.

پريانکا چوپړا څو ورځې وړاندې پر خپل ټوېټر د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه هم د مرستې غوښتنه کړې وه او ورته يې ویلي و، چې هېواد یې په بد وضعیت کې دی او عاجل د کورونا ضد واکسینو ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړې چې روان وضیعت ته په کتو یې د لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو برابرولو لپاره په خلکو غږ وکړ او اوس یې د يوې خېریه موسسې سره په ګډه د مرستو راټولولو باندې پيل کړی دی.

د بالیووډ دې مشهورې اداکارې تازه په خپل انسټاګرام پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي يې دي چې هغې په څو ورځو کې ۴،۹  کروړه روپۍ مرسته راټوله کړې ده او له هغه کسانو نه يې مننه هم کړې ده چې په دې مرسته کې يې برخه اخیستې ده.

پریانکا چوپړا همدا راز د مرستې لپاره د خلکو سره يو لینک هم شریک کړی دی او ورته يې ويلي دي چې د دې لینک له لارې کولای شي چې خپله مرسته وکړي، تر څو د کورونا د کنټرول په برخه کې دا پېسې ولګول شي او خلکو ته لومړني روغتیایي اسانتیاوې پرې برابرې شي.

چوپړا د بالیووډ ترڅنګ په امریکایي سینما هالیووډ کې هم کار کوي او دغه هېواد کې ډېر مینووال لري.

هغې له یوه امریکایي سندرغاړي سره واده کړی دی او تر ډېره اوس هملته د ژوند له ملګري سره هستوګنه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب