جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د بیزوګانو ( شادیانو ) په اړه پوهیږئ؟

د بیزوګانو ( شادیانو ) په اړه پوهیږئ؟

بیزوګان یا شادیان چې ګوریلا هم بلل کیږي هغه لوی څاروي دي چې تر ډېره په ځنګلونو او واښه درلودونکو شنو ځایونو کې ژوند کوي.

د غټو بیزوګانو ( ګوریلا) په اړه سایسپوهان وایي چې دوی په هغو سیمو کې ډېر خوشاله وي، چېرته چې شنه ځایونه او واښه ډېر موجود وي.

ساینسپوهانو د غټو بیزوګانو په اړه بېلا بېلې څېړنې ترسره کړي چې یوه هغه یې خپله سینه وهل دي.

که تاسو په فلمونو او ټلویزیوني چینلو کې کتلي وي غټه بیزو یا شادي خپله سینه وهي چې ساینسپوهانو یې په اړه څېړنه کړې ده.

د المان، هسپانیې او امریکا بیولوژي پوهانو هغه بېزوګان تر خپلو څېړنې لاندې نیولي چې د منځنۍ افریقا په ګڼو غرنیو ځنګلونه کې ژوند کوي.

دوی د خپلو څېړنو په پایله کې ویلي: کله چې نارینه بیزو ( ګوریلا)  د خپلې سینې په وهلو پيل وکړي، ښځینه بیزوګانې یې د غږ په اورېدو د دې پرېکړه کوي چې د نسل د زیاتوالي لپاره ورسره یو ځای شي او که نه.

دوی زیاته کړې چې ډېری ښځینه بیزوګانې د خپل نسل د زیاتوالي لپاره غټ ګوریلا ټاکي، ځکه وایي له دوی سره د بچیو په ساتلو کې ښه مرسته کولی شي.

د سایسنپوهانو د معلوماتو له مخې،  د ګوریلا ( شادۍ) د حمل موده اته نیمي میاشتې وي چې خپل بچی تر څلور کلونو پورې له ځان سره ګرځوي.

ساینسپوهانو دغه راز د بیزوګانو یا شادیانو په اړه ځینې نور معلومات په دې ډول یاد کړې دي.

۱ ـ د نارینه و د ځوانۍ عمر د ۱۱ نه تر ۱۳ او د ښځینه بیزوګانو د ځوانۍ عمر د ۱۰ نه تر ۱۲ پورې وي.

۲ـ د یوې بالغې بیزو  قد د ۱۷۰ تر ۱۷۵ سانتي متره چې په ځینو کې دا اندازه تر دوه مترو هم رسېږي.

۳ ـ د بیزو ګانو ترمنځ د کورنۍ غړي معلوم وي چې په اوسط ډول د کورنۍ غړي یې له ۳۰ تر ۴۰ رسېږي.

۴ ـ د نارینه وزن ۳۰۰ کیلو ګرامه او د ښځینه وزن یې ۱۵۰ کیلو ګرامو ته رسېږي.

۵ ـ شادیان خپل ډېر وخت د غذایي توکو په موندلو کې تېروي.

۶ـ بیزوګان قوی او ښه وده شوي عضلې لري چې ټول بدن یې په ویښتانو پوښل شوی وي.

۷ ـ د ګوریلا ګانو یا شادیانو د مخ او پښو اوږدوالی سره تناسب لري.

۸ـ د بیزوګانو بچی د مور شاته ویده کېږي.

افغانستان هم ډېر ځنګلونه لري او پخوا دلته هم بیزوګان په دې ځنګلونو کې مېشت وو؛ مګر وروستیو لسیزو کې جنګ جګړو، د باروتو بویونو ځینې ووژل او ځینې نور بیا د ګاونډیو هېوادونو ځنګلونو او شنو سیمو ته کډه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب