جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا: د سولې په اړه  نړیواله او سیمه ییزه اجماع باید پیاوړې...

برېتانیا: د سولې په اړه  نړیواله او سیمه ییزه اجماع باید پیاوړې شي

تاند ( سه شنبه ، د ثور ۱۴مه) برېتانیا وایي د افغان سولې په اړه باید د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅې وشي.

د جنوبي اسیا، ملګرو ملتونو او ګډو ګټو هېوادونو لپاره د برېتانیا د دولت وزیر احمد طارق له حنیف اتمر سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او هڅه کوي په دې برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

د طارق په خبره  برېتانیا له افغان حکومت او افغانانو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي او په بېلابېلو کې ورسره مرستو ته ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړې، دوی په دې باور دي چې د افغان سولې لپاره باید د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وشي او ټول اړخونه دې وهڅول شي، چې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره کار وکړي.

بل لورته د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر حنیف اتمر هم د سولې په برخه کې د برېتانیا او نورو هېوادونو هڅې مهمې بللې دي.

اتمر له یادو هېوادونو د سولې برخه کې د لا نور همکاریو غوښتنه کړې.

برېتانیا داسې مهال د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع پر پیاوړتیا ټینګار کوي، چې تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې له نړیوالو هوکړو او معاهدو سره سم دې په افغانستان کې د سولې په برخه کې همکاري وکړي او هڅه دې وکړي چې په دغه هېواد کې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب