Home+احمدولي هوتک د تمریناتو لپاره ازبکستان ته لاړ

احمدولي هوتک د تمریناتو لپاره ازبکستان ته لاړ

تاند ( سه شنبه، د ثور ۱۴مه) د آزادو سیالیو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک د تمريناتو لپاره ازبکستان ته ولاړ.

ټاکل شوې، چې هوتک لس ورځې وروسته د مې په ۱۴مه کابل کې له خپل فرانسوي سیال (نائیب حزام) سره لوبه ترسره کړي.

هوتک څو ورځې وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو،چې سيال يې څلوېښت رسمي سيالۍ په مشهورو اروپايي سازمانونو کې کړي دي.

نوموړی وایي دې لوبې ته یې پوره چمتووالی نیولی او هیله لري، چې په زړه پورې سيالۍ به نندارې ته وړاندې کړي.

د یادونې ده چې احمد ولي هوتک له دې وړاندې د فري فایټ په یوه لوبه کې خپل برازیلي سیال لیونارډ باربوسا ته هم ماتې ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...