شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر،بېلګېټس خپله ښځه طلاقه کړه

د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر،بېلګېټس خپله ښځه طلاقه کړه

تاند ( سه شنبه، د ثور ۱۴مه) بېلګېټس او ميلنډا ګېټس له واده ۲۷ کاله وروسته تېره ورځ اعلان وکړ، چې له يو بل يې طلاق اخيستی او له دې وروسته ګډ ژوند ته دوام نه ورکوي.

بېلګېټس، چې د نړۍ په کچه څلورم شتمن کس دی، تېره ورځ يې په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې ده اوميلنډا دا پرېکړه په ښه غور کړې او له دې وروسته به د ژوند نوي پړاو ته به داخلېږي.

ټاکل شوې، چې بېلګېټس او ميلنډا ګېټس د دوی ترمنځ شريک ۱۲۷ ميليارد ډالره هم په خپلو کې سره وویشي.

ګېټس او ميلنډا درې اولادونه لري او په ۲۰۰۰ میلادي کال کې یې د مرستو يو بنسټ هم جوړ کړی و.

اوس دوی  ژمنه کړې،چې یاد بنسټ کې به په ګډه کار کوي.

له ګېټس وړاندې، په ۲۰۱۹ کال کې د امازون مشر هم د نامناسبو اړيکو له امله خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړی و، چې ۱۵۰ ميليارده ډالر شتمني يې خپلو کې وېشلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب