شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد فاریاب ۳۰۰ بستریز روغتون یو شمېر ډاکټرانو اعتراض کړی

د فاریاب ۳۰۰ بستریز روغتون یو شمېر ډاکټرانو اعتراض کړی

تاند ( سه شنبه، د ثور ۱۴مه) د فاریاب ۳۰۰ بستریز روغتون یوشمېر ډاکټرانو اعتراض کړی دی.

ډاکټران وايي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

 دوی ګواښ کوي،چې که چېرته تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې یې معاشونه ورنکړل شي کاربندیز به وکړي.

بل لورته ځايي خلک، چې روغتون ته د درملنې لپاره ورغلي هم له مسوولانو غواړي، چې د ډاکټرانو ستونزه ژر حل کړي.

دوی وایي، ناروغان یې په سخت حالت کې دي او ډاکټران ورته  سمه پاملرنه نه کوي.

په ورته وخت کې بیا د فاریاب د عامې روغتیا سرپرست رییس ګل احمد عمرزاد رسنیو منلې، چې د یو شمېر ډاکټرانو معاشونه پاتې دي.

عمرزاد یاته کړې. له قراردادي موسسې سره به جدي خبرې وکړي څو د ډاکټرانو معاشونه پر وخت ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب